
« پاتریشیا ماټې» د ماټې په نوم د چیلي د شتمنې کورنۍ درېیمه میلیاردره ده.
دا تر خپلو دوو میلیاردرو وروڼو « الیودورو او برناډې» مشره ده.
دوی دریو واړو ته له پلاره د کاغذ د تولید یوه ستره فابریکه پاتې شوه چې له برکته یې اوس دری واړه میلیاردران دي.
پاتریشیا ماټې په ۱۹۴۲ زېږدیز کال په چیلي کې زېږېدلې ده. د سکسېس سټوري په نوم پر یوه وېبپاڼه د نوموړې په خپره شوې بیوګرافۍ کې ویل شوي چې له ماشومتوبه د خپل ټولګي له با استعداده زده کوونکو څخه وه.
وېبپاڼه لیکي سره له دې چې پاتریشیا شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې وه؛ خو دغه کار هېڅ وخت له سخت کار سره د نوموړې مینه کمه نه کړه.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې « Colegio Villa Maria» اکاډمي ولوسته. وروسته یې د چیلي د کاتولیکانو په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
پارتیشیا د لاتینې امریکا په کچه له مشهورو ټولنپېژندونکو مېرمنو څخه ده. سره له دې چې کورنۍ یې پر سوداګرۍ اخته وه؛ خو پارتریشیا د هغې مینې له کبله چې له ټولنپژندنې سره یې درلوده، د داسې دندې په لټه کې شوه چې له همدې مسلک سره تړاو ولري.
ماټې د حکومت د عمومي سکرتریت د ارزونې په څانګه کې کار پیل کړ. د همدې دندې پر مهال له دوو کسانو سره تر مخ کېدو وروسته یې د ژوند ډېره برخه په خپله ټولنه کې د فقر له منځه وړولو ته وفق کړه.
د همدې هڅو په لړ کې نوموړې د چیلي د پراختیا او رفا تر وزارته ورسېده. تر دې دندنې وروسته له یوه فکري بنسټ سره یو ځای شوه. پراتریشیا اوس هم د « Instituto Libertad y Desarrollo» په نوم د دغه فکري بنسټ غړې ده چې د اقتصادي او ټولنیزو چارو په اړه څېړنه کوي.
پر دې سربېره د یوه بل غیر انتفاعي بنسټ مشره ده چې تمرکز یې پر زده کړو او د ښوونې او روزنې پر برخه دی او د حکومت پر کړنو سختې نیوکې کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د پنځمې نېټې د شمېرو له مخې د پارتریشیا ماټې دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په چیلي کې درېیم ځای لري.
نوموړې واده کړی، دری اولادونه لري او د چیلي په سنتیاګو کې چېرې چې زېږېدلې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ