په کاري چاپیریال کې د ټولو د خوښې وړ کسانو څلور ځانګړنې

 
لومړۍ برخه
حدس ووهی چې ۴۱ سلنه د استخدام مدیران به کوم صف ته تر «آی کیو» هم ډېر ارزښت ورکړي؟
دغه صفت له « عاطفي هوښ» یا « Emotional intelligence» پرته بل شی نه شي کېدای. دا کلمه د ۲۰۱۵ کال له یوه ډېرو تکرارېدونکو کلمو څخه وه چې ښايي تاسې هم په ځلونو اورېدلي وي؛ خو تاسې په رښتیا هم د دې کلمې په معنا پوهېږئ؟
کله چې د عاطفي هوښ لوړه درجه ولری، خپل او د نورو احساسات تشخیص او تنظیمولی شی. ښه اوس به نو کوم مدیر د استخدام پر مهال دې ځانګړنې ارزښت ته ور نه کړي.
دا ځانګړنه یوازې د کار موندنې پر مهال نه بلکې په کاري چاپیریال کې د کار پر مهال هم د اهمیت وړ ده.
تاسې د خپلې بریا ۵۸ سلنه یې دې ځانګړنې ته نسبت ورکولی شی.
که غواړی چې د خپلې دې ځانګړنې اندازه ځان ته معلومه کړی او یا هم د دې ځانګړنې د پياوړتیا د لارو په لټه کې یی، د عاطفي هوښ د لرونکو کسانو څلور ځانګړنې ولولئ.
۱. وفقه کوي
د لوړ عاطفي هوښ لرونکي کسان د لوړې انرژۍ د لرولو او یا هم د خستګۍ پر مهال خپلو همکارانو ته له وقفې وړاندې ځواب نه ورکوي.
دا لنډه دمه دوی ته فرصت برابروي چې تشخیص کړي خبره څه ده او د داسې خبرې له کولو یې ساتي چې د ده پر زیان وي.
دغه ډول کسان په دې لنډه وفقه کې لاندې شیان تشخیصوي:
- مقابل اړخ په کوم موډ کې دی؟ مقابل اړخ خو به د غوسې، خفګان، اضطراب په حال کې نه وي؟
- زه په کوم موډ کې یم؟
- څه کولی شم چې دواړه ښه احساس ولرو؟
- که کوم کار نه شم ترسره کولی، څنګه داسې خبره کولی شم چې د مقابل اړخ د ارامۍ لامل شي؟
دا وقفه به له تاسې سره مرسته وکړي چې مناسب غبرګون وښيئ، د دې پر ځای چې داسې خبره وکړی چې بیا وروسته د بښنې غوښتلو ته اړ شی.
نور بیا....
سرچينه: هميانۍ