دغاښونو دپاکولو لپاره لس سپارښتنې.

 
ډیری له دې سر ټکوي،چې هره ورځ خپل غاښونه برسوم، خو پایله یې زما دخوښې برعکس وي،ځینې وايي: هره ورځ یو ځل غاښونه برسوم، ځینې بیا وايي: ډېر کریم هم کاروم، خو غاښونه مې نه سپینیږي.
که سپینه یې ووایو دغاښونو دپاکولو او سپینولو په برخه کې دا طریقه ناسمه ده ځکه خو یې پایله هم ناسمه راخیژي، دسپینو غاښونو لپاره لس سپارښتنې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.
۱- له سهارنۍ وړاندې مو غاښونه ووینځئ.
دا وخت دغاښونو لپاره غوره وخت دی، زموږ په خوله کې دخوړو پاتې شوني ددې لامل ګرځي، چې میکروب راټول شي او هغه تروشه ماده راپنځیږي، چې دغاښونو دچینچتوب لامل ګرځي.
۲- دغاښونو دوینځلو طریقه:
د ورۍ او دغاښونو دبرس ترمنځ ۴۵ درجې زاویه وټاکې، دهرو پنځو ثانیو لپاره برس په دایروي بڼه وخوځوئ، بیا دپنځو ثانیو لپاره بل غاښ ته ورشئ، همدا خپل عادت وګرځوئ.
۳-  هره ورځ باید د دوو دقیقو لپاره دوه ځل غاښونه ووینځئ.
هره ورځ باید د دوو دقیقو په مخه دوه ځل خپل غاښونه ووینځئ.
۴- باریکه ورۍ؟ 
که چیرې مو ورۍ باریکه او ژر وینه کوي، دا مهال باید هغه برس وکاروئ، چې سرونه یې ګرد وي.
۵- له خوب یو ساعت وړاندې له خوړو لاس واخلئ.
ددې کار ګټه داده، چې ستاسې په خوله کې لاړې پاتې خواړه له منځه وړي، پردې سربېره هغه تروه ماده، چې میکروب پنځوي له منځه وړي.
۶- د کریم اندازه باید دنخود په اندازه وي.
که تاسې پوښتې، چې څومره کریم باید وکارول شي نو دا باید دنخود په اندازه وي.
۷- دغاښونو برس مه لمدوئ.
له برس وهلو وړاندې برس مه لمدوئ،دا درسره دپړسوب پر مهال مرسته کوي.
۸- ۲-۴ سپارښتنه په یاد لرئ.
که تاسې هره ورځ د دوو دقیقو لپاره خپل غاښونه برس کړئ، نو غاښونه به مو کلک او محکم وي او کولای شئ، چې څلور ځلې ډوډۍ وخورئ. خو که له څلورو ځلو زیاته  ډوډۍ خورئ باید بیا درې ځل غاښونه ووینځئ.
۹-  هغه ورۍ، چې وینه کوي.
که دغاښونو دپاکولو په موخه له تار څخه کار اخلئ کېدای شي دا دورۍ دپړسوب لامل شي، خو که چیرې په منظمه توګه دا کار کوئ او ورۍ مو وینه کېدله ، دا مهال بیا اړینه ده، چې ډاکتر ته ولاړ شئ.
۱۰- له الکولو پاک مواد وکاروئ
په بازارکې، چې دغاښونو دپاکولو لپاره کوم مواد پلورل کیږي، ټول الکول لري ځکه الکول کولای شي، چې میکروب ووژني، خو په ورته وخت کې ګټور میکروب هم له منځه وړي، خو تاسې هڅه وکړئ،چې له الکولو پاک مواد وکاروئ.