د پېرونکي زړه خپل کړئ


د دې پر ځای چې د پلور پر لارو چارو ځان پوه کړئ د پېر پر رمزونو ځان پوه کړئ.
په موبایل کې مې ورته وویل (( کېدای شي د موټر قیمت په مسیج کې هم را واستوې؟)) پلورنکي فکر وکړ چې زه کوم لیونی یم یا غواړم د هغه خت ضایع کړم، ځکه ما له ده داسې څه غوښتل چې ده په موبایل کې هم راته وویل او پر وېبپاڼه یې هم لیکل شوي وو، هغه حیران و چې دا څنګه سړی دی قېمت هر ځای لیکلی دی په موبایل کې مې هم ورته وویلو اوس غواړي په پیغام کې یې ورته ولېږم.
بیا مې ترې وغوښتل چې د موټر څو انځورونه راته ولېږي، که شونې وي یوه ویډیو دې راولېږي، بیا مې ورته وویل کېدای شي د موټر د ننه څراغونه روښانه کړې بیا انځورنه ځینې واخلې، هغه حیران وو هیڅ یې نه ویل خو ښايي همدا یې په ذهن کې را ګرځېده چې دا سړی لیونی دی هسې غواړي ما مسخره کړي، خو داسې نه وه، ما ورته وویل له موټر نه ویډیو واخله ورشه آرنګ یې تخته کړه چې څنګه غږ کوي، تیاره ګراج ته یې بوزه څراغونه یې روښانه کړه څو پوه شم چې په تیاره کې څنګه ښکاري، پلورنکی حیران و، ده به هرومرو دا فکر کاوه چې له سم لیوني سره پر لیکه یم، یا دا سړی له خپل حده اوړي او داسې فکر کوي چې پلورنکی د ده نوکر دی، یوه بله مهمه خبر هغه دا چې زه یو ناپيژانه اخیستونکی وم، ما غوښتل په ساده سوالونو د هغه حوصله و ازمویم او خپلې څېړنې د پلورنکو پر سلوک پای ته ورسوم.
زموږ د ټول ټيم دا کار و، دوی به د معمولې اخیستونکو جامې اغوستې او له وړو تر لویو پلورنځیونو به ورتلل او هلته به یې د پلورونکو زغم ازمویه، زموږ ټولو دا کار دی موږ په یوه هیواد کې دا ځورونه نه کوو، په ټولنه نړۍ کې استازي لرو.
موږ دوی ته اېمېل لیږو، پوست ورته کوو، زنګ ورته وهو، په دې توګه اطلاعات راټولوو. کله کله موږ خپل ملګري راسره بیایو څو هر څه عادي ښکاره شي، موږ کله کله ډير خوشاله راستانه شو، خو کله کله بیا سخت خفه شو پلورونکي مو زړه نه ساتي، چلند یې ښه نه وي، زموږ ژوند له خاطرو ډک دی ځکه اخیستل کم خو ځورول ډير کوو.
موږ چې کله اطلاعات راټول کړو، بیا یې سره تحلیل کړو له ډیرو په زړه پورې خبرو او کیسو سره مخ شو، خو یوه خبره باید هیره نه کړو هغه دا چې د پلورنکي خوی په دې مانا نه دی چې هغه به له ټولو سره بد یا ښه وي ښايي له یوه مشتري سره ښه وي له بل سره بد وي؛ خو دا چې دوی ولې له خپلو ټولو مشتریانو سره یو ډول چلند نشي کولی دا ښايي فردي خبره وي، خو که پلورنکی له ټولو اخیستونکو سره ښه چلند و نه کړي نو نیم پېريدونکي به ترې زړه توري شي.
د سوداګرۍ په نړۍ کې له مشتري سره نه همغږي پخپله یو بحران دی، که ستاسې چار چلند له مشتریانو سره د هغوی په زړه نه وي نو بازار به مو سوړ شي.
خو دا حالت ما او تا ته څه مانا لري؟
دا په دې مانا ده چې د سوداګرو فردي کړنلاره په بازار کې ګټونکی او بایلونکی ټاکي، که فرد ځان له مشتریانو سره سم عیار کړ او د دوی غوښتنو ته یې ځواب ووایه نو پوه شه چې دغه پلورنکي وګټله، که تاسې د موټر د اخیستو، یا په هوټل کې د ډوډۍ خوړلو پر وخت د پلورنکي له تریخ چلند سره مخ شوي وی پوهېږي چې موخه مې څه ده، غواړی د اېمېل له لارې تاسې ته خبر درکړي، خو دوی زنګ درته ووهي، تاسې غواړی له نږدې ورسره خبرې وکړئ، خو دوی وایي نه د انټرنټ له لارې به خبرې وکړو، یا تر دې هم بده خبر، ستاسې سره داسې چلند کوي لکه ماشوم چې وی، غږېږي له تاسې سره سترګې به یې بل ځای وي په بل کار به بوخت وي، که له لویو کمپنیو د یوه لوی شرکت په توګه څه اخلئ ستاسې ډیرې غوښتنې به نه مني، د بېلګې په توګه درته وايي، ورشه ټول معلومات زموږ پر وېبپاڼه شته دي، یا نه غواړو له نږدې وګورو، وخت نه لرو، یا دې ته ورته منفي ځوابونه.
خو یوه خبره ډيره مهمه ده؛ هغه دا چې که پلورنکي یاست، ځان د اخیستونکي له غوښتنو سره عیار کړئ، ځکه هیڅ اخیستونکی دا هیله نه لري چې ځان دې د پلورونکي له معیار سره برابر کړي خو دا هیله هرومرو لري چې پلورنکی دې ځان له دوی سره عیار کړي، خو که هر پلورنکي د اخیستونکي زړه خپل کړ هغه ګټه کړې؛ زما وړانديز دی چې دغه کس تاسې شئ.
له اخیستونکي سره همغږي
دلته مو دری هغه لارې چارې را اخیستې دي چې د هغه په کارولو کولی شئ له خپلو مشتریانو سره ځانونه همغږي کړئ.
1- د پلورنځي مخه ښه سمبال کړئ
د پلورنځي مخه (ویترینونه) ښه ډيزاین کړئ، د هر نسل لپاره ښکلې او د هغه د اړتیا وړ توکي ځای پر ځای کړئ، د بېلګې په توګه د ماشومانو لپاره بېله ښيښه جوړه کړئ، د ځوانانو لپاره بېله، همدارنګه داسې یو څه د خپلو مشتریانو د ګټلو لپاره جوړ کړئ چې ستاسې د یووالي او پر وړاندې یې د قومیت د نه پاللو ښکارندوی وي، داسې پلورنځي مه جوړوئ چې یوازې یوه ډله خلک درشي، هغه که مذهبي، قومي، نسل او نورو توپیرونو پر بنسټ جوړې ډلې وي، نو د مشتریانو له سترګو سره داسې څه کېږدئ چې ستاسې تعصب او نور منفي خویونه پکې را برسېره نشي، ځکه تاسې پلورنکی یی نه د کومې ځانګړې ډلې، فکر، مذهب یا نسل استازی.
موږ چې کله لویو پلورنځیو ته ځو ډير کله مو دا خبره ځوروي، چې لته ځینې کسان د یوه ځانګړي فکر، ډلې یا بل څه پلویان وي، د داسې پلورنکو بازار د څو ورځو لپاره تود وي بس، نو له مشتریانو سره د همغږی یوه لاره دا ده چې ستاسې سره یې هېڅ ډول تضاد پیدا نشي.
2- ځان اخیستونکی وبولئ
د موبایل یا اېمېل له لارې له خپل پلورنځي سره اړیکه ونیسئ، کوښښ وکړئ چې و مو نه پيژني، کله کله د ناپيژانده کس په توګه خپل پلورنځي ته ورشئ، وګورئ چې ستاسې کارکوونکې له تاسې سره څنګه چلند کوي یا تاسې له هغوی څه هیله لرئ دوی څه کوي؟ که داسې یو کار وکړئ په خپل پلورنځي کې به حیرانوونکي چلندونه ووینئ، کله کله خپلو ملګرو ته ووایی چې ستاسې پلورنځي ته درشي او د خپلو کارکوونکو د چلند په هکله له دوی پوښتنه وکړئ، دوی پوه کړئ چې ساده او پېچلې پوښتنې ستاسې له کارکوونکو وکړي، اوس نو ستاسې د کارکوونکو ستاسې مشتریانو ته ښيي چې تاسې څومره بریالي یی، که د هغوی چلند ورسره ښه وو نو پوه شه چې په کار پوه کسان دې ګمارلي که داسې نه وه نو ماتې دې هومره لرې نه ده، دا به ستاسې لپاره یو فرصت وي چې خپل کار ته نوی رنګ ورکړی.
3- د خپلو پېرودونکو هیلې وپلټئ
دا چې مشتریان له تاسې سره همغږي وي دومره آسانه هم نه ده، ځکه عمر، جنس او ځینو نورو ځانګړنو ته په کتو له مشتري سره همغږي توپير لري، ښه به وي چې لومړی له خپل اخیستونکي سره خبرې وکړئ چې دوی له تاسې څه غواړي؟ دا هم ورته ویلی شئ چې ستاسې له پلورنځي کومې غوښتنې کولی شي، او تاسې یې کومو غوښتنو ته ځواب ویلی شئ.
پر خپله وېبپاڼه یوه ویډیو خپره کړئ، یا یو پیغام ولیکئ په هغه کې ولیکئ یا وښيی چې تاسې پر خپلو ژمنو وفا کوئ، او هغه څه چې له پېرودونکو سره مو ژمنه کړې پرته له کومې درغلۍ یې عملي کوئ، د بېلګې په توګه د تخفیفونو، قیمتونو او نورو په اړه له خپلو پېرودنکو سره درو مه کوئ.
د دوی باور خپل کړئ، وورسته له دې چې دوی یو څه واخیستل له هغوی مننه وکړئ، که شونې وي د مننې لپاره ځانګړې کڅوړې یا کارتونه چاپ کړئ هغه به د تبلیغ تر څنګ ستاسې فرهنګ او ښه سلوک هم ښيي.
دوی ته وخت پر وخت اېمیل لېږئ له دوی سره خپلې ژمنې نوې کوئ، او د خپلو اخیستونکو باور په هيڅ قمیت له لاسه مه ورکوئ.
له پېرودنکو سره همغږي سره له دې چې ډير سخت کار دی خو ناشونی نه دی، تاسې په لږ لګښت کولی شئ د خپلو اخېستونکو غوښتنې پوره کړئ، هیلې یې را برسېره کړئ، همدا کار له ما سره وشو.
تېر کال مې چې د موټر پلورونکي ته زنګ وواهه، د هغه ځيرکۍ او سترې حوصلې دې ته اړ کړم چې ډېر ګران موټر له هغه واخلم.
سرچينه: هميانۍ