
امریکايي « جیمي هسلم» ته کاروبار له خپل پلاره پاتې دی.
پلار یې « جېمز هسلم» په ۱۹۵۸ زېږدیز کال کې د ویرجنیا ایالت په کېټ سیټي کې د تېلو یو پمپ سټېشن وپېره. د جېمز کاروبار په خورا چټکۍ پراختیا موندله تر دې چې تر ۱۹۶۶ زېږدیز کال پورې یې د سټېشنونو شمېر ۱۲ ته ورسېد او د تېلو د کلنۍ پلور کچه یې هم ۵ میلونه ګیلنو ته ورسېده.
د پمپ سټېشن له بریالي کاره په ترلاسه کړو پیسو جېمز خپل فعالیتونه پر لویو لارو د باوړونکو موټر لپاره د « تسهیلاتي هټیو» ته وغځول. لومړنۍ دغه ډول هټۍ یې په ۱۹۷۶ زېږدیز کال کې پرانیستله.
په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې یې لومړنی د سفر مرکز یا « ټراول سنټر» جوړ کړ. په ۱۹۸۸ کال کې یې پر ویرجنیا سربېره د امریکا د متحده ایالاتو نورو برخو ته هم خپل فعالیتونه وغځول.
د تېلو له یوه پمپ څخه پيل شوی کاروبار اوسمهال پر یوه ستر کارپورشن بدل شوی چې له برکت یې جیمي هسلم میلیاردر دی.
نوموړی د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د مارچ په ۱۹ مه نېټه زېږېدلی دی.
په ۱۹۷۶ کال کې له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شو. یوازې دری کاله وروسته د کمپنۍ مرستیال وټاکل شو. په دغه وخت کې د پيلوټ په نوم د دوی د کارپورشن د تسهیلاتي هټیو شمېر ۱۰۰ ته او د تېلو د پلور کچه یې ۱۲۵ میلیونه ګیلنو ته رسېدلی وه.
جیمي په ۱۹۹۶ کال کې د کمپنۍ د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو. له هغه وخته تر ننه کمپنۍ د پراختیا په حال کې ده، خو تېر کال د امریکا د عدلیې وزارت د۹۰ میلیونه ډالرو د درغلۍ یوه قضیه په کې ومونده.
سره له دې چې د تېلو بیې په تېر کال کې په بې ساري ډول رالوېدلې دي، خو د پیلوټ کارپورشن عواید ۲۵ سلنه زیات شوي دي.
د عوایدو دغه زیاتوالی د کمپنۍ لپاره له دې کبله ښه خبر دی چې شهرت ته یې تر فدرالي څېړنو وروسته ډېر زیان اوښتی و. قضايي ادارو په دې اړه څېړنه وکړه چې پیلوټ کارپورشن خپلو مشتریانو ته د ستر تخفیف ژمنه ورکړې وه؛ خو تخفیف یې نه دی ورکړی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر د ۱۹ مې نېټې د شمېرو له مخې د جیمي هسلم پانګه دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۳۶ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د تنسي ایالت په ناکسوېل کې ژوند کوي.
سرچينه: همیانۍ