
لکه په نورو برخو کې چې ځینې پېښې د انسان ژوند بدلوي، دغه ډول په کاروبار او سوداګرۍ کې هم له ځینو پېښو فرصتونه تشخیصېږي او په دې ډول همدا پېښې د کاروبار راتلونکی برخلیک ټاکي.
د چینايي« هوی لین چیټ» ژوند له یوه پلورونکي سره لیدنې بدل کړ.
هوی لین چیټ د فوجیان ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د یوه بزګر په کور کې زېږېدلی دی. کورنۍ یې د بزګرۍ له لارې داسې ژوند برابر کړی و چې لاس یې تر خولې رسېده. د کلتوري انقلاب پر مهال د هوی ښوونځی تعطیل شو او تر هغه وروسته نوموړی هېڅکله له ښوونځي فارغ نه شو.
له هماغه ماشومتوبه یې له کورنۍ سره د لګښتونو په پوره کولو کې مرسته کوله. له پلار سره په کرونده کې پر مرسته سربېره یې هګۍ پلورلې. هو خپل کار ته دوام ورکړ او له همدې ځایه یې ځان ته یوه کوچنۍ فابریکه جوړه کړه.
په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې هغه د جامو د جوړولو په کوچنۍ فابریکه کې ناست و چې یو پلورونکی ورته راغی. دغه کس د یوې تایوانۍ کمپنۍ «کوټکس» پلورل. دا لومړۍ ځل و چې هغه کوټکس ولید او تر دغه وخته نږدې ټولو چینايي مېرمنو دغه شی نه پېژاندل، ځکه په ټول چین کې د ګوتو په شمېر ځایونه کې پلورل کېدل. هوی په یوه مرکه کې ویلي چې د دغه شي له لیدو سره سم یې فرصت تشخیص کړ او پوه شو چې د دغه شي تولید د شتمنېدو لپاره ستر فرصت دی.
په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې یې له خپلوانو او ملګرو ۱،۳۶ میلیونه ین راټول کړل او په دې ډول یې د « Hengan» په نوم د کوټکسو د تولید فابریکه جوړه کړه.
له دې کبله چې د دغه شي د تولید لپاره اړتیا وړ توکي په چین کې نه پيدا کېدل له ډېرو ستونزو سره مخ شو، خو هېڅکله یې هم هوډ له لاسه ورنه کړ او له هماغه کاروبار اوس میلیاردر دی.
د هېګان په نوم د نوموړي کمپنۍ اوسمهال په چین کې د کوټکسو، لندو دستمالونو او نورو شخصي روغتیايي توکو تر ټولو ستره کمپنۍ ګڼل کېږي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر په پنځلسمه نېټه د نوموړي پانګه دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او د چینايي میلیاردرانو ترمنځ ۴۸ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د چین په جینجیانګ کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ