
عصمت خالد دلوګرد نوي ښاروال په توګه ټاکل شوی، چې دلیندۍ په ۲۳ مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوګروالي محمدحلیم فدايی لخوا د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو او په کار يې رسماٌپیل وکړ .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د لوګر والي محمد حليم فدايي په ګډون، د دولتي ادارو ګڼ شمېر رييسانو او د دغې ادارې کارکوونکو ګډون کړى ؤ؛ فدايي د پل علم ښاروالۍ د سرپرست منير يوسفزي څخه د قدردانۍ او مننې په ترڅ کې نوى ښاروال ته يې د برياليتوبونو هيله وکړه.
عصمت خالد دسیمه ئیزې خپلواکې ادارې په وړاندیزاودافغانستان دجمهوري ریاست دحکم پراساس دلوګرښاروال په توګه ټاکل شوی.
دغه ټاکنه د لوګر ولايت ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهورئيس له سفر وروسته شوې ده، چې ولسمشر د دغه ولايت له خلکو څخه يې غوښتې ؤ چې پنځه تنه انجنيران د پل علم ښار د ښه والي په اړوند ښې طرحې او پلانونه ولري؛ ده ته معرفي کړي.نودغه نوی ښاروال دپل علم ښارلپاره یوه طرحه جوړه اوولسمشر ته يې وړاندې کړې وه، چې ددې طرحه ولسمشرته دمنلو وړ وګرزیده.
خالد چې دکابل ولایت دخاک جبار ولسوالۍ اوسیدونکی ده، له دې مخکې دقومونواوقبایلوپه وزارت کې دنده پرمخ بیول.
باید وویل شي، چې ددغې ادارې چارې، دنوې ښاروال ترګمارنې وروسته؛ نږدې پنځه میاشتې دمنیریوسفزي لخوارهبري کیدې.