هوانګ شیه تسای؛ د جایدادونو مخکښ کاروباري


چینایی « هوانګ شیه تسای» د هغو میلیاردرانو له ډلې دی چې خپل شخصي ژوند او د کاروبار د پيل بڼه یې د رسنیو له سترګو پټ ساتلي دي.
هوانګ شیه تسای د ۱۹۵۱ زېږدیز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د چین په شېنژن ولایت کې زېږېدلی دی. د نوموړي د ماشومتوب، زده کړو او والدینو په اړه معلومات رسنیو ته نه دي ترلاسه کړي.
هوانګ په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې د « ګریټ چینا انټرنېشنل» په نوم د پانګونې یو بنسټ جوړ کړ. د رامنځته کېدو له وخت تر اوسه کمپنۍ په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او ورځ تر بلې یې فعالیتونه بېلابېلو برخو ته غځېږي.
په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې یې د خپل ولایت شېنژن په بېلابېلو کلیوالي سیمو کې سترې استوګنیزې پروژې پلې کړې.
د « سکسېس سټوري» په نوم په یوه وېبپاڼه کې د هوانګ د ژوند په اړه په خپاره شوي مطلب کې ویل شوي چې د شېنژن دغه استوګنیزې پروژې تر ډېره د رفا لپاره وې، د دې پر ځای چې یوه ګټوره پانګونه وي، ځکه کورونه یې پر بېوزلو خلکو په ټیټه بیه وپلورل.
دې وېبپاڼه ویلي چې هوانګ د شېنژن په کلیوالي سیمو کې د استوګنیزو پروژو له مخکښانو دی. د سرچینې په وینا نوموړی د دې سیمې له هغو اوسېدونکو چې ځمکې لري؛ خو کور نه لري، ځمکې د کورونو په بدل کې په نسبتا ټیټ قیمت اخلي او په دې توګه دی د ځمکې او د کلیوالي سیمو خلک د دایمي کورونو خاوندان کېږي.
پر دې مفکوره ولاړه لومړۍ پروژه یې د لانګژو ګارډن پروژه وه او وروسته یې په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلې کړې. د نوموړي استوګنیزې پروژې یوه بله ځانګړنه هم لري، هغه دا چې د دې پروژو په کورونو کې اوسېدونکو کسانو ته هوټل ته ورته خدمات هم وړاندې کېږي او پروژې یې د همدې ځانګړنې له کبله مشهورې دي.
هوانګ د ګریټ چینا انټرنشنل له لارې د هانګ کانګ په زړه کې د مشهور سوداګریز مرکز« انټرنشنل فایننس سنټر» او د شېنژن په مرکز کې د هېلټون په نوم د هوټل خاوند دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر د ۱۷ مې نېټې د شمېرو له مخې دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام، په هانګ کانګ کې ۲۲ ام او په چین کې ۶۲ ام ځای لري.
واده یې کړی، یو زوی او یوه لور لري او دواړه د خپل پلار په کمپنۍ کې کار کوي.
سرچينه: هميانۍ