
سوداګري او کاروبار پر دې سربېره چې د ځان او خپل ژوند د ښه والي لپاره ښه انتخاب دی، د راتلونکو نسلونو د ښه ژوند لپاره هم مهم دي. ډېری هغه کسان چې په کاروباري کورنیو کې را ستر شوي وي، د پیسو په ارزښت پوهېږي او د رېسک منلو جرئت لري.
پر دې سربېره هغوی د سوداګریزو فرصتونو د تشخیص په برخه کې هم تر هغو کسانو چې په بخور و نمیر کورنیو کې راستر شوي وي، نسبتا ښه وي. ډېر کله د مشرانو له لوري له خورا کوچنیو کاروبارونو راتلونکو نسلونو سترې امپراطورۍ جوړې کړي دي.
اېټالوۍ « هارتېسیا هېرېرو» له داسې یوه کاروبار میلیادره شوې چې خسر یې له یوې قصابۍ پیل کړی دی. د نوموړې خسر په ۱۹۷۷ کال کې په هسپانیا کې قصابي درلوده. همدغه قصابي یې تر ۱۹۸۸ کال پورې اتو هټو ته پراخه کړه.
له قصابۍ پیل شوی کار اوس په هسپانیا کې د سوپر مارکېټونو پر یوه ستره شبکه بدل شوی دی.
د «مېرکاډونا» په نوم دغه ستره شبکه د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ۱۵۰۰ سوپر مارکېټونه لري او ۷۴۰۰ کسان کار ورسره کوي.
مجله وايي چې د سوپر مارکېټونو د دې شبکې د کلنیو عوایدو اندازه ۲۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي. په دې شبکه کې هارتېسیا هېرېرو ۲۴ سلنه ونډه لري.
نوموړې له خپل خاوند « جوان ریوګ» سره چې هغه هم میلیاردر دی، د والېنسیا د پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال مخ شوه.
جوان ریوګ په یوه مرکه کې ویلي:« زه وړاندې له دې چې د اقتصاد پوهنځي ته ولاړ شم، د منځني پوړ یو شاګر وم؛ خو بختور وم چې له هارتېسیا سره مخ شوم.»
ده ویلي چې هارتېسیا ډېره عملي زده کوونکې وه او د نوموړې دې ځانګړنې دی هڅاوه چې سخت کار وکړي او بالاخره یې واده سره وکړ.
هارتېسیا، خاوند او اولادونه یې د سوپر مارکېټونو په همدې شبکه کې کار کوي. نوموړې اوسمهال د دې شبکې مرستیاله ده.
ځینې خیریه کارونه یې هم کړي، له دې ډلې د والېنسیا د هغه ښار چې دوی په کې ژوند کوي د تاریخي اثارو د رغونې لپاره ۱۰،۳ میلیونه ډالره مصرف کړي دي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د هارتېسیا هېرېرو پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په هسپانیا کې شپږم ځای لري.
څلور اولادونه لري او د هسپانیا په والېنسیا کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ