
لیکواله: نفیسه معتکف
ژباړن: حمیدالله حمیدي
ته کله کله دومره د مادیاتو په نړۍ کې ډوبېږې، چې ان له یاده دې وزي، چې دې نړۍ ته د څه لپاره راغلی یې؟ د دې لپاره، چې له دې لومو ځان خلاص کړې په خلاصو سترګو او په پوره دقت سره د ځان په اړه فکر وکړه. څوک یم، له کومه ځای د څه لپاره راغلی یم او چېرته ځم. ډېره مشهوره خبره ده، چې وایي د ځان پېژنده د خدای پاک پېژندنه ده، نو چې داسې ده لومړی خپل ځان وپېژنه، د ځان قدر وکړه، له ځانه مرسته وغواړه او د ځان پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسه تر څو خپلې موخې ته په اسانۍ سره ورسېدلای شې.
لومړی ځان ته ډېره پاملرنه وکړه!
تر هر څه وړاندې د خپل ځان په اړه فکر وکړه، چې کومې ښېګڼې لرې؟ د لا زیاتوالي لپاره یې څه کول په کار دي، له دې ښیګڼو څخه خپلې موخې ته د رسېدولپاره څنګه ګټه اخیستلای شې؟ کومې نیمګړتیاوې او کمۍ لرې؟ د دې نمګړتیاو لاملونه څه شی دي او څنګه کولای شې له منځه یې یوسې ترڅو خپله مخه دې پرانیستې وي؟
یوازې ته خپله یې، چې ځان ته مشوره ورکړې.
د ستونزو په وخت کې لومړی خپل ځان ته رجوع وکړې، هر ستونزه به دې په خپل وار سره حل شي. په مخ کې هر خنډ به دې له منځه ولاړشي او د بریاو دروازې به دې یو پر بل پسې پرمخ پرانیستل شي. ستا په وجود کې دغه الهي قوه هېڅکله هم تاته داسې څه نه درکوي، چې ستاو او د نورو د ځور لامل وګرزي. د ځان په اړه ستا په ذهن کې ټولې سالمې مشورې ستا په ګټه دي.
یوازې ته خپله یې، چې له ځانه سره مرسته کولای شې.
همدا ته یې، چې موخې ته د رسېدو لپاره په مخ کې پراته خنډونه له منځه وړلای شې.
همدا ته یې، چې پوه شې اوسنۍ اړیکې دې په ګټه دي او که په تاوان؟
همدا ته یې، چې د خپل ځان لپاره تر ټولو ښه دنده پیدا کړې.
همدا ته یې، چې له خپل ځان سره صادق او رېښتینی اوسې.
همدا ته یې، چې د خپل ځان لپاره یوه ارامه فضا جوړه کړې، تر څو د لږ وخت لپاره پکې دمه وکړې.
همدا ته یې، چې ځان ته ډاډ ورکړې، تر څو په خپل نفس دې اعتماد زیات شي.
همدا ته یې، چې له ځانه سره مرسته وکړې، تر څو معنویت دې نور هم قوي او ژور شي.
په مخ کې پرتې ستوزې دې له منځه یوسه.
له ټولو مخکې په دې اړه فکر وکړه، چې کوم څه خو به ستاسو او ستاسو د ذهن ترمنځ د خنډ په توګه نه وي واقع شوي؟ کله، چې ستاسو ذهن د ګڼ شمیر ستونزو په حلکولو لګیاوي، نو ستاسو په خوا یې ډېر پام نه وي او ستاسو غږ په اسانۍ سره نه شي اورېدلای. ستا ذهن تل ګڼ شمېر غږونه لکه نصیحت، اخطار، زړه سوی، دلیل او برهان او داسې نور اوري، نو تل مو باید دې ته پام وي، چې تاسو باید څه واورئ. ستاسو ذهن تاسو ته لار ښونه کوي، چې په کومه لار باید ولاړ شئ. ستاسو په ذهن کې شته وړتیا تاسو ته نه وایي، چې تاسو تر نورو کسانو غوره یې، ځکه دغه الهي ډالۍ د ټولو په سرونو کې شته. خو ذهن مو دا درته ویلای شي، چې کومه څه مو ډېر په ګټه دي، البته معنوي نه مادي.
څه ډول له خپل ذهن سره اړیکه ټینګولای شې؟
هڅه وکړه، که وکولای شې په اونۍ کې یوه ورځ هم له خپل ذهن سره اړیکه ټینګه کړې، ځکه دغه اړیکه کولای شي، چې ته لا نور هم پیاوړی شې. د دې لپاره، چې هر ډول ستونزمنې پوښتنې ته دې ځواب ویلای وي لومړۍ یې له ځانه وپوښته.
کله، چې وزګار وې او د آرامۍ احساس کوې، په یوه ځانګړي ځای کې یوازې کینه. سترګې پټې کړه او یوه ښکلې منظره دې په ذهن کې مجسمه کړه. وروسته فکر وکړه، چې یو کس ستا په لوري را روان دی. کله، چې دا کس تاته نیږدې راځي ګورې، چې دا ته خپله یې، په داسې حال کې، چې دغه کس به ستا سره ډېر توپیر لري. ته یو خوشاله او آرامه کس یې او ستا په ذهن کې انځور شوی کس ستا خپل ذهن. له هغه سره خبرې پیل کړه او په هغه څه کې، چې ته ستونزه لرې له هغه یې وپوښته. ځواب ته یې په پوره دقت سره غوږ شه. هڅه مه کوه، چې په یوه جلسه کې ور څخه زیاتې پوښتنې وکړې، یوه او یا دوه پوښتنې کافي دي. کله دې، چې پوښتنې ځواب شوې له تصویر کړي کس څخه مننه وکړه او هڅه وکړه، چې ورو ورو خپل اصلي حالت ته را وګرزې.
لیکل هم له خپل ذهن سره د اړیکې یوه بله لاره ده.
هغه وخت، چې طبعیت دې جوړ وي او د آرامۍ احساس کوې، له ځانه د ځینو ستونزو په اړه پوښتنه وکړه، بې له ځنډه لومړی ځواب در سره ولیکه او ذهن ته دې اجازه مه ورکوه، چې د بل څه په اړه فکر وکړي.
((د ارواپوهنې په اند، د انسان ذهن د هغه د اروايي ماشینري یوه داسې برخه ده، چې تل فعاله وي. ارواپوهان زیاتوي: تاسې چې د خوب پرمهال کوم خوبونه وینئ، دا د ذهن د بیدارۍ دلیل دی. دا چې د انسان ذهن یا روان چېرته دی؟ ایا کولی شو هغه په سترګو ووینو او یا یې په لاسونو لمس کړو؟ ددې پوښتنو ځواب «نه» دی. دا ځکه چې موږ په مستقیم ډول نه شوکولی د انسان ذهن او روان ته لاسرسی ولرو، په دې اساس ارواپوهان د انسان ذهن او روان د هغه د بهرنیو غبرګونونو او چلندونو له مخې ترمطالعې لاندې نیسي. ذهن او روان بېلابېلې برخې لري، لکه شعور، لاشعور، حافظې او مختلفې ذهني عملیې لکه تفکر، تخیل، تعقل، احساس، ادراک او نور په پخپله لمن کې رانغاړي. د « مصطفی صفا د لیکنې یوه برخه».))