
یو عالم وايي که له ناکامیو درس واخلو، بریاوې یې شمېرلی شو. د ډېری بریالیو کسانو د ژوند تر مطالعې وروسته سړی دې پایلې ته رسېږي چې ناکامي په یو ډول د بریا پر لور د زینو رول ترسره کوي. البته د هغو کسانو لپاره چې ناکامي د ژوند پای نه ګڼي او له هر ځل لوېدو وروسته تر پخوا په قوت پورته کېږي او حرکت کوي.
برېټانوی « پيټر هارګریوس» له دندې وشړل شو؛ خو همدې شړلو د نوموړي ژوند بدل کړ.
پیټر د ۱۹۶۴ زېږیز کال د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه په برېټانیا کې زېږېدلی دی. د سواد تر زدکړو وروسته یې د محاسبې په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. لومړنۍ دنده یې د کمپیوټرو د پلورونکي په توګه کار و. په دې معنا چې سوداګري یې نه کوله، بلکې د بل چا لپاره یې په معاش کار کاوه.
اکونټېنګ یې چې زده کړ په همدې برخه کې یې دنده واخیسته؛ خو له دې کبله چې مینه یې ورسره نه درلوده، له دندې وشړل شو.
پیټر وايي له دندې شړل تر ټولو غوره پېښه وه چې د ده په ژوند کې رامنځته شوه.
پیټر د دې پر ځای چې ناکامي او له دندې شړل یې زړه مات کړي، نور هم پیاوړی شو.
له یوه بل کس سره په ګډه یې د خپل خوب په کوټه کې د « Hargreaves Lansdown» په نوم د مالي خدماتو کاروبار پیل کړ.
د خپلو هڅو او سپما پر مټ له همدغه کوچني کاروباره نوموړی اوس میلیاردر دی. پیټر د خپلې بریا یو راز سپما ګڼي. دی وايي د سپما عادت یې له پلاره په میراث ورپاتې دی.
له ګارډین ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې پیټر ویلي، چې پلار یې یوه کوچنۍ نانوايي درلوده او هېڅکله یې اسراف نه کاوه. د پيټر په وینا پلار يې په ټول ژوند کې یو ځل له خپل اوښي څخه ۴۰۰ پونډه پور کړي وو چې هغه یې هم په شپږو میاشتو کې بېرته پرې کړ.
د پیټر د مالي خدماتو کمپنۍ اوسمهال په برېټانیا کې د دې برخې له سترو کمپنیو شمېرل کېږي او ۷۰ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر د میاشتې د ۱۴ مې نېټې د شمېرو له مخې د پیټر هارګریوس پانګه درې اعشاریه اووه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او د برېتانیا د میلیاردرانو ترمنځ ۲۰ ام ځای لري.
واده یې کړی، دوه اولادونه لري او د برېتانیا په بریسټول کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ