د سرو زرو او ډالر ترمنځ منفي اړیکه



د سرو زرو او ډالرو تر منځ رابطه له هغه را هيسې پیل شوې چې د (Gold Standard) چې دا خپله د سرو زرو او پيسو تر منځ يو سيستم ؤ را منځته شو.
په دغه وختونو کې د يو واحد مروجې پيسې ارزښت به د سرو زرو په يو مشخصه اندازه ټاکل کېده.
ګولډن سټندرډ له ۱۹۰۰زېږدیز کال څخه تر ۱۹۷۱ زېږدیز کال پورې ښه دوام وکړ. له ۱۹۷۱ زېږدیز کال وروسته د دوی دواړو (ډالرو او سرو زرو) په منځ کي جلا والی جوړ شو. امريکايي ډالر او سره زر دواړه په خپل ځای آزاد کړای شول. تر دې وروسته د بازار د تقاضا او عرضې پر بنا د هغوی ارزښت ټاکل کېده.
امريکايي ډالر يوه دولتي ارزښت لرونکې ‘مروجه پيسه’ وبلل شوه. – هغه پيسه کله چې د حکومت څخه خپل ارزښت لاسته راوړي نه د کوم فزيکي اشياوو څخه. نوموړې پيسې پر خارجي بازارونو راکړه ورکړه شروع کړه. په عيني توګه امريکايي ډالر د محافظتي پيسې ونډه هم سرته رسوله.
له ۱۹۷۱ زېږدیز کال وروسته د زرو په راکړه ورکړه کې زښته زيات تغيرات رامنځته شول. په نتيجه کې دا وليدل شول چې د زرو قيمت د ډالرو بهرنۍ ارزښت ته ښکتوالی او پورته والی را منځ ته کړ. په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې (International Monetary Fund) یا د پيسو نړیوال وجهي صندوق تخمين وکړ چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۸ زېږدیز کال پورې د سرو زرو په قيمت کې له څلوېښت تر پنځوس سلنې بدلونونه راغلي دي. له همدې کبله نوموړی تخنيف تر ډېره بريده حقيقت شو او په بازارونو کې يې د سوداګرو اندېښنه نوره هم وپاروله چې په نتيجه کې د ډالرو د ۱٪ له تغير سره د سرو زرو په قيمت کې تر ۱٪ څخه زيات تغير رامنځته شو.
منفي اړيکه
په پورتني ګراف کې تاسو ګوری چې د سرو زرو او ډالرو تر منځ منفي اړيکه موجوده ده. یعنې که ډالر مخ پر لوړه ځي سره زر کښته خوا ته ځان مايل کوي. د راکړې ورکړې د اوسطه ارزښت ټاکني برخه دا ښيي چې آيا ډالر مخ پر لوړه ځي او که کښته. همدارنګه، دا اړيکه د (Gold Standard) په زمانه کې هم داسې دقيق او مختصره نه وه.
د ډالرو او سرو زرو تر منځ منفي اړيکه په لاندي ټکو ولاړه ده:
۱. د ډالرو د ارزښت په لوېدنه کې د نورو ملکونو د اعصارو د پيسو ارزښت لوړيږي. په پایله کې د سرو زرو په ګډون توکو ته تقاضا زیاتېږي. یعنې د سرو زرو قيمت هم لوړوي.
۲. هر کله چې ډالر خپل ارزښت بايلل شروع کړي، سوداګر د عوضي سرمايه لرونکو زېرمو باندې تمرکز کوي چې د دې لپاره زر يوه عوضي برخه تشکيلوي.
همدارنګه په دې هم بايد موږ پوه شو چې د ډالرو او د سرو زرو قيمت دواړه په يو وخت کې هم کيدلای شي لوړ شي. دا زياتره وخت په بل ملک کې د انفلاسيون له وجهې را منځ ته کيږي. سرمايه داران دې ته اړ کيږي چې خپله پلنډه په يو محافظي شتمنۍ کې غونډ کړي چې هغه دواړه ډالر او سره زر دي.
امريکايي ډالر همدارنګه د نورو فکتورونو له کبله هم تر اغېز لاندي راځي – د بېلګې په توګه ، د ملک د سیستم پولي نظام (monetary policy) او د تَوَرُم (inflation) له وجهې چې په امريکا او نوره نړۍ کې په متضاده بڼه را منځ ته شي. سرمايه داران دا هر څه ته ګوري او د خپلو شتمنيو سم استعمالوي.
د زرو د قيمت په ټاکنو کې نوموړي مختلف بازارونه خپله ونډه سرته رسوي، لکه:
۱:Goldcorp Inc. (CG)
۲: Barrick Gold Corp. (ABX)
۳: Newmont Mining Corporation (NEM)
۴: Agnico-Eagle Mines (AEM)
۵: Yamana Gold (AUY)
۶: exchange-traded funds or ETFs like the SPDR Gold Trust (GLD)
۷: Gold Miners Index (GDX)
سرچينه: هميانۍ