
د ډېری هغو کسانو چې ادعا کوي د یوه ښه کاروبار فکر او ایډیا لري، لومړنۍ پلمه د پانګې نشتون وي. د هغو کسانو تجربې چې په سوداګرۍ او کاروبار کې بریالي شوي، ښيي چې د کاروبار لپاره لومړنۍ اړتیا ډېره پانګه نه؛ بلکې یوه غوره ایډیا ده.
د ۲۵۰ ډالرو پیدا کول ښايي د اوسني عصر د خورا لږو انسانانو لپاره ناشوني وي؛ خو که په همدومره لږو پیسو هم له یوې غوره ایډیا سره کار پیل کړی، تر میلیاردرۍ د رسېدو فرصت لری.
زموږ د دې ادعا تر ټولو غوره ثبوت امریکایی « کېن فېشر» دی چې په ۲۵۰ ډالرو له پيل شوي کاروباره نن میلیاردر دی.
کېن فېشر د کلیفرونیا ایالت په سنفرانسېسکو کې زېږېدلی دی. پلار یې لیکوال او پانګوال و. د هغه د یوه مشهور کتاب نوم« عادي ونډې او نادره ګټه» دی. کېن تر لومړنیو زده کړو وروسته د « همبولډ» پوهنتون ته د ځنګلونو په برخه کې د زده کړو په نیت ولاړ؛ خو په اقتصاد کې لسانس یې په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې له همدې پوهنتون څخه ترلاسه کړه.
په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې یې د ۲۵۰ ډالرو په لومړنۍ پانګې سره د « فېشر اېنوېسټمېټ» په نوم د پانګې د مدیریت بنسټ رامنځته کړ. د همدغه کار لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او اوس یې له برکته میلیاردر دی.
دغه بنسټ اوسمهال شاوخوا ۶۱ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي.
د پانګې د مدیریت له دغه بنسټ سره شاوخوا ۲۰۰۰ زره کسان کار کوي چې ډېره برخه یې واشنګټن ته څېرمه په کاماس کې د دغه بنسټ په دفتر کې دي.
فېشر د پانګونې د مدیریت پر دغه بنسټ سربېره د مالي چارو له مشهور لیکوالو ګڼل کېږي او ۱۱ کتابونه یې لیکلي دي. د کتابونو ترمنځ وروستی یې« فوق العاده ونډې» نومېږي.
فېشر له ۱۹۸۴ زېږدیز کال راهیسې فوربس مجلې ته هم د « ګټورې ستراتیژۍ» تر نامه لاندې میاشتینی کالم لیکي.
نوموړی په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د « پانګونې د سلاکارانو» د مجلې له لوري په دېرشو کلونو کې د پانګونې د دېرشو مخکښو سلاکرانو په لېست کې هم راغلی و.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر پر ۱۱ مه نېټه د کېن فېشر پانګه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
کېن فېشر واده کړی، دری اولادونه لري او د متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ