
۲. دوی ډېرې پوښتنې کوي
یوه تر ټولو غوره لاره چې معلومه کړی ستاسې مقابل اړخ څه احساس لري پوښتنې دي. پوښتنې وکړئ. هغه کسان چې عاطفي هوښ یې پياوړی دی، له هغو کسانو چې خبرې ورسره کوي، یو شمېر پوښتنې کوي او په دې ډول مقابل اړخ د ارامۍ احساس کوي، چې پایله یې طبعا د خبرو پرانیسته او د ډېرو معلوماتو شریکول دي.
د بېلګې په توګه لاندې ډیالوګ ته ځير شئ:
لومړی کس: هې کارونه دې څنګه دي؟
دویم کس: ډېره ښه روان دي. د پرزېنټشن پر پای ته رسولو بوخت یم وړاندې له دې چې کنفرانس ته یې وړاندې کړم.
لومړی کس: کنفرانس هم په نږدې ورځو کې دی که نه؟ تاسې په ګروپونو سره وېشل شوي یی؟
دویم کس: ښه دا نو به سخته وي چې د ټیم ټول غړي د کنفرانس په خونه کې پر یوه وخت راټول شو، هر یو به خپل کار پر خپل وخت ترسره کړي؛ خو انسجام به وي.
لومړی کس: دا خو ستونزمنه ښکاري. دا ټول کارونه به ترسره شي؟
دویم کس: هو حتما؛ خو زده کړه یې لږ وخت غواړي.
کله چې له خپل همکار څخه پوښتنې کوی، حیران به شی چې څومره ژر هغه له تاسې سره خپل اخلاص ښيي.
۳. غبرګون ښيي
د لوړ عاطفي هوښ لرونکي دا درک او تحلیلولی شي چې په ماضي کې احساس او عمل له دوی سره مرسته کوي چې په راتلونکي کې ډېر باخبره او اګاه و اوسي.
د بېلګې په توګه کله چې د شپې په بد موډ کې د خوب خونې ته ځي، په چټکۍ خپله ورځ له ذهن څخه نه وباسي، بلکې یو څو شېبې وخت دې ته ځانګړی کوي چې څه شي خسته کړی او ولې؟
د دغه عادت د خپلولو لپاره په ورځ کې له دریو تر پنځو ځلو « خپل موډ» چک کړی او تر ټولو غوره احساس مشخص کړی او بیا پر دې فکر وکړی چې کومو عواملو مرسته ورسره کړې ده.
یو وخت به تاسې داسې بېلګې وګورئ:« له الکس سره خبرې مې فکر ته اړباسي»، « تر غرمې وړاندې د یوې مقالې لیکل د دې سبب کېږي چې ټوله ورځ ډېر تمرکز وکړم.» او دې ته ورته نورې بېلګې. وروسته به نو ددې جوګه شی چې خپل ژوند په همدې بڼه جوړ کړی.
۴. دوی زړه سوی لري
د لوړ عاطفي هوښ لرونکي کسان په دوامداره توګه ځانونه د نورو په حالت کې احساسوي. په دې ډول دوی ته اسانه کېږي چې پوه شي یو همکار یې ولې دغه کارونه کوي او تر هغه وروسته د خپل همکار کار ته مناسب ځواب ورکوي.
فکر وکړی چې مدیره ستاسې اوطاق ته داخلېږي او سمدستي د هغې پروژې له کبله چې پرون یې تاسې ته سپارلې، پر تاسې نیوکې پیلوي.
تاسې به :
۱. په چټکۍ دفاعي حالت خپلوئ؟
۲. که ځان ته ور په یادوی چې تاسې یو مهم کارکوونکی یی او مدیره مو د ورباندې بوج شوي کار د ترسره کولو لپاره چې دا یې لېونۍ کړې، یوه بل کس ته اړتیا لري؟
دویم غبرګون ډېر ښه دی او تاسې باید خپله ارامي حفظ کړی.
سرچينه:هميانۍ