
لومړۍ برخه
د روان کال د ډسمبر په دیارلسمه نېټه له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د طبیعي ګازو د نللیکې د جوړیدو کار رسماً او عملاً د یادو څلورو هیوادونو د مشرانو لخوا پرانیستل شو. په پلان کې ده چې دا لویه پروژه به د ۲۰۱۸ کال تر پایه ګټې اخیستنې ته چمتو شي. دا چې ټاپي څه ډول پروژه ده، څه مخینه لري، هېواد، سیمې او نړۍ په سطحه به څه اقتصادي او سیاسي بدلونونه را منځته کړي او د څه ډول احتمالي ستونزو او ننګونو سره به مخ شي، لاندې لیکنه کې پرې اجمالي رڼا اچول شوې.
ټاپي څه ډول پروژه ده:
ټاپي د نللیکې په واسطه له ترکمنستانه، د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د طبیعي ګازو د لېږد پروژه ده چې ټولټال څه د پاسه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۰ کیلومتره به یې د افغانستان له خاورې تیریږي. دا د ۵۶ انچه په پنډوالي نللیکه به د ترکمنستان د (Galkynysh) له سیمې چې د یاد هېواد د ګازو تر ټولو غني زېرمې په کې پرتې دي پیل، په افغانستان کې د هرات کندهار د لویې لارې پر اوږدو د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې او په پاکستان کې د کوټې او ملتان له لارې د هند د فضیلکا (Fazilka) په سرحدي ښار کې ختمیږي. په نړۍ کې د طبیعي ګازو نللیکې معمولاً د ځمکې پر سر تیریږي، خو په افغانستان کې ښايي د خوندیتوب په موخه تر ځمکې لاندې تېرې یا خښې شي.
د دې نللیکې د جوړولو ټولټال مصارف تر لس میلیارده ډالره پورې اټکل شوي چې تر ۲۰۲۰کال پروې به بشپړه شي. د آسیا پرمختیايي بانک (Asian Development Bank) د دې لوېې پروژې مقدماتي کارونه، سروې ګانې او تخنیکي مشورتي چارې پر مخ بیايي. د دې نللیکې له لارې به په کال کې تر ۳۳ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز لیږدول کیږي چې د اړتیا په صورت کې ښايي دا اندازه لوړه شي.
مخینه:
د لومړي ځل لپاره له مرکزي آسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې د جوړولو فکر په ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد سره پیدا شو، خو په افغانستان کې د دوی ښکېلېدل او ماتې خوړل دا کار ناشونی کړ.
وروسته له هغې، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د ګازو د لیږد د نل لیکې لومړنۍ تفاهمنامه د ۱۹۹۵ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان او ترکمنستان د وخت د حکومتونو لخوا لاسلیک شوه چې وروسته بیا د طالبانو د وخت د حکومت لخوا د افغانستان له لارې د نللیکې د خوندیتوب او ترانزیت موافقه هم لاسلیک شوه.
په هغې وخت کې هند د دې پروژې برخه نه و او دا پروژه د « ټاپ» ترکمنستان، افغانستان او پاکستان په نامه یادېده او په پام کې وه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د پاکستان ملتان ښار ته ولیږدول شي.
په لومړي سر کې د دې پروژې طرح او تطبیق ته د برایډس (Bridas) په نامه یوې ارجنټایني کمپنۍ لېوالتیا درلودله او په دې برخه کې ېې خپلې طرحې او وړاندیزونه هم د ترکمنستان جمهور رئیس صفر مراد نیازوف سره شریک کړي وو، خو وروسته بیا ترکمنستان د دې پروژې د طرحې او تطبیق قرارداد د یونوکال (Unocal) او دلتا اویل (Delta Oil) چې په ترتیب سره امریکايي او سعودي کمپنۍ دي، لاسلیک کړ. د دې پروژې مقدماتي کارونه او بحثونه لا روان وو چې په ۱۹۹۸ کال کې په نیروبي او دارالسلام (کنیا او تانزانیا) کې د امریکا پر سفارتونو مرګوني بریدونه وشول او د امریکا لخوا القاعده د دې بریدونو په کولو پړه وبلل شوه. څرنګه چې په هغې وخت کې القاعدې په افغانستان کې د طالبانو له نظام سره نژدې اړیکې لرلې او دې پېښو د امریکا او طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې زیانمنې او یاد شرکتونه اړ شول چې د دې پروژې له پلي کولو لاس پر سر شي.
د ۲۰۰۱ کال په پای کې په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره د دې پروژې بحثونه یو ځل بیا تاوده شول. د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر په میاشت کې د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان مشرانو په دې اړه ناسته وکړه او د یادو هیوادونو د اړونده سکتورونو د وزیرانو په مشرۍ یې کاري کمېټه وټاکله تر څو د یادې پروژې تخنیکي کارونه تعقیب او مخکې بوځي. کاري کمېټې د پروژې د مالي او تخنیکي ملاتړ لپاره د آسیا پرمختیايي بانک (ADB) څخه غوښتنه وکړه او یاد بانک هم دا غوښتنه ومنله او خپله طرحه یې په ۲۰۰۵ کال کې یادې کمېټې ته وړاندې کړه.
د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په میاشت کې هند هم رسما د دې پروژې څلورم مهم شریک شو، او د TAP پروژه رسما د TAPI ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په نوم ونومول شوه. له دې وروسته د دې کمېټې مهم بحثونه تر ډېره په څلورو موضوعاتو څرخیدل:
۱- د ترکمنستان لخوا د ګازو د کافي زېرمو تصدیق او ډاډ،
۲- د افغانستان او پاکستان له لارې د ګاز د ترانزیت یا لېږد بیه،
۳- په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د نللیکې خوندیتوب،
۴- د پروژې د تطبیق لپاره مالي سرچینې.
له ډېرو ناستو او بحثونو وروسته، د نللیکې د خوندیتوب او د پروژي د تطبیق لپاره د مالي سرچینو په برخه کې د ځینو اندېښنو د شتون سره سره، په یادوو موضوعاتو اړونده حکومتونه سره سلا، او د روان کال د ډسمبر په دیارلسمه د څلورو یادو هېوادونو د مشرانو لخوا د پروژې کار رسماً او عملاً پیل شو.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ