عادل الجبير: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر

 
له څلويښتو کلونو راهسې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له سعود الفیصل سره و، کال وړاندې د سعودي له واکمنې کورنۍ بهر له واشنګټن سره د ستراتیژیکو اړیکو څښتن او په واشنګټن کې د سعودي سفیر عادل الجبیر د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.
دسپټمبر له پېښو را وروسته عادل الجبیر  په سیمه او امریکا کې پېښې په ډېر اهتمام سره څارلې، ان، چې یو ځل د ایران لخوا د نوموړي د ترور ناکامه هڅه هم وشوه. اوس، چې نوموړي په سعودي عربستان کې د ایران دسفارت د تړلو پریکړه کړې ده، له ایران سره یې اړیکې په یمن کې د سعودي عربستان له جګړې وروسته اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.
له کومې ورځې، چې سلمان بن عبدالعزیز د سعودي د ټولواک په توګه وټاکل شو، په مهمو برخو کې یې یو لړ د پام وړ بدلون رامنځته کړ او په لومړي ځل یې داسې یو کس یوې مهمې څوکۍ ته غوره کړ، چې له واکمنې کورنۍ سره اړیکې نه لري، له هماغې ورځې د سعودي عربستان د ډیپلوماسۍ فعالیت هم ډیر شوی دی.
عادل الجبیرد ارامې او جدي لهجې څښتن دی، ډیری وخت لویدیز موډ کالي اغوندي. غربي ډیپلومات د نوموړي په اړه وايي: تر ډېره ځایه  عادل الجبیر ځوان دی، له واکمنۍ کورنۍ سره اړیکې نه لري، د دې امکان شته، چې د سعودي عربستان بهرنۍ تګلار به هغسې پاتې شي، چې پخواني وزیر سعود الفیصل ټاکلې وه.
په لاندې کرښو کې به دسعودي عربستان دبهرنیو چارو وزیر ژوند  ته لنډه کتنه وکړو.
پېدايښت:
عادل الجبیر د ۱۹۶۲ ز د فبرورۍ په لومړۍ نېټه  په (المجمعة) ښار کې زیږیدلی دی، تره یې الشیخ محمد بن ابراهیم بن جبیر د سعودي په حکومت کې پر لوړو څوکیو کار کړی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په المان کې ترسره کړې دي، پلار یې (احمد محمد الجبیر) په المان کې د سعودي عربستان په فرهنګي مرکز کې دنده درلوده.
عادل الجبیر ورورڼه او خویندې په  واشنګټن کې استوګنه لري.
زده کړه:
په اقتصاد او سیاسي علومو کې یې د ټکساس پوهنتون څخه بکالوریس تر لاسه کړی دی او ماستري یې په سیاست او نړیوالو اړیکو کې له جورج ټاون پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.
کار او دنده:
په ۱۹۸۶ ز کې په امریکا کې د سعودي عربستان پخواني سفیر بندر بن سلطان په سفارت کې پر دنده وګوماره ځکه نوموړي روانه انګلیسي خبرې کولای شوې. همدلته یې ډیپلوماسي زده کړه، د وخت په تیریدو یې  په عملي توګه ډیپلوماسي او سیاست زده کړل.
په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر
د۲۰۰۶ ز د ډیسمبر پر ۲۱ مه نېټه واشنګټن پوست ولیکل: د سعودي عربستان حکومت د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته ویلي دي، چې موږ نیت لرو عادل الجبیر د ترکي بن فیصل ال السعود پر ځای د خپل نوي سفیر په توګه وټاکو، ترکي له پنځلسو میاشتووروسته له خپلې دندې استعفا وړاندې کړې وه، په واشنګټن کې د سفیر په توګه د عادل ټاکنه  د ډیرو لپاره ناڅاپي او د باور وړ نه وه. ډیری کسانو فکر کاوه، چې نوموړی خو په سیاسي کار او فعالیت کې دومره واک نه لري دا مهم سفارت به څرنګه اداره کوي.
دبهرنیو چارو وزیر
د۲۰۱۵ ز د اپریل  په  ۲۹ نېټه  عادل الجبیر د سعود الفیصل پر ځای د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.
د ترور هڅه
د امریکا د حکومت لاسوندونه څرګندوي، چې امریکايي څارګرو په  واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر عادل الجبیر د ترور هڅه ناکامه کړې ده، د منصور ارباب سیر او غلام شکوري په نوم دوه ایرانیانو د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال منلې، چې دوی د سفیر عادل الجبیر د ترور پلان درلود.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په انګلیسي او الماني ژبه روانې خبرې کولای شي، په ۱۹۸۷ ز کې ډیپلوماتیک ډګر ته ننوتې دی، د۱۹۹۰ - ۱۹۹۱ ز کلونو ترمنځ یې د خلیج د لومړۍ جګړې پرمهال د سعودي عربستان په ختیځ کې د مطبوعاتو په ګډ دفتر کې کار کړی دی.