
«ولفګنګ مارګورې» په ۱۹۴۱ زېږدیز کال په جرمني کې زېږېدلی دی. د ماشومتوب دوره او لومړنۍ زده کړې یې په « هيډلبرګ» کې کړې دي. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د هیډلبرګ په پوهنتون کې سیاست او اقتصاد لوستی.
ماسټري یې په سوداګریزه اداره کې کړې ده. په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته یې په کوپنهاګن کې د « پارما پلس» په نوم له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ.
په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د « رېولن» په نوم د روغتیايي خدماتو د یوې کمپنۍ اجرایوي مرستیال شو. مارګورې تر ۱۹۸۳ زېږدیز کال پورې دې دندې ته دوام ورکړ؛ خو په همدغه کال د خپلې دندې له پرېښوودو وروسته یې د « اوکټافارما» په نوم کمپنۍ جوړه کړه.
اوکټافارما اوس مهال پر یوه ستره کمپنۍ بدله شوې چې تولیدات یې د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې پلورل کېږي.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې اوکټافارما په نړۍ کې د انساني پروټینو د تولید تر ټولو ستره خصوصي کمپنۍ بلل شوې ده.
فوربس مجلې بیا اوکټافارما د وینې د پلازما د اړوندو تولیداتو په برخه کې په نړۍ کې لومړنۍ کمپنۍ بللې ده. مجله وايي کمپنۍ له انساني پروټینو د مشتق شویو درملو د تولیداتو په برخه کې دا کمپنۍ ډېره مشهور ده.
کمپنۍ چې مرکز یې د سویس په « لاچین» ښار کې دی، په پنځو هېوادونو کې فابریکې لري او شاوخوا ۵۵۰۰ کسان کار ورسره کوي.
د کمپنۍ عواید په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د ۲۶ سلنې په زیاتوالي سره ۱،۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلي وو.
د کمپنۍ ۱۰۰ سلنه ونډې د ولفګنګ په نوم دي.
په فوربس مجله کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې اوکټافارما د « یو ژوند وژغورئ» په نوم د یوه غیر انتفاعي نړیوال بنسټ تر ټولو ستر مالي ملاتړې ده. دغه بنسټ له ماشومانو او سپینږیرو سره د وینې د اختلال په برخه کې مرسته کوي. ولفګنګ له دغه بنسټ سره پر مرستې سربېره یوازې د هېډلبرګ د تیاتر پر رغولو ۱۷،۵ میلیونه ډالر لګولي دي.
د نوموړي دوه زامن هم له ده سره په کمپنۍ کې کار کوي. فردریک یې د «اوکټافارما پلازما اېنک» مشر دی.
د « ټوبایس» په نوم بل زوی یې د «اوکټافارما نودریک اې بي» مشر دی چې اټکل کېږي تر ۲۰۱۷ زېږدیز کال پورې به یې د پلور کچه ۲،۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر د ۲۰ مې نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په جرمني کې ۵۰ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د جرمني په هیډلبرګ کې ژوند وي.
سرچينه: هميانۍ