پلاوي ټاكونكى ولسشمر

زموږ ولسمشر، په پېښو خواشيني څرګندوي، پلاوي ټاكي، خونړۍ پېښې غندي او بس
حبيب وقار
د كندوز د خونړۍ پېښې په اړه د ملي امنيت چارواکو افغاني رسنيو اريانا ټلويزيون، پژواك، بي بي سي او نورو ته وويل، چې د جمعې د شپې په بمبارۍ کې ټول وژل شوي کسان وسله وال طالبان وو. دا په داسې حال کې ده چې ناټو او د کندز چارواکي وايي چې د وژل شوو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.
خو د پېښې د څېړلو لپاره ولسمشر كرزي پلاوى ټاكلى ترڅو څرګنده كړي چې په نوموړې پېښه كې ملكيان هم وژل شوي او كه نه؟ ولسمشر صاحب تاسې خو د شينډنډ د عزيز آباد خونړۍ پېښې، د كندهار د شاه وليكوټ خونړۍ پېښې، د ننګرهار د هسكې مېنې، د فراه خونړۍ پېښې او همدارنګه په لسګونو نورو پېښو ته هم پلاوي ټاكلي و. خو زما پوښتنه دا ده چې له دومره پلاوو سره سره هم كومه پېښه په سم او حقيقي ډول وڅېړل شوه. آيا دا اوسنى د كندوز پلاى به هم د هغه نورو پلاوو په شان بې پايلې بېرته رانه شي؟  آيا ته دې د پلاوو د څېړنو او د دوى د كار د پايلو په اړه كوم ګام اخلې؟ او كه يوازې دوى سفر كوي په ولايت كې هغه كسان ګوري چې د ملكي كسانو د مړينې په اړه ناسم راپور وركړي، او بېرته تا ته راځي.
ولسمشره كېداى شي دا پلاوى دې هم د درې كاله په خوا د ارزګان، مهرآباد د سيمې د بمبار د پلاوي په ډول بې پايلې راشي، ځكه هغه پلاوى چې كله ترينكوټ ته ورسېد هلته يې يوازې د ولايتي ادارو رييسان راټول كړل او له هغوى يې وپوښتل چې پېښه په څه ډول وه، او په ريښتيا سره هم په ملكي كسانو بمباري شوې او كه نه؟ په داسې حال كې د بمبار شوې سيمې په سلګونه تنه د ولايت دروازې ته د دې لپاره راټول شوي و، چې له پلاوي سره وګوري او د پېښې اصلي حال ورته ووايي خو هغوى ولايت ته له تلو منعه شول او له پلاوي سره د ليدو اجازه ورنكړل شوه.
 نو ولسمشره اوس څه فكر كوې، چې پلاوى به دې د چاردې ولسوالۍ ته لاړ شي او نژدې به له غمجنو كسانو سره وويني او كه به د مهرآباد په ډول يوازې د ولايتي ادارو له رييسانو سره وګوري.
د كندوز چارواکي وايي چې په دې چاودنه كې شاوخوا نوي طالبان او ولسي وګړي وژل شوي او13 تنه نور ټپيان دي.
د کندوز والي انجنير عمر ويس په وينا د قاري عبدالرحمن په نوم د طالب قوماندان ډلې د کابل – کندوز له لويې لارې څخه دوه ټانکرونه ګرزولي و او له سړک لرې يې د سېند په غاړه غوښتل تېل ووېشي چې چاودنه شوې ده.
هغه وويل له چاودنې وروسته پټرولو اور اخيستی او خلک يې سوزولي چې90 تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي چې په دواړو کې ولسي وګړي هم شته.
له بلې خوا د ناټو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي چې دوی د طالبانو په يوه ډله بمبار کړی او زيات شمېر طالبان يې وژلي دي.
ناټو ځواكونو خو د شينډنډ وژل شوي هم طالبان بلل، هغوى خو په نورو ډېرو خونړيو بمباريو كې وژل شوي ملكيان طالبان بللي خو له هغوى څخه خو ګيله نشته ځكه چې هغوى خو هسې هم زموږ د وژلو لپاره راغلي دي په هغوى كې خو هسې هم اسلامي صله رحمي او زړه سوى نه شته، ګيله بايد له افغان چارواكو څخه وشي ځكه چې د ملي امينت ادارې په پېښه كې وژل شوي ټول طالبان بللي.
همدارنګه د ناټو په خپله وينا پاڼه كې ويلي چې كېداى شي د كندوز په دې بمبار كې ملكيانو ته هم زيان اوښتى وي خو دوى به په دې اړه پلټنې وكړي. آيا د دوى پلټنې به كوم درد دوا كړي د دوى پلټنې به د ملكي خلكو لپاره ګټه وكړي؟ خو اوس ټولو ته مالومه ده چې د پلاوي ټاكل، د كميسيون جوړول، د پلټنو او څېړنو امر وركول دا ټول هسې تش په نامه او ننداره ييزې ډرامې دي او بس.
 د دولت مخالفو وسله والو طالبانو هم په پېښه كې وژل شوي ټول ملكي وګړي بللي، دوى وايي چې په پېښه كې د دوى يو كس ملګرى هم نه دى وژل شوى.
له بلې خوا د سيمې خلكو هم په ډاګه كړې چې په پېښه كې تر دوه سوه ډېر وګړي وژل شوي، چې تر اوسه پورې ډېرو كورنيو خپل مړي نه دي ترلاسه كړي. د سيمې خلك وايي كله چې طالبانو د تېلو ټانكرونه راوستل موږ ته يې وويل چې وړيا تېل يوسو، كسان د تېلو په اخيستو بوخت و، چې د هوا له لارې پرې ړندو الوتكو بمباري پيل كړه.
 زموږ په خوار ولس هره ورځ بمبارۍ، مړينې، وژنې، چاودنې آخېر ترڅو، او زموږ ولسمشر هم نر غوندې خپله خواشيني پرې څرګندوي، يوه پېښه يې هم پرته له خواشيني څرګندولو نه ده پرې اېښې. اوس چې د كندوز خونړۍ پېښه شوې هم ولسمشر كرزي پرې خپله خوشيني او د دوى كورنيو ته يې د صبر جميل غوښتنه هم كړې.
د ولسمشر له خوا د پېښې د څېړلو په منظور په نوموړي پلاوي كې د کورنيو چارو وزارت، ملي امنيت رياست، د سيمه ييزو ارګانونو او د چارو د ادارې د استازو په ګډون، يو شمېر كسان ګډون لري.
د پژواك آژانس په حواله، ولسمشرکرزي په دې پېښه کې د هېوادوالو په وژل کېدو خواشينې ښودلې او هر هغه عمل يې، چې په کې ملکي وګړي وژل کېږي له زغم څخه پورته بللى.مګر د ولسمشر كرزي زغم خو څو ځله پاى ته ورسېد او د هرې پېښې په سړېدو سره يې بيا هغه تېرې خبرې هېرې شوي. بيا چې كله نوې پېښه كېږي بيا يې غندي او بيا پرې خواشيني ښيي او بيا وايي چې د ملكي كسانو مړينه ماته له زغم څخه وتلې خبره ده.
له بلې خوا سپېنې ماڼۍ چې د دې پېښې اصلي عاملين دي، هم په دې پېښه خپله خواشينې څرګنده كړې، دوى د پېښو په هغو خبرونو خواشيني څرګنده كړې چپ ګواكي په پېښه كې ملكي كسان ژوبل شوي دي. وايي هم مې كور ړنګوې او هم راته ژاړې، دا څه ډول امكان لري چې هم پرې بمونه اوروي او هم پرې خواشيني څرګندوي.
 له خبرونو څرګنده شوې چې بمباري كړونكې الوتكه امريكايي جنګي الوتكه وه، چې په كندوز كې يې د جرمني ځواكونو په قومانده په ټانكرونو باندې بمونه و اورول او شاوخوا نوي كسان يې شهيدان كړل.
 سپيڼې ماڼۍ دا هم ويلي چې په داسې پېښو كې خامخا ملكي كسان وژل كېږي او موږ د پخوا په شان پرې خواشيني څرګندوو. او د سپينې ماڼۍ وياند ګېبس همداراز ويلي چې د دې پېښې په اړه به تحقيقات ترسره كړي.
خو د ناټو ځواكونو له تحقيقاتو وروسته په ډاګه كړه چې د كندز په خونړۍ پېښه كې ډېرى وژل شوي او ټپيان ملكي خلك دي.
كه چېرې د افغانستان د امنيت رياست اوس هم دا نه مني چې دا ملكي كسان نه دي نو د كندز دوه سوه بستره روغتون ته دې ورشي او د ټپيانو حالت دې وګوري چې اوس هم په نوموړي روغتون كې تر درملنې لاندې دي. او د هغو كورنيو احوال دې واخلي چې تر اوسه يې هم خپل مړي د تېلو په اور كې نه دي پيداكړي. نو ولسمشره خپل پلاوي ټاكه نور خو دې هسې هم څه په وس كې نشته.