
ډاکتر هغه وخت ملامت دی او تيروتنه کوي، کله چې په لاندې حالاتو کې تاسو ته د ميکروبونو ضد درمل يا انټي بيوټيک درته لیکي:
۱) ھغه وخت چې ستا په وجود کشی کوم میکروبی رنځ وجود نلري ABSENCE OF BACTERIAL INFECTION .
۲) چې غلط میکروب وژونکي درمل لیکي WRONG ANTIBIOTIC .
۳) چې نامناسب ډبلې یا مقدار ېی لیکي WRONG DOSE .
۴) چې تر ضرورت څخه د زیاتې مودی لپاره ېی درته لیکي.
۵) چې ډیر قوی میکروب وژونکې درمل درته لیکي، حال د ا چې لیږ قوی میکروب وژونکی درمل به ھم عین گټه رسولای شوای .
۶) چې ډیر گرانه ( قیمتی ) میکروب وژونکی درمل درته لیکی حال دا چې پدی خبر دی چې په بازار کشی ارزان او برابر میکروب وژونکی درمل شته.
ایا ته رنځور د میکروب وژونکو درملو په خوړلو کشی کله په خطا روان ېی؟
۱) چې ډاکټر ېی لازم نه گڼی او ته اصرار کړی .
۲) چې ته ېی پرته له نسخي رانیسی.
۳) چې پرته له رسیدہ (بیل) میکروب وژونکې درمل له درملتونه را نیسی .
۴) کله چې د تکلیف لیږ رفع شې نو د میکروب وژونکی درمل خوړل ناڅاپه بند کړی او د تعین شوی مودی په مخه ېی و نه کاروی .
۵) چې په دوران د رنځ کشی په خپله خوښه میکروب وژونکی درمل بدلوی- ډاکټر خبر ھم نه وی .
۶) چې عوارض جانبی یا حساسیت درته پیدا شی او ډاکټر ته خبر نه ورکوی .
لھذا میکروب وژونکي درمل ډیر خطرناک او بد اثرونه لري ھمیشه ېی په خوړلو او استعمال کشی زیرک اوسه .
ډاکټر نجیب خټې