د کارکوونکي ساتنه یا Empolyee s Retention)!

 
د یوې کمپنۍ لپاره تر ټولو ښه کاري وسیله بشري ځواک دی، نو پر همدې بنسټ په هر اړخیز ډول د ښه کارکوونکي ساتنه یا له کمپنۍ سره پاتې کیدنه اړین کار دی، چې همدغو لارو چارو ته د کارکوونکي ساتنه یا Empolyee retention وایي.
د اداري چارو د سمون کارپوهان وایي چې د یوه کارکوونکي له کمپنۍ یا ارګان سره پاتې کیدنه لاندینیو کړنو ته اړتیا لړي ترڅو د ادرې مشران یې ترسره کړي.
لمړی: مخکې له دې چې د کارکوونکي د ساتنې پړاؤ شروع کیږي د کارکوونکي په لمړي ځل جلب یا hirring پروسه کې باید یواځې د کاکوونکي پوهې او هنریت ته ونه کتل شي، بلکې له کار کولو سره لیولتیا، په کلتوري ډول د ارګان له لوړپوړو او ټیټ پوړو کارکوونکو سره برابرښت او زغم دلودل هم وڅیړل شي.
دویم: په دویم پړاؤ کې د ښې تنخوا یا معاش او اسانتیاوؤ وړاندې کول، چې د لوړ معاش او اسانتیاوؤ ورکړه باید په لاندینیو شرطونو وي.
الف: کاري تجربه او د کار کولو هنریت
ب: د کمپنۍ د کاري غوښتنو پوره کول
ج: د کاري ځای د جغرافیوي موقیت تغیر منل
د: کاري تعدل
دریم: د با سهولته کاري چاپیریال برابرول یو له هغو اړینو چارو شمیرل کیږي چې د ښه کارمند له کمپنۍ یا ارګان سره پاتې کیدنه تضمینوي.
څلورم: د غوښتنو او اړتیاوؤ پر بنسټ د ټرینیګونو برابرول.
پینځم: د اړینو ورځینیو چارو په اړه یې لیدلوری یا نظر اخیستل.
شپږم: له کارونو یې په میاشتنی او کالنۍ موده کې مرُور او څارنه.
اووم: او اوومه چاره یې د ښو او مثبتو کړنو په بدل کې د نوموړي ستاینه ده چې دا کیدای شي په لیکلي او یا هم د تحفې په ورکړې سره ترسره شي. نور بیا...