د طالبانو لخوا د کندوز د پيښې د وژل شويو کسانو د لست خپريدل.

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
طالبانو خبري رسنيو ته يو لست لېږلى، چې په کې د هغو کسانو نومونه، د پلار نومونه، دندې او عمرونه په گوته شوي د طالبانو په لست کې د ٧٩ وگړو نومونه خپاره کړي، چې په کې ٢٥ داسې ماشومان ليدل کيږي، چې عمرونه يې له ٨ او ١٧ کلونو ترمنځ دي، ٢٨ کرونده گر دي، ٢٠ يې د ښوونځيو زده کوونکي دي ٧ يې موټر چلوونکي او پاتې نور يې عام وگړي دي که څه هم د طالبانو په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې د قربانيانو دغه شمېره کره نه ده د کندوز ولايت د چاردرې ولسوال عبدالواحد عمر خېل څرگنده کړې، چې دوى هم يو لست په جوړولو بوخت دي او په دې اړه خبرې پيل کړي دي او د يو شمېر سيمه ييزو مشرانوسره مشورې کوي د بشري حقوقو سازمان هم غواړي، چې په دې اړه پلټنې وکړي او د قربانيانو لستونه برابر کړي دغه لستونه، چې برابر شي نو ولس ته به يواځې دومره گټه وکړي، چې قربانيان به څرگند شي ولس سره به دا پوښتنه وي، چې هغې چاته به قانوني سزا ورکړى شي، چا چې دغه ولسي وگړي په بې گناه توگه په شهادت رسولي آيا عاملين به يې محاکمه شي که څه هم طالبانو د بشري حقوقو او نړيوالو ټولنو نه غوښتنه کړې، چې د کندوز د پېښې عاملين دې محاکمه شي ددې پېښې څخه وړاندې هم څو ځله د ناټو ځواکونو په ولسي وگړو په دې پلمه بريدونه کړي، چې طالبانو او نورو مخالفينو د ولسي خلکو د سيمو په دې بريدونه  وکړل او همهغه ځاى په نخښه کړي خو وروسته ثابته شي، چې سرف افغان ولسي وگړي وژلي د نړۍ له ټولو قانوني ادارو څخه غوښتنه کيږي، چې په افغانستان  کې د ملکي وگړو وژونکي دې محاکمه شي هغه که په هر لورې پورې تړاو لري که څه هم په څرگنده توگه ائتلافي ځواکونو ته گوته نيول کيږي، چې په غلطو معلوماتو په ملکي وگړو بريدونه کوي او، چې وروسته بيا پرې ظاهري پښيماني څرگندوي او يا بخښنه غواړي، چې هيڅ گټه نه لري اويا ورسره مالي مرسته کوي. او ولسمشر کرزى هم ورته کارونه کوي.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com