
د سترو کمپنیو د ډېری کارکوونکو یوه ستره هیله ښايي د هغې کمپنۍ مالکیت وي چې دوی کار ورسره کوي. ډېر کله له کارکوونکو سره دا هیله وي؛ خو لږ کارکوونکي پر حقیقت د دې هیلې بدلېدو ته مټې را بډ وهي.
چینایی « ما جیانرانګ» یوه ورځ د هغې کمپنۍ مالک شو چې دی یې کارکوونکی و. ما جیانرانګ په ۱۹۶۳ زېږدیز کال « نینګبو» کې زېږېدلی دی.
د نوموړي د ماشومتوب او زده کړو په اړه معلومات نه دي عام شوي. ده وړاندې له دې چې د « شینژو انټرنشنل» په نوم د نساجۍ له سترې کمپنۍ سره یو ځای شي، په همدې برخه کې له دوو نورو کمپنیو سره هم کار کړی دی.
ده لومړنی کار د نساجۍ په برخه کې د « Shaoxing Cotton Mill » په نوم له کمپنۍ سره کړی. وروسته یې په دغه شرکت کې دنده پرېښووده او د « Hangzhou Linping Knitting and Garment Plant» په نوم له کمپنۍ سره یو ځای شو.
دا دنده یې هم پرېښووده او په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې یې له شینژو انټرنېشنل کمپنۍ سره کار پیل کړ. دا په چین کې د نساجۍ له سترو فابریکو ګڼل کېده. ده له کمپنۍ سره د کارکوونکو په توګه دنده پیل کړه او د نه ستړې کېدونکو هڅو پر مټ یې ځان د کمپنۍ تر مشرۍ او مالکیت پورې ورساوه.
په شینژو انټرنشنل کې تر څه مودې کار وروسته د دې کمپنۍ د اوبدلو د برخې مشر شو.
د وخت په تېرېدو سره یې نور پرمختګ هم وکړ او د کمپنۍ اجرایوي مشرۍ ته یې ځان ورساوه او په همدې توګه یې په کمپنۍ کې د ونډو اخیستو له لارې دا کمپنۍ خپله کړه.
سره له دې چې په تېر ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د نساجۍ د صنعت وده ټکنۍ وه؛ خو شینژو انټرنېشنل ښه وده درلوده.
د خپرو شویو شمېرو له مخې له چین بهر د دې کمپنۍ پلور د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ سلنه زیات شوی. د دغه زیاتوالي لامل د اډیډاس، نایک او یونيقولو په څېر د سترو شرکتونو وړاندیزونه بلل شوي دي.
په ټولیز ډول یې د پلور کچه ۱۶ سلنه زیاته شوې او له همدې کبله یې د ونډو بیې هم لوړې شوې دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ د دویمې نېټې د شمېرو له مخې د ما جیانرانګ پانګه دری اعشاریه اته میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په چین کې ۴۸ ام ځای لري.
ما واده کړی او په نینګبو کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ