برنارډو ماټې؛  د چلي درېیم ستر شتمن


« برنارډو ماټې» او میلیاردرو وروڼو ته یې کاروبار له خپل پلار څخه پاتې دی.
نوموړی په ۱۹۵۵ زېږدیز کال په « چلي» کې زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د « سیانټ جورج» کالج لوستی. په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې د چلي له پوهنتون څخه فارغ شو.
له فراغت سره سم د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د څېړنې له برخې سره یو ځای شو. نوموړي په دغه وخت کې پر دې څېړنه کوله چې څنګه کولی شي، د کورنۍ سوداګرۍ فعالیتونه یې نورو برخو ته وغځوي.
په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې یې د اې اېف پي په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړه. د کمپنۍ نوم یې وروسته «اې اېف پي سوما» ته بدل کړ او په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې یې پر سټنډرډ چلي کمپنۍ وپلورله.
د دې کمپنۍ تر پلورلو وروسته یې د «بانکو بېسي» په نوم یو بل شرکت جوړ کړ.
وروسته د « اېنټل» په نوم په یوه کمپنۍ کې له «اېډوارډو فېرناندز لیون» سره شرک شو. پر دې سربېره نوموړي د ډېرو کلونو لپاره د « کولبم» په نوم د انرژۍ یوه ستره کمپنۍ رهبري کړې ده.
له پورتنیو شرکتونو سره سره د هغه د پانګې اصلي سرچینه لا هم د کاغذ جوړولو هغه کمپنۍ ده چې له پلار په میراث ورته پاتې ده.
د « Empresas CMPC» په نوم دا کمپنۍ نه یوازې په چلي بلکې په لاتینه امریکا کې د کاغذو او ټیشو د تولید له سترو کمپنیو شمېرل کېږي.
برنارډو پر سوداګرۍ سربېره د څه وخت لپاره سیاسي فعالیتونه هم درلودل.
دی یو له هغو کسانو څخه و چې په ۱۹۸۰ کال کې د «ملي یووالي» په نوم یې سیاسي خوښت رامنځته کړ. د جنرال اګوسټو تر دکتاتورۍ وروسته نوموړی یو ځل د سیاسي کمېسیون غړی شو او د « ملي نوي جوړونې» په پرواګرام کې یې هم ونډه واخیسته، خو وروسته له سیاست څخه پر شا شو او ټول تمرکز یې پر خپله سوداګرۍ وکړ.
د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په مې میاشت کې یې د « کولبم» کمپنۍ له اجرایوي بورډ څخه استعفی وکړه او موخه یې هم دا وه چې د «سي اېم پي سي» او اېنټل چې مخابراتي شرکت دی، پر چارو تمرکز وکړي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په درېیمه نېټه د برنارډو ماټې پانګه دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په چلي کې درېيم ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د چلي په سنتیاګو کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ