
اتم ــ سیاسي او مدني جریانونه: په افغانستان کې د سیاسي جریانونو په راتګ سره وضعیت ډېر تغیر خوړلی. کله چې په افغانستانکې سیاسي ګوندونو او سیاسي خوځښتونو په فعالیت پیل وکړ، نو خوست روڼ اندو هم په چپي او ښي اړخو ډلو کې په فعالیت پیل کړی. د محمد ظاهر شاه د سلطنت پرمهال چې کله سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه، نو د خوست ډېرو خلکو د خلق ډیموکراټیک ګوند غړیتوب خپل کړ، ځینو بیا د پرچم، افغان ملت او نورو اسلامي تنظیمونو پلوي وکړه. خوستوال نه یوازې د سیاسي او مدني جریانونو څخه په شا نه شول بلکې د ډیرو د خپلې خوښې ډلو سره مزل وکړ، خو د خوست اکثریت د خلق ډیموکراټیک ګوند غړي وو. د جهاد په کلونو کې کله چې اسلامي تنظیونه رامنځته شول نو ډیرو د اسلامي حزب، ملي نجات جبهې، اسلامي اتحاد، ملي اسلامي محاذ..... تر چتر لاندې خپل سیاسي فعالیتونه ترسره کړي. د طالبانو اسلامي تحریک په منځته راتګ سره هم د خوست ډېر شمیر جد او بانفوذه شخصیتونه د اسلامي تحریک غړي پاتې شوي. اوس مهال په خوست کې ډېر شمیر مدني خوځښتونه او ټولنې شته او ترڅنګ یې د ډېرو سیاسي ګوندونو دفترونه فعالیت کوي، د خوست ځوانانو ټولنه، هېواد پال ځواک، ځوانانو خوځښت، د ځوانانو ملي جرګه، ببرک خان ټولنیز بنسټ، د خوست علمي ټولنه، افغان علمي ټولنه، ملي فکر تولنیز بنسټ، د منورینو ملي اسلامي شورا، د قومونو پیوستون شورا، د خوست سمون انجمن، د تجارانو صنفي اتادیه، د ډاکټرانو اتادیه.... او دې ته ورته نورو مدني خوځښټونو او قومي شوراګانو خپل مدني فعالیتونه ترسره کړي او اکثریت یې اوس هم فعال دي. پدې برسیره د افغان ملي غورځنګ، افغان ملت، ملي اسلامي محاذ، اسلامي حزب، افغان ولسي تحریک، سولې غورځنګ او نور ګڼ ګوندونه او سیاسي خوځښتونه شته چې په خوست کې خپل غړي او دفترونه لري.
څلورم څپرکی
اقتصادي وضعیت
پر سیاسي، نظامي، کلتوري او اکاډمیک لحاظ برسیره خوست په اقتصادي لحاظ هم د هیواد لپاره مهم ولایت دی. د خوست او خوستوالو اقتصادي وضعیت په تاریخي لحاظ سره متفاوت ګڼل کیږي؛ په لرغونو زمانو کې خوست یو غیر اقتصادي ځای شمیرل کیده او نظام ورته کومه ځانګړي پاملرنه نه کوله او پر خوستوالو ډیره اقتصادي تنګسیا راغلي وه. د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د خلکو اقتصادي حالت بیخي وران وو ، دا مهال چې نړۍ دویمې نړیوالې جګړې ځپلي وه نو که افغانستان ځان بې طرفه او ناپېیلی پرېښودلی وو ، خو تاثیراتو یې زمونږ په هیواد هم اغېزمن کړی وو، پدې اساس سره ټول هیواد د لوږې او فقر سره لاس او ګریوان وو. اما بیا هم باید یادونه وکړو چې نظام خوست ته پاملرنه نه کوله، د خوست د ځینو پخوانیو مشرانو له قوله چې پخوا خوست یو داسې ځای وو چې د نظام جزايي خلک به دغې ځای ته رالیږل کیدل او دلته به یا د مرګ کندې ته لویدل او یا به په لوی مصیبت ککړ کیدل او په ډیرې سختۍ سره به یې جزايي دوره تیروله، چې هدف یې د خوست ککړه هوا ګڼل کیده. د دې څخه داسې مالومیږي چې پخوانیو نظامونو خوست ته کومه توجه نه درلوده. د ظاهرشاه په څلویښت کلنه دوره کې د خلکو اقتصادي وضعیت بیخي وران وو او خلکو به د خواراک ډوډۍ په ډیرې سختۍ سره پیداکوله، او د پاکو اوبو سیستم خو ترننه په غرنیو او سحرايي سیمو کې ندی په پښو ودریدلی. زمونږ د مشرانو خبره ده چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د ډیرې لوږې سره د خوست ولسونه مخامخ شول اوخلکو د دولت څخه د غلې دانې غوښتنه وکړه او هغوی د کنټول په نوم یو ډول بد بویه او ډیر تریخ جوار راولیږل ، ترڅو خلک خپله ورځینۍ ګوزاره پرې وکړي. په هر صورت د خوست اقتصادي وضعیت ډیرې لوړې او ژورې تیرې کړي دي او خلکو خپل همت په هیڅ وخت کې د لاسه ندی ورکړی او د حلالې روزۍ د ګټلو په موخه بهرنیو هیوادونو د مزدورۍ لپاره تللي.
تر ظاهر شاه وړاندې د نادرخان، سقاو، امان الله خان ، امیر حبیب الله ، امیر عبدالرحمن خان او ترې لا پخوا هم د خلکو اقتصادي وضعیت د پوره ډاډ وړ نه وو او لکه څه ډول مو چې یادونه وکړو خلکو به په ډېرې سختۍ سره خپله نفقه برابروله او د خلکو اقتصادي منابع طبیعي ځنګلونه او کم شمیر اوبیزې ځکمې درلودې او د دولت مالیه هم ملا ماتوونکي وه چې خلکو نشوه پوره کولای. عام ولس د نظام د فیډالانو تر واک لاندې وو او ټول درانده او شقه کارونه به ورباندې کیدل؛ څرنګه مو چې یادونه وکړه چې خلکو ډیرې کمې اوبیزې ځمکې درلودې ، نو هغه مهال به اکثر ولس په غرنیو سیمو او هغو ځایونو کې چې د روانو اوبو په څنډو کې پراته وو اړول او ددې لارې به یې خپل اقتصادي وضعیت سمبالوه. د زورۍ او نفقې ګټلو په موخه خوستوالو له ډیرې لرغوني زمانې راهیسې نورو سیمو او بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کړي، خو د محمد داوود خان او تر هغې وروسته تر ننه پورې بیا خوست وال د تجارت او مزدورۍ لپاره د خلیج هیوادونو، ایران، اروپا، روسيي، امریکايي او یو شمیر نورو هیوادونوته تللي او هلته په کاروبار بوخت شوي او ددې لارې یې له یوې خوا خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي او له بلې خوا يې هیواد ته مادي پانګه راوړي ده. د خلق ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال ، او بیا تر هغې وروسته د مجاهدینو په دوران کې هم د خلکو اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ نه وو، ځکه جګړې په ټول هیواد سیوری غوړولی وو ، خوستوال هم د نورو هیوادوالو غوندې کډوالۍ ته اړ شوي وو او د خلکو په قول چې د مهاجرت په دوران کې خلکو ټول شته په کورونو کې پرې ښودل او یوازې په سر د کورونو څخه بهرته مهاجر شول او بیا هلته یې د نفقې ګټلو په موخه هلې ځلې پیل کړې، چې د مجاهدینو د اړدوړ دوره هم په همدې ډول درواخله. د طالبانو د اسلامي تحریک پرمهال که څه هم په خوست کې آمن وو ، او خلک په ښار کې په کاروبار بوخت وو او زیات شمیر د نور هیوادوال به د مزذورۍ په موخه خوست ته راتلل او خوست یو ښه اقتصادي او تجارتي مرکز ګڼل کیده، خو د ټول ولس په وضعیت کې پوره او ژور بدلون پېښ نه شو. ښه مو په یاد دي چې د طالبانو په پنځه کلنه دوره کې سخته وچکالي راغله، باران نه کیدو، اوبیزې ځمکې هم کمې وې، د بهرنیو هیوادونو سره هم تړون نه وو، د پاکستان څخه به چې اوړه ، غنم او نور خوراکي توکي راتلل قیمت یې د خلکو د توان څخه پورته وو، مزدوري کمه پیدا کیده او دا مهال ډیرو کورنیو په ورځو ورځو او شپو شپو نهر ناست دي او څه یې ندي خواړلي.
په هر حال راځو دې ته چې په خوست کې اقتصادي سرچینې کومې دي چې د خلکو اړتیاوې ورباندې پوره کیږي. محکې ددې موضوع څخه باید یادونه وکړو چې په خوست کې لومړۍ ځل کاروبار د هندوانو له خوا مروج شوی، د لکو په نوم یو مشهور هندو وو چې د تڼیو د دره ګي په کلي کې یې اړولي وو او دکانداري به یې کوله، خلکو ته به یې د اختر نکریزي ورکول، یوناني درمل به یې پلورل، همدا ډول د خوست په ډیرو سیمو کې هندوان د خلکو سره یو ځای اوسیدل او خدمات به یې وړاندې کول. د هندوانو په رابطه باید ووایو چې دوی ډیر پخوا د مختلفو لاملونو په وجه خوست ته راغلي وو، خو وروسته یې د خلکو په منځ کې کاروبار پیل کړ.
په اوس وخت کې د خلکو عمده اقتصادي سرچینې په لاندې ډول دي:
۱ــ تجارت
۲ــ په دولت کې دندې ترسره کول
۳ــ کرنه او مالداري
۴ــ په بهر کې مزدوري کول
اوس غواړو چې د اقتصادي منابعو او د اقتصاد اړوند مسائل په لنډ ډول تشریح کړو.