لېنډسې فاکس؛  لارۍ چلوونکی چې میلیاردر شو

 
د اسټرالیايي میلیاردر « لېنډسې فاکس» د ژوند او بریا کیسه ډېره په زړه پورې ده.
نوموړی د ۱۹۳۷ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۹ مه نېټه د اسټرالیا مېلبورن ښار ته څېرمه زېږېدلی دی. ښوونځی یې تر لسم ټولګي پورې لوستی دی. د ۱۶ کلونو و او په لسم ټولګي کې یې زده کړې کولې چې د ښوونځي د پرېښوودو غوښتنه ترې وشوه. د دې غوښتنې دلیل هم دا وه چې نوموړي له زده کړو سره لېوالتیا نه درلوده.
د زده کړو تر پرېښوودو وروسته ده هم د خپل پلار په څېر د بار وړونکي موټر چلولو ته مخه کړه. په دریو کلونو کې یې دومره پیسې پیدا کړې چې په خپله یو موټر واخلي. په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې یې د یوه موټر په لرلو سره د یوې لوجستیکي کمپنۍ بنسټ کېښوود.
دغه کمپنۍ چې « لاین فاکس» نومېږي اوسمهال په اسټرالیا کې د لوجستیک تر ټولو ستره خصوصي کمپنۍ ګڼل کېږي.
په ویکي پيډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې له دې کمپنۍ سره د نړۍ په ۱۰ هېوادونو کې تر ۵۰۰۰ ډېر بار وړونکي موټر کار کوي.
فاکس اوسمهال د دې کمپنۍ غیر اجرایوي مشر دی.
نوموړی د کمپنۍ په ورځنیو چارو کې دخیل نه دی او کارونو یې خپلو دوو زامنو ته سپارلي دي.
د پیټر په نوم زوی یې اجرایوي مشر او د اندریو په نوم زوی یې بیا د توکو د وېش د برخې چارې پر مخ وړي.
د کمپنۍ کاروبار اوسمهال د لا پراختیا په حال کې دی، ځکه د اسټرالیا له دفاعي ځواکونو، د یونیلېور په نوم له یوه نړیوال شرکت او د سون توکو د سوداګرۍ په برخه کې یې نوي تړونونه ترلاسه کړي دي.
لاین فاکس پر پورتینو فعالیتونو سربېره د اسعارو د تبادلې یو «اوټفیټ» هم لري. فاکس چې د فوربس مجلې په وینا مستعار نوم یې « د مار سترګه دی» پر دې سربېره په مېلبورن کې یو تاریخي د لوبو پارک هم لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر ۱۲ مې نېټې د شمېرو له مخې د لېنډسې فاکس پانګه دوه نیم میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په خپل هېواد اسټرالیا کې اتم ځای لري.
نوموړي چې نوم یې په سېلف مېډ بېلیونرز کې راځي، واده کړی، پنځه اولادونه لري او د اسټرالیان په مېلبورن کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ