د « اولې اندریس هالورسېن»  کمپنۍ ۳۰ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي

 
هغه کسان چې  له خپلو زده کړو او تجربو سره په سمو برخو کې یې پانګونه کړې ده، تر نورو ډېر بریالي شوي دي.  د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې دغه ډول کسان ډېر دي. دوی لومړی په یوه برخه کې زده کړې کړې، ورپسې له نورو سره په هماغه برخه کې کار کړی چې زده کړې یې کړې او بیا یې وروسته پانګونې ته مخه کړې ده.
د دغه ډول میلیاردرانو له ډلې یو هم ناوروېژۍ « اولې اندریس هالورسېن» دی. نوموړی سره له دې چې له اره ناورېژی دی؛ خو لوړې زده کړې او کاروبار یې په امریکا کې کړي دي.
اولې اندریس هالورسین په ۱۹۶۱ زېږدیز کال په ناورې کې زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د ناروې د سمندري ځواکونو په اکاډمۍ کې زده کړې کړې دي.
د اکاډمۍ تر بشپړولو وروسته یې له پوځ سره کار پیل کړ او د سمندري ځواکونو د یوه ټیم مشر شو. تر څو مودې وروسته یې له پوځ سره کار پرېښوود او د زده کړو په موخه د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ.
د متحده ایالاتو د ماساچوسېټ ایالت په « ویلیم کالج» کې یې زده کړې وکړې او په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کې له دغه کالج څخه فارغ شو. له کالج پر فراغت یې بسنه ونه کړه، له همدې کبله د امریکا مشهور پوهنتون سټنفورډ ته د ماسټرۍ د ترلاسه کولو په موخه ولاړه. په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې یې له دغه پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د ماسټرۍ له بشپړولو سره سم یې د مورګان سټېنلي له یوې څانګې سره د پانګونې د بانکدارۍ په برخه کې کار پیل کړ. وروسته یې دلته دنده پرېښووده او له «ټاینګر منېجمېټ کارپ» سره یو ځای شو. دا په امریکا کې د پانګې د مدیریت او تامیناتو مشهور صندوق دی.
ده له ټایګر منېجمېټ سره په بېلابېلو پوستونو تر ۱۹۹۹ زېږدیز کال پورې کار وکړ. په ۱۹۹۹ زېږدیز کال یې دنده پرېښوده او د « ویکېنګ ګلوبل اېنوېسټورس» په نوم د پانګې د مدیریت یو بنسټ یې رامنځته کړ.
د نوموړي د پانګې د مدیریت کمپنۍ اوسمهال ۳۰ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي. د پانګې د مدریت د دې سترې کمپنۍ مرکز د متحده ایالاتو د کونکټېکېټ ایالت په کرینوېچ کې دی.
دې کمپنۍ په ۲۰۱۴ کال کې له مشهورو کمپنیو لکه علي بابا، د نیویارک مېلون له بانک، سیټي ګروپ او ګوګل سره هم کار پیل کړی دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر د ۱۳ مې نېټې د شمېرو له مخې د اولې اندریس هالورسېن پانګه دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په ناروې کې څلورم ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او په کونیکټيکېټ ایالت کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ