ولې په اروپا کې د 13 شمېرې ته د بدمرغۍ په سترګه ګوري ؟

اجمل روهي
  په درېيمه نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې ،  زيات خلک په خرافاتو عقيده لري او دا عقيدې په ځينو کې دومره پياوړي وي ، چې د ځان او يا دنورو دبدمرغيو ﻻمل ګرځي .
  په خرافاتو باندې عقيده نه يوازې  زموږ په هېواد کې شته  بلکې په پرمختللي هېوادونو کې يې هم بېلګې موندلی شو . په اروپا کې په ځانګړي توګه د ديارلس شمېرې ته د بدمرغۍ د سمبول په توګه کتل کيږي . په نېټه کې که چېرې د 13 عدد دجمعې په ورځ باندې ورڅيخ (برابر) شي ، نو د ځينو لپاره خو لکه قيامت داسې شي .
  په دغه پر مختللې هېوادونو کې په ځينو هوټلونو کې ديارلسمه کوټه نشته او يا په الوتکو کې د ديارلسم کتار شمېره له منځه وړل شوې او داسې نور ...
  څو موده د مخه په جرمني کې يوې ډاکټرې راته وويل ، چې دوی سره په روغتون کې داسې ښځې وې ، چې د ماشوم د زېږيدو ورځ يې د جمعې په ورځ په ديارلسمه نېټه باندې اټکل کيده . د ډاکټرې په وينا يو زيات شمېرښځو ددې لپاره ، چې ماشوم يې په دې ورځ نړۍ ته رانشي او بد مرغه نشي، د عملياتو  او مصنوعي درد په واسطه  مخکې له وخته ماشومان دنيا ته راوړل .
  په دې هکله ځينو پوهانو پلټنې کړي  او هڅه يې کړې ، چې دې سوال ته ځواب ووايي ، چې ولې د13 شمېرې ته د بدمرغۍ راوړونکي  شمېرې په توګه کتل کيږي .
   دغه پوهان وايي ، چې د راز د پوهيدو لپاره راځی لومړی تر ديارلس مخکې عدد 12 ته پاملرنه وکړو . د12 عدد په دې ښه دی ، چې ويشل يې اسان دي :
12 : 2 = 6
12 : 4 = 3
12 : 6 = 2
 
او همدا راز بالعکس ضرب يې هم اسانه دی  .
  په نړيوال تجارت کې هم له ډېرې مودې  ((درجن )) دعملي اړتيا له مخې کارول کيږي  د بيلګې په توګه پنځه درجنه يا نيم درجن او داسې نور .
  درجن په اروپا کې هم کارول کيږي ، زياتره  د اوبو او نورو څښاک بوتلونه نيم درجن يا شپږ دانې په پاکټ کې بند وي او هګۍ هم يو درجن يا نيم درجن پاکټ کيږي .
  يو کال هم 12 مياشتې دی او په افغانستان غوندې هېواد کې يې څلورفصلونه له وختونو سره ښه په ميزان برابر شوي دي او هر فصل درې درې مياشتې لري .  همدا راز عيسويان د12 اپاستول ، چې عيسی (ع ) ته نږدې کسان وو عقيده هم لري . د اروپايي اتحاديې بېرغ هم دولس ستوري لري ، که څه هم اوس د دغه اتحاديې غړي تر دې زيات دي .
  خو د 13 عدد دا ځانګړتيا نه لري  ويشل يې ستونځې لري او ويلی شو ، چې اسان عدد نه دی . که چېرې  13 دانې چاکليت ولری او درې څلورو ماشومانو ته يې بايد وويشئ ، نو ددې لپاره چې جنجال رامنځته نشي ، غوره به دا وي ، چې يو چاکليټ خپلې خولې ته واچوئ.
داد 13 عدد په هکله دخرافاتي عقيدې د رامنځته کيدو ، يوه علمي توضيح کوونکې هڅه وه.
د13 عدد په هکله د داسې عقيدې د رامنځته کيدو لپاره ډېر نور ديني ﻻملونو هم ښودل کيږي، چې په  عيسوي او يهودي مذهب کې د ديارلس خبيثو ارواحوا خبره هم کيږي او همدا راز د ګناه فصل هم د دوی په ديني کتابونو کې په ديارلسم فصل کې پيل کيږي .
  ديادونې وړ ده ، چې  په داسې هېواد لکه مکسيکو کې بيا دغه شمېرې ته د نيکمرغۍ راوړنکې شمېرې په توګه کتل کيږي .
  په هر صورت 13 عدد ته د بدمرغۍ شمېرې په توګه کتل ، کوم علمي بنسټ نه لري او موږ نشو کولی د شمېرو له کتار نه يې حذف کړو بلکې د نورو اعدادو په توګه يو عدد دی .
  زموږ په ګران هېواد کې هم د پرو يا قطعو کولو پر مهال خلک هڅه کوي ، چې د 39 له  شمېرې ځان وژغوري ، چې د ابجد او هوز په حساب يې بده مانا ده . که څه هم ډېر خلک يې په مانا نه پوهيږي ، خو د ژغورلو هڅه يې کيږي .
  د يادونې وړ ده ، چې په دې وروستيو کلونو کې خو زموږ په هېواد کې ټولې شمېرې بدمرغه دي او هر نېټه ، چې  راوړي  د يو زيات شمېر بېګناه خلکو د وژنې او ځور نېټه وي .