
« الیودورو ماټې» د چلي د درېیم ستر شمتن ورور او د شتنمې چلۍ کورنۍ غړی دی.
دوی ته کاروبار له خپل پلاره په میراث پاتې دی.
الیودورو ماټې د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د نومبر په پنځمه نېټه زېږېدلی.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې په خپل هېواد کې د صنعتي انجنیرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي.
د لسانس تر بشپړولو وروسته د زده کړو په موخه متحده ایالاتو ته ولاړ. د الینوس ایالت د شیکاګو په پوهنتون کې یې د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د زده کړو له بشپړولو سره سم له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شو. د ډېرو کلونو لپاره له خپل پلاره د ورپاتې کمپنۍ مشر پاتې شوی دی.
د «سي اېم پي سي» په نوم د چلي د ځنګلونو او کاغذ د تولید د سترې کمپنۍ مشر لا هم دی دی.
د ۲۰۱۱ زېږدیز کال تر مې میاشتې پورې نوموړی په عین وخت کې د کمپنیو د ګروپ د پنځو فرعي څانګو مشر هم و.
د « Empresas CMPC» په نوم دا کمپنۍ نه یوازې په چلي بلکې په لاتینه امریکا کې د کاغذو او ټیشو د تولید له سترو کمپنیو شمېرل کېږي.
د دې کمپنۍ د بنسټ ډبره په ۱۹۲۰ زېږدیز کال کې اېښوودل شوې ده. کمپنۍ له پیله کاغذ، ټیشو او کارتن تولیدول.
په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې یې د لومړي ځل لپاره سویلي امریکا ته صادرات پیل کړل.
د ماټې کورنۍ پر دې ستره کمپنۍ سربېره د بانکدارۍ، مخابراتو او بېړۍ چلولو په برخو کې هم ونډې لري.
الیوردورو ماټې پر خپلو سوداګریزو فعالیتونو سربېره د یوه فکري بنسټ مشر هم دی. د « Centro de Estudios Públicos» په نوم دغه بنسټ
په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې جوړ شوی دی.
سي اي پي فکري بنسټ په بېلابېلو برخو کې د مشهوري چلي څېرو له لارې لکچرونه خلکو ته وړاندې کوي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د الیودورو ماټې پانګه دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په چلي کې درېیم ځای لري.
۷۰ کلن ماټې واده کړی، دری اولادونه لري او د چلي په سنتیاګو سیمه کې ژوند کوي.
پر ده او بل ورور چې تاسو ژوند لیک په تېره ګڼه کې ولوست سربېره یوه خور یې هم میلیاردره ده چې ژوند لیک به یې په راتلونکې ګڼه کې ولولئ.
سرچينه: هميانۍ