
امریکايي پوهان وايي: دشپې له اړخه ډوډۍ خوړل د وزن د زیاتیدو، داندام دخرابیدو سربېره دماغ ته هم زیان اړوي.
دکالیفورنیا پوهنتون پوهانو پر مږو تجربه کړې ده، پوهان مږکان پر دوو ډلو ویشلي لومړنۍ ډله یې د دوو اونیو لپاره دشپې له نهو بجو څخه نیولې تر دریو بجو پورې خواړه ورکول او دویمې ډلې بیا د سهار له نهو بجو وروسته خواړه تر لاسه کول، دا دیادونې ده، چې دمږکانو دواړو ډلو په یوه اندازه خوب کړی دی.
هدف دادی، چې دواړه ګروپونه پوره استراحت وکړي، د وخت په تیریدو مالومه شوه، چې د دواړو ګروپونو په جسم کې توپیر ولیدل شواو دلومړي ګروپ پر دماغ سلبي اغیز هم راڅرګند شو، چې وروسته یې منظم خوب نه شو کولای، ورځ یې هم ګډوډه وه، ددې ګروپ په دماغ کې هغه برخه زیانمنه شوې وه، چې دحافظې مسوولیت یې درلود.
ددې تجربې پایلې کېدای شي په ډېره لومړنۍ کچه پر انسان هم پلې شي، خو دا باید مالومه شي، چې دشپې له اړخه ډوډۍ پر خوب څه اغیز پریباسي.