له خپلو ۲۴ساعتونو خپل څومره وخت لاندنیو شیانو ته ورکوئ:

 
الف. ستاسې کار او دنده
ب. خوب
ج. تفریح او استراحت
د. د ګټورې پوهې ترلاسه کول
هـ. بې ځایه وخت تېرول
ستاسې د اشنایانو په منځ کې څوک:
الف. تاسې ډېر هڅوي
ب. تاسې ته ډېر له احتیاط څخه د کار اخیستو توصیه کوي
ج. تاسې زړه توري کوي
د. له تاسې سره په بېلابېلو مواردو کې مرسته کوي
ستاسې تر ټولو ستره اندېښنه څه ده؟ ولې یې په سړه سینه زغمئ؟
ایا کله چې نور تاسې ته وړیا مشورې درکوي، تاسې یې له تخیل او تجزیې پرته منئ؟
ستاسې تر ټولو ستر ارمان او لېوالتیا څه شی ده؟ ایا لېوالتیا لرئ چې پوره یې کړئ؟
ایا اراده لرئ، چې ددغه لېوالتیا په مقابل کې نورې ټولې هیلې او ارمانونه قرباني کړئ؟
ایا له خپل ورځني ژوند څخه مو یو وخت هغې ته ځانګړی کړی دی؟
ایا ډېروخت خپل ذهن بدلوﺉ؟ که هو، نو ولې؟
ایا هغه کار چې پیل کړی مو وي، ترپایه یې رسوئ؟
ایا د یوه کس ټولنیز، اقتصادي موقف یا مسلکي زده کړو ته ارزښت ورکوئ؟
ایا تاسې په اسانۍ سره د ځان په اړه د خلکو د خبرو او فکرونو تر اغېز لاندې راځئ؟
ستاسې په باور تر ټولو ستر ژوندی انسان څوک دی؟
دغه کس په کوم لحاظ له تاسې څخه برتري لري؟
تاسې د دغو پوښتنو لوستو او ځوابولو ته څومره وخت ځانګړی کړی؟ (د یادولو وړ ده چې د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره تاسې لږ تر لږه یوې ورځې ته اړتیا لرئ.)
که تاسې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره دغه پوښتنې ځواب کړې وي، تاسې د ډېرو خلکو په پرتله د ځان په اړه ډېر پوهېدلي یاست. پوښتنې په دقت سره ولولئ، د څو میاشتو لپاره هره اوونۍ یو ځل ورته مراجعه کوئ او په رښتینولۍ سره د دغو پوښتنو د ځوابولو په مرسته خپل ځان لا ښه وپېژنئ. که تاسې فکر کوئ د ځینو پوښتنو لپاره وړ ځواب نشئ موندلی، له هغه چا یې وپوښتنئ چې تاسې په تمامه مانا پېژني، په ځانګړې توګه هغه کسان چې برناحقه په تاسې نیوکې نه کوي. ډا ډه اوسئ چې دغه تجربه به تاسې ته ګټوره ثابته شي.
هغه شی، چې تاسې پرې بشپړ کنټرول لرئ
تاسې تر ټولو ډېرپه یوه شي بشپړ کنټرول لرئ او هغه ستاسې افکار دي. دا هغه تر ټولو غوره او الهام بښونکي واقعیتونه دي، چې انسان پېژني. دا د انسان الهي فطرت منعکس کوي. هغه فطرت چې یو کس کولی شي په مرسته یې خپل برخلیک تر خپل کنټرول لاندې راولي. که تاسې د خپل ذهن په کنټرولو کې پاتې راشئ، ډا ډه اوسئ، چې بل هېڅ شی نشئ کنټرولولی. ستاسې ذهن ستاسې معنوي موقعیت دی. له دغه الهي نعمت څخه ساتنه وکړئ او سمه ګټه ترې پورته کړئ. تاسې دغه هدف ته د رسېدو په برخه کې له ارادي قدرت څخه برخمن یاست.
په خواشینۍ سره باید وویل شي، د هغو کسانو پر وړاندې چې په قصدي یا غیر قصدي ډول د نورو ذهنونه د منفي وړاندیزونو او څرګندونو په وسیله مسموموي، قانوني سزا نده ټاکل شوې. ددغه تخریبي عمل پر وړاندې باید قانوني سزا وټاکل شي ځکه، چې دا د انسان هغه چانسونه په اوبو لاهو کوي چې له قانوني مصوونیت څخه برخمن دي.
هغو کسانو چې غوښتل یې تهوماس اې. ایډیسن ته د منفي ذهنیت په ورکولو سره نوموړی د هغه ماشین له جوړولو راوګرځوي، چې د انسان د غږ د ثبت او بېرته خپرولو وړتیا لري، ویل به یې هېچا دا ډول ماشین ندی جوړ کړی، خو ایډیسن د دوی پر خبرو باور نه کاوه. هغه باور درلوده چې د انسان مغز هر هغه شی تولیدولی شي، چې د باور او تصور وړ وي. همدغه پوهاوی و، چې ستر ایډیسن یې په یوه لوړ شخصیت بدل کړ.
د منفي ذهنیت خاوندانو ایف. ډبلیو، وولورت ته وویل، چې د پنځو او لسو سنټو کاروبار به هغه مفلس کړي. خو هغه د دغو کسانو خبرې په یوه غوږ واورېدې او له بله یې و ویستې. هغه باور درلود، چې د کلک ایمان په مرسته د خپلو پلانونو په عملي کولو سره هر څه کولی شي. هغه خپل ذهن ته د نورو د منفي نفوذ مخه ونیوله او له سل میلیون ډالرو ډېره ګټه یې ترلاسه کړه.
کله چې هنري فورډ د ډیټرویټ په کوڅو کې د خپل لومړني موټر جوړولو هڅې پیل کړې، خلکو پرې شک درلود او د منفي انګېزو په ورکولو سره یې د هغه پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو هڅه کوله. چا به ویل چې دا کار ناشونی دی. ځینو نورو به ویل چې هېڅوک ددې شي په مقابل کې خپلې پیسې نه ورکوي. خو فورډ به ځواب ورکاوه چې نړۍ ته به غوره موټر ورکوي، او هغه پدې کار بریالی هم شو. خپلو پرېکړو نوموړي ته هغه فرصتونه په لاس ورکړل، چې راتلونکي پنځه نسلونه ورته ګوته په غاښ پاتې شول. هغو کسانو ته چې د پراخو شتمنیو د تر لاسه کولو په لټه کې دي، دا یادونه اړینه بولم، چې د فورډ او د هغه تر لاس لاندې سل زرو وګړو ترمنځ اساسي توپیر پدې کې و، چې فورډ مغز درلود او تر خپل کنټرول لاندې یې و. دا سمه ده چې نور هم مغز لري، خو په خپل کنټرول کې یې ندی.
هنري فورډ ځکه بار بار یادوم، چې هغه ددې ادعا یوه روښانه بېلګه ده چې انسان د خپل مغز او ارادي قدرت په وسیله هیښوونکې لاسته راوړنې درلودلی شي. هغه د وخت هغه شعار چې چانس په لاس رانغی، باطل کړ. فورډ هم هېڅکله چانس نه و ترلاسه کړی، خو هغه پخپله ځانته د پایښت په ملاتړ هغه فرصتونه برابر کړل، چې د یونان له پاچا کروسیس څخه یې ډېر شتمن کړ.
ذهني کنټرول د شخصي ډسپلین او عادت پایله ده. تاسې هم خپل ذهن کنټرولولی شئ یا ستاسې ذهن تاسې کنټرولوي. تفاهم او جوړجاړی هسې یو نوم دی. ددې لپاره چې ذهن تر کنټرول لاندې راوستل شي، غوره لار یې دا ده چې هغه د یوه مشخص پلان په اډانه کې د یوه مشخص هدف په سیله، مصروف وساتل شي. د هر هغه کس ریکارډ مطالعه کړئ، چې د پام وړ بریالیتوبونه یې ترلاسه کړي. تاسې به پخپله پوه شئ، چې هغه د خپل ذهن د کنټرول وړتیا درلوده او له هغه څخه یې خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې ګټه اخیستې وه. له دغه کنټرول پرته د بریالیتوب ترلاسه کول ناشوني دي.
سرچينه: هميانۍ