لومړی پر ځان مهربانه شئ!

 
لیکوال: جولیت دوپرز
ژباړن: حمیدالله حمیدي
څو ورځې وړاندې راته یوه ملګري وویل« پر ځان دې مهربان اوسه!» د «مهربانۍ» په مانا پوهېدم، خو فکر مې کولو، چې کېدای شي یوازې پر بل چا سړی مهربانه اوسي، هېڅ کله مې پر دې فکر نه وو کړی، چې مهرباني باید له ځانه شروع کړو، په همدې جمله مې فکر کولو « پر ځان دې مهربانه اوسه!» تر هغې،چې یوې ډېرې په زړه پورې پایلې ته ورسېدم. له ځانه مې وپوښتل « کله، چې نور پر تا مهرباني وکړي او مهربانه اوسي څه احساس کوې؟ «یو دم مې ټول وجود ګرم شو او د خوښۍ احساس مې وکړ. په همدې حال کې مې نورې پوښتنې هم په ذهن کې وپړقېدې: « کولای شم پر خپل ځان نور هم مهربانه شم تر څو له دغه خونده نور هم برخمن شم؟، څه ډول پر خپل ځان مهربانه شم؟، که په خپل ځان مهربانه شم هغه دنیا، چې زه پکې ژوند کوم څه توپیر به وکړي؟»که غواړئ د هغه لارو چارو څخه، چې د دې پوښتنو په اړه زما په ذهن کې پیدا شوې ځان خبر کړئ نو له ما سره د دې لیکنې تر پایه مل اوسئ.
۱- په خپل ځان پانګونه وکړئ.
د څو دقیقو لپاره مو د خپلې خوښې د کار په اړه خبرې وکړئ. دا کېدي شي ستاسو د کار په اړه د کتاب لوستل او یا هم د یوې ښکلې منظرې کتل وي. په دې ساده کار سره کولای شئ د نړۍ خلک او یا هم د خپلې شا او خوا کسان په ښه ډول سره احساس کړئ. ډاډه اوسئ، چې دا ورځ به مو د نور په پرتله ډېره په زړه پورې، له خونده ډکه او متفاوته تېره شي.
 
۲- کله، چې له نیوکې سره مخ شوئ د حقیقت په لټه کې شئ.
د بېلګې په ډول که په دفتر کې یو څوک درته وایي« دغه کار دې سم نه دی تر سره کړی!» ډېر زر له ځانه وپوښتئ « د دې کس خبره ریښتیا ده او که یې د کوم حسادت له مخې کړې ده؟» ډېر کله داسې واړه ټکي وي، چې تاسو خپله یې په لیدلو نه شی توانېدای.
۳- له وړو خوښیو هم خوند واخلئ.
سهار وختي کله، چې له خوبه پاڅېږئ د څو د قیقو لپاره په خپل ځای کې کېنئ او له ځان سره و وایئ «نن زما د خوښیو ورځ ده او هېڅ نه شي کولای زما څخه دا خوښئ واخلي» په خدای باور ولرئ او په ذهن کې در سره همدا جمله تکراروئ. له شک پرته به خپلې موخې ته ورسېږئ.
۴- نن شپه بې له کومې خفګان او وېرې ویده شئ.
مخکې له دې چې ویده شئ، داسې یو کار تر سره کړئ، چې د ورځنیو کارونو په اړه مو فکر بدل کړي، جسم ته مو اجازه ورکړئ، چې ارام وکړي. دا کارونه کېدای شي د یوه په زړه پورې کتاب لوستل وي، کېدای شي حمام کول وي او یا هم له یوه مخلص او امین کس سره خبرې کول. تل په خپل ځان مهربانه اوسئ او د فکري ارامۍ په اړه مو فکر وکړئ.
۵- د ژوند د ښه والي لپاره مو ګام پورته کړئ.
که مو دا اونۍ په سم ډول نه وي تېره شوې، هڅه وکړئ داسې لارې چارې ولټوئ، چې راتلونکې اونۍ مو په ښه ډول تېره شي د بېلګې په ډول د خوښې وړ جامې مو واغوندئ او یا مو هغه دوست ته یو مېسج ولیکئ، چې ډېر وخت کېږي اړیکه مو ور سره نه ده نیولې، کېدای شي ستاسو په اند دا ډېر واړه کارونه وي، خو مهمه داده، چې تاسو خپلو روا غوښتنو ته احترام ولرئ، کېدای شي همدا واړه کارونه مو د دې اونۍ د نیکمرغۍ لامل شي.
۶- په سختو ورځو کې د ځان ملګري اوسئ.
خپل ځان مه رټئ ځکه په دې کار سره مو یوازې خپل عزت نفس تخریبوئ او له منځه وړئ. د ځان د رټلو پر ځای د ځان لپاره نېږدئ ملګری اوسئ ، له خپله ځانه ننګه وکړئ او پر خپل ځان مهربانه اوسئ.
۷- د ځان لپاره د تفریح زنګ په پام کې ونیسئ.
لږ تر لږه د ورځې یوازې درې دقیقې وخت مو د ځان لپاره په پام کې ونیسئ. کتاب، فلم او یا همداسې یوه موضوع، چې ستاسو په اند خوشاله ولای موشي، ځان پرې خوشاله کړئ، ما خپله هم دغه تجربه د ډېر وخت لپاره کارولې ده، بې له شکه، چې د پام وړ څه مې ترې تر لاسه کړي هم دي.
۸- مه هېروئ، چې راتلونکې ستاسو په لاس کې ده.
د مثبت بدلون لپاره هېڅکله هم ناوخته نه ده. ډېر کله موږ د تېر په اړه فکر کوو، په داسې حال کې هغه څه، چې له لاسه مو ورکړي، وخت پرې تېرشوی بیا لاسته نه راځي. د دې پر ځای ښه ده، چې د خپلو نویو مخو په اړه فکر وکړئ، چې کومه موخه مو کولای شي ښه راتلونکې در په برخه کړي. په دې اړه فکر وکړئ، چې پاتې عمر مو څه ډول تېر کړئ؟. کومې ستونزې مو په مخ کې دي او څنګه کولای شئ ترې د وتلو لاره پیدا کړئ او پرې بریالي شئ؟ د داسې څه په اړه فکر وکړئ، چې څنګه کولای شم خپلې موخې ته یو قدم نور هم نېږدې شم؟ یو قدم نن واخلئ او یو هم سبا.
۹- ځان ته و وایئ، چې ولې له پر ځان مهربانه یئ.
کله، چې په دې پوه شوئ، چې ولې په خپل ځان مهربانه یئ، نو مهرباني به مو دوه برابره کړئ. هره ورځ په خپل ځان د مهربانۍ لپاره وخت ځانګړی کړئ.دغه چاره د دې سبب ګرځي، چې په خپل نفس او ځان باندې باور پیداکړئ او لا هڅاند شئ.