
لومړۍ ــ کانونه او تر ځمکې لاندې زیرمې
هغه شتمنۍ او زیرمې چې ترځمکې لاندې پټې وي او د یوه هیواد او انساني ټولنې لپاره ستر اقتصادي ارزښت لري، کانونه بلل کیږي. کانونه طبیعي مواد دي، کله چې یو هیواد بډایه کانونه ولري، نو د هغې هیواد اقتصاد هم پیاوړی وي، خو ټول هیوادونه یو ډول او یوه اندازه کانونه نلري، ځینې پراخې او بډایه کاني زیرمې لري او ځینې بیا کم او یا بیخي کاني زیرمې نلري، پدې اساس سره د هیوادونو سیاستونه هم تغیر کوي، ډیر هیوادونه چې پراخې کاني زیرمې لري، خو نه شي کولای چې د هغې نه سمه استفاده وکړي، یا یې کاني زیرمې د ځواکمنو هیوادونو له لوري مستقیما او یا یې د قراردادونو په بڼه ترې اخیستي وي، اما ډیر شمیر هیوادونه د خپلو کاني زیرمو څخه ډیره ښه استفاده کوي، خو یو شمیر هیوادونه شته چې کاني زیرمې یې لا ندي سپاړلي. افغانستان هم یو د هغو هیوادونو څخه دی چې بډایه کاني زیرمې لري، خو تر اوسه یې سمه استفاده نده ترې کړي، ډیر شمیر کانونه یې د تیرو څو لسیزو راپدیخوا په قاچاقي ډول را ایستل کیږي او په قاچاقي ډول بهر ته وړل کیږي [1]. زمونږ هیواد پراخې کاني زیرمې لري او که چیرې زمونږ د هیواد تر ځمکې لاندې زیرمې په سم ډول وسپاړل شي، نو په ډیرو لږو کلونو کې به افغانستان په خپلو پښو ودریږي. څرنګه چې تراوسه زمونږ کاني زیرمې ندي سپاړل شوي نو، ځکه یې په اقتصادي پراختیا کې هم ونډه نده اخیستي. په خوست کې هم تر اوسه د ځمکې لاندې منابعو د سپاړلو او سروې کولو په برخه کې مرکزي دولت کار ندی کړی، او تر اوسه په دقیق ډول نده معلومه چې کومې زیرمې دلته شته، خو د سیمې د خلکو سره د نېغ په نېغه کتنو او د خوست د کانونو ریاست د رییس او یو شمیر کارکوونکو سره په ۱۳۹۳/۱۲/۳نیټه چې مونږ لیدنه وکړه، نو هغوی هم دا خبره یاده کړه چې شاید ډیر کانونه وجود ولري، خو تراوسه پدې برخه کې پلټنې ندي ترسره شوي، د کانونو رییس انجینر لایق محمد په وینا چې د خوست په تڼیو، دوه منده او ځاځي میدان ولسوالیو کې د کرومیټ ډبرو کانونه موندل شوي. د دوی په وینا چې دغه ډبرې د تڼیو ولسوالۍ په حصارک، ترخیلو، نریزي، ورژله، سینکیو، ګوخه، خنډکي، اتمان، کچانو او ددې ولسوالي په اکثرو غرونو کې شته. همدارنګه د دوه منده ولسوالي په شنکۍ دره کې او د ځاځي میدان ولسوالۍ په لنډۍ روغه او سکندریه کې هم پراخ د کرومیټ ډبرو کانونه شته. کله چې مونږ د سیمې د خلکو او د کانونو ریاست د کارکوونکو څخه د کرومیټ دبرو د کشف په مورد پوښتنه وکړه هغوی راته وویل چې د وزیرستان یو شمیر وګړي دغې سیمې ته راغلي او خلکو ته یې د دغې ډبرې نمونې ښودلي، دا ځکه چې پخوا د کرومیټ ډبرې په وزیرستان کې کشف شوې وې او د هغې سیمې سوداګرو به ایستلې او د پاکستان کراچۍ او لاهور ته به یې وړلې، نو دغه ډبرې چې خلکو ته یې پته ولګیده دوی هم په غیر قانوني ډول يې په ایستلو پیل وکړ او په قاچاقي ډول یې پاکستان ته وړل پیل کړل. او په تیرو دیارلسو کلونو کې ډیره اندازه د کرومیټ ډبرې پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل شوي. د کانونو ریاست د کارکوونکو په وینا چې د کرومیټ ډبرې د خوست ولایت په ملیزیو، اڅړو کې هم شته او ممکن په نورو برخو کې هم وي، خو د کرومیټ پر ډبرې برسیره د اوسپنه، منګنیزم، جست، صرف، مس، نکل او د چونې ډبرې هم شته، خو تر اوسه یې د اندازې پته نشته چې څومره اندازه به دلته شتون ولري او د هیواد اقتصاد په برخه کې به څومره رول ولوبوي. د کانونو د ریاست د کارکوونکو او د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په وینا چې د چونې ډبره د متون په ګلزار آقا او د متون د څپاړې په غره په سیمو کې شته. د خوست د یو شمیر کرومیټ ډبرې له کانونو څخه د کانونو او پترولیم وزارت هیئت هم لیدنه کړه، د کانونو وزارت د کارکوونکي محمد شعیب شهزاد چې زمونږ سره یې د افغانستان د ملکي خدمتونو په انسټیټیوټ کې د ښې رهبرۍ کورس کې ګډون کړی وو او مونږ ته یې وویل چې د تڼیو د ورژلې د کرومیټ ډبرې له کانونو څخه مونږ د سوداګرو په بڼه کتنه کړي.
[1] افغانستان پېژندنه، ۵۶۸ مخ ، اورنګزیب ارشاد.
نور بيا...