
کله به ښايي په کاروبار کې له داسې حالت سره مخ شوي وی چې پېروونکي مو سخت په پيسو پسې نښتي وي او له ځان څخه یې نه لرې کوي. یو شمېر کاروباریان د مشتریانو د جذب په موخه په دغه ډول حالاتو کې د توکو بیې د بازار موندنې د یوه تکتیک په توګه راټیټوي.
خو تاسې باید څه وکړئ؟
که مو د رقیبانو له ډلې یوه کس د توکو د پلور پر مهال ډېر تخفیف ورکوي، د دې معنا حتما دا نه ده چې تاسې هم باید د پام وړ تخفیف ورکړئ. لومړی کار چې تاسې یې باید ترسره کړی، د هغه دلیل پیدا کول دي چې له مخې یې ستاسې رقیب تخفیف ته مخه کړې ده. داسې خو نه ده چې هغه اوس بازار ته راغلی او غواړي د دغه تخفیف له لارې ځان له نورو ځانګړی کړي؟ د توکو او خدماتو د پلور په برخه کې د ارزښت د یوه نوي ځنځیرې د رامنځته کولو په لټه کې دی، ځکه دغه شی په بازار کې محسوسېږي؟ او که محصولاتو ته یې د تقاضا کموالی د دې لامل شوی چې تخفیف ته مخه کړي؟
په هر صورت دا به ډېره لرې وي چې هغه دې د بیو ټیټولو لپاره تاسې ته ورته دلیل ولري.
د بیې تر ټیټولو وړاندې باید دې ته ډېر پام وکړی چې د بیې د ټیټولو په صورت کې د خپلې ګټې کچه ساتلی شی.
د بیو پر سر رقابت وکړئ او که نه؟
د بیو ټیټوالی ښايي په ډېری مواردو کې ستاسې لپاره د ګټې پر ځای زیان ولري. که په غیر مسلکي ډول او تر حد ډېر د خپلو توکو بیه ټیټه کړی، ښايي خپلو مشتریانو ته دا حس القا کړی چې د توکو کیفیت مو ښه نه دی، ځکه مشتریانو مو دا منلې چې د توکو بیې د هغوی د کیفیت له مخې ټاکل کېږي. اړتیا ده چې ستاسې د پلور د ستراتیژۍ تمرکز د یوه بل کس پر ځای له تاسې څخه د مشتري د اخیستلو پر اقناع وي او یوازې پر بیو تمرکز ونه کړئ.
بله کار چې باید ترسره یې کړی د خپلو رقیبانو د محصولاتو ارزول دي. تاسې باید وګورئ او فکر وکړئ چې تر خپل رقیب غوره توکي تولیدولی شی او که نه؟
کولی شی چې په خپلو کورنیو فعالیتونو کې د سمون له لارې له اوسنیو مشتریانو سره اړیکې سمې کړئ. اوسنیو مشتریانو ته پام ډېره حیاتي مسئله ده، ځکه که د هغوی خیال و نه ساتی، د رقیبانو ښکار به ورګرځئ.
د بېلګې په توګه هغوی ته وړیا تضمین یا له پلور وروسته وړیا خدمات وړاندې کولی شوی، تر څو په دې ډول ستاسې د محصولاتو له رقیبانو سره توپیر وشي. باید د نورو په پرتله خپله ښېګڼه مشخصه کړئ او دا شی مو مشتریانو ته ورسوئ.
په دغه ډول شرایطو کې ستاسې لپاره د بازار موندنې تر ټولو غوره لار دا ده چې محصولات مو د رقیبانو په پرتله لږ حساس وي، ځکه په دې ډول به ستاسې تمرکز د وړاندې شویو توکو پر ارزښت وي؛ نه د پلورل شویو توکو پر حجم.
ځانګړي تخفیفونه او وړاندیزونه
ځینې وختونه په ځانګړي ډول په هغو صنایعو کې چې له بیې سره حساسیت لري، له هغو قیمتونو سره مطابقت چې ستاسې رقیبان یې وړاندې کوي، ضروري دی. په دغه ډول شرایطو کې وګوری چې د خپلې اوږدمهالې ګټې له په خطر کې اچولو پرته بیې څومره را ټیټولی شئ.
په پیل کې هڅه وکړئ چې د بیو ټیټوالی له لږ څخه شروع کړئ. کله مو چې دا کار وکړ، وګوری چې تخفیف مو د پلور له زیاتوالي سره مرسته کړې ده او که نه؟ دې ته مو پام وي چې د بیو ټیټوالی باید یوازې د یوه لنډمهالي تکتیک په توګه وکاروی نه دا چې هغه ته د یوه ستراتیژيک حرکت په سترګه وګورئ، ځکه دغه ډول حرکت خطرناک دی.
که له دقیقو ارزونو وروسته دې پایلې ته ورسېدی چې حتما باید تخفیف ورکړئ، پام مو وي چې د بیو ټیټوالی د یوه ځانګړي وړاندیز په توګه معرفي نه کړی، هغه هم له خپلو وفادارو مشتریانو سره له دې سخت حالت څخه د راوتلو په موخه. ان دا په یاد ولرئ چې په راتلونکي کې ښايي د خپلو بیو لوړولو ته اړ شی چې دغه حالت د رقابت په ډګر کې ډېر خطرناک او زیان رسوونکی دی.
ژباړه
سرچينه: هميانۍ