آشک وپېژنئ

 
یوډول خوندور او مشهور خواړه دي چې په عمومي ډول دخپل مېلمه د درناوي لپاره یې پخوي ددې خوړو پخول په ښځو ، په تیره بیا امیدوارو ښځو کې ډیر رواج لري او په میلوکې دهوسانې په توګه پخیږي، د دې خوړو دپخولو طریقه په لاندې ډول ده :
لومړی دغنمو اوړه دململ دیوټوکر په واسطه چاڼیږي، یا ترمیده اوړه له اوبو اولږې مالګې اوهګۍ سره ایشوي بیا یوه اندازه ګندنه ښه پاکه پر یمنځي او دممیزو د دانو په اندازه یې غوڅوي؛ بیایې په لږوغوړیو کې سره کوي او مالګه وراچوي، ګندنه باید ډېره سره نه کړای شي، کله چې ګندنه په اصطلاح وریته شوه، هغه لوښی له اور څخه لیرې کوي، خیشته شوي اوړه  داش ګز یا داش دماشین په واسطه هواروي، دګیلاس دخولې په واسطه یې دایروي غوڅوي، بیا داوړو دغوڅو شویو ټوټو ترمنځ څه ناڅه یوه کاشوغه ګندنه ایښودل کېږي او داوړو څنډېدلاسونو په واسطه له یوې اوبلې سره نښلوي، په دې توګه آشک پخولو ته چمتو کیږي، بیاپه یوه لوښي کې اوبه اچوي او اشکونه د سرو اوبو په منځ کې ږدي چې لس دقیقې اویا له هغه څخه لږ څه زیاته موده ایشیږي ، بیا د کفګیر په وسطه له اوبو څخه را ایستل کیږي او په چلو صاف کې یې څو دقیقې ږدي، چې ښه صاف شي، بیا یې په هغو غوړیوکې اچوي چې کرت (قرت)پکې اچول شوي اویا چکه پکې ځای پرځای شوې وي اوپرسریې یوه اندازه کرت او چکه اچول کېږي، بیا پرې دپاسه کوفته او دال نخود چې پخوا تیار شوي دي اچول کیږي، او لږمیده شوې نعناع له یوې اندازې سرو مرچو سره پر آشکو پاشي،د نعناع څو دانې پاڼې او تازه ګشنیز (دڼیا) هم پرې دپاسه اچول کېږي، چې ښکلي ښکاره شي اوهغه په ښه اشتها او خوند خوري .