
لیکواله: نفیسه معتکف
ژباړن: حمیدالله حمیدي
د دې لپاره، چې خپلې موختې یو قدم نور هم نیږدې شوي وی نن مو کوم کارونه تر سره کړي؟ ایا فکر کوې، چې یوه ورځ به له خوبه پاڅم او خپلې موختې ته به رسېدلی وم؟ هغه هم په یوه ورځ کې.! ممکنه نه ده. مه هېروئ لکه څرنګه، چې ارسطو وایي: « تاسو خپله د مکرراتو تکرار یئ!»
یعنې بریا باید ستاسو عادت وګرځي. بریا یعنې د هغه وړو ورځنیو کارونو کول، چې کولای شي خپلې موخې ته مو یو قدم نور هم نیږدې کړي، نو د بریا پر لور تر ټولو لومړی ګام د (وخت مدریت) دی.
د وخت د مدریت لارچارې:
- مطالعه وکړئ.
کوښښ وکړئ، د ورځې په اوږدو کې مو یو څه وخت د کتاب لوستلو لپاره ځانګړی کړئ. په خپل ځان کې مو د مطالعې عادت پیاوړی کړئ. کېدای شي هغه کتاب، چې تاسو یې لولئ د دې باعث شي، چې ژوند مو بدل شي. ډېری وخت کتاب لوستل د دې باعث ګرځي، چې ستاسو تفکر یو دم په مثبت طرف بدلون وکړي او یا مو هم فکري الوګو (مخ بېلګه) بدلون ومومي او هغه زاړه باورونه او فکرونه، چې یوازې ستاسو د پرېیشانۍ او خفګان سبب ګرځي لرې وغورځوئ، پر ځای یې مثبت او نوي فکرونه ځای ناستي شي او په دې سبب د هغه کسانو له تجربو څخه خبرېږی، چې له ډېر ماتو وروسته توانېدلی خپلې موخې ته ورسېږي او بریالی شي او یا هم دا مطالعه د دې سبب شي، هغه څه ته چې غواړی ځان ورسوی تر ټولو اسانه او لنډه لاره ورته پیدا کړی.
لومړیتوب په نظر کې ونیسئ:
له ځانه سره فکر وکړئ کوم کارونه و، چې باید تر سره کړي مو وای، خو د زیات مصروفیت له کبله نه یئ توانېدلي تر سره یې کړئ؟. په دې هم پوه یئ، چې که دا کارونه تر سره کړم بریا ته نیږدې کېږم. کېدای شي همدا کارونه، چې ستاسو په اند باید لومړی یې تر سره کړئ او یا مو تر سره کړي وای لویې سرمایې ته اړتیا ولري، خو داسې نه ده همدا، چې تاسو ته یوه انګېزه هم درکوي کافي خبره ده.
وخت مو بې ځایه مه تېروئ:
کېدای شي ډېره کله داسې شوي وي، چې له ډېرو کارونو سره سره، چې په مخ کې یې لرئ د تلوېزیون د داسې خپرونو په لېدو خپل وخت تېر کړی، چې چندان درته په زړه پورې هم نه وي او یا هم خپل موبایل را اخلی له ملګري سره مو په ساعتونو خبرې وکړی او له هغې وروسته له ځان سره سپکې سپورې وایئ، چې ولې مې دومره وخت بې ځایه تېر کړ. ورسته له ځان سره وعده وکړی، چې بل ځل به داسې نه کوم او خپل وخت به بې ځایه نه تېروم، خو بیا هم درڅخه دغه ډول کړنه تکرارېږي. ښه خبره به وي، چې د تلوزیون د بې مانا خپرونو د لیدلو، له ملګرو سره په تلفون کې بې ځایه او زیاتې خبرې کول او یا هم په ځینې داسې کارونو، چې چندان ګټور نه دي، پر ځای یې هغه کارونه تر سره کړې، چې په مخ کې مو پراته دي او د بریا مخه مو یې نیولې ده؟!
د دې پر ځای، چې خپل وخت بې ځای تېر کړي او له هغې وروسته د وجدان له عذاب سره مخ شي ښه ده، چې لاندې لارې چارې عملي کړئ:
د هغه کارونو نوملړ تیار کړئ، چې باید تر سره یې کړئ.
هغ کارونه، چې ډېر درته مهم دي په نښه یې کړئ. او په همدې تر تیب مو کارونو ته ادامه ورکړئ.
که پوهېږئ ، چې ځینې کارونه مو زیات وخت نیسي، ښه به دا وي، چې په وړو وړو برخو یې و وېشئ او له پروګرام سره سم یې پر مخ بوزئ او تر سره یې کړئ.
د ناکامۍ اصلي لامل بې ځایه وخت تېرول دي.
که له ځانه سره حساب وکړئ هرو مرو به مو په ورځ کې دوه ساعته وخت بې ځایه او په داسې شیانو تېر کړي وي، چې هغه ضروري نه وي. د دې لپاره، چې په ورځو ډېر کنټرول ولرئ، فکر او حواس مو ټول کړئ او ډېر کم له یوه شاخ نه بل شاخ ته ټوپ کړئ. ان که کله انټرنېټ کاروئ لاسي ساعت مو مخکې درته کېږدئ او په ځان دومره حاکمیت ولرئ، چې له ټاکلي وخت څخه یوه دقیقه هم په کومه وېب پاڼه کې پاتې نه شئ، ځکه انټرنېټ یوه بېله نړۍ ده، چې په ور تلو سره به په کې دومره ډوب شئ، چې د یوه ساعت پر ځای به مو درې ساعته تېر کړي وي او ورسته به بیا ځان ته په غوسه وي، چې درې ساعته وخت مو بې ځایه تېر کړ.
کله خلکو ته د «نه» ویل هم زده کړئ:
کېدای شي د فکري مشغولیتا یو لامل مو دا هم وي، چې خلکو ته« نه» نه شئ وېلی، ځکه په ډېر کله «هو» ویل مو د خپلو کارونو په کولو کې پاتې را ولي او وخت له لاسه ورکوئ. که چا در څخه د یوه کار د کولو غوښتنه وکړه په هماغه شېبه مه حساساتي کېږه، چې مثبت ځواب ورکړې او ورسته بیا د وجدان له عذاب سره مخ شې، چې ولې مې یې غوښتنه ومنله ځکه زه هم یو عالم کارونه لرم، چې باید تر سره یې کړم.
په داسې وختونو کې ښه خبره داده، چې مقابل کس ته قناعت ورکړی او دا ورته په ګوته کړی، چې ته هم زیات کارونه لرې او په دې ډول سره په خپلو کارونو پسې ورسېدای شې. هغوی ته و وایئ، چې باید په دې اړه فکر وکړم تاسو باید ماته ۲۴ ساعته وخت راکړئ په دې ډول سره به مو ځان ته وخت ورکړئ وي او له ځانه سره فکر وکړئ، چې ایا د دې کار کولو ته وخت لرم او که نه.؟ دې ته اندېښنه مه کوئ، چې مقابل کس ته به په منفي ځواب ورکولو سره به د دواړو ترمنځ رابطه خرابه شي. کله مو چې له یو چا سره صادقانه کړنه تر سره کړه، بې له شکه هغوی مو هم درک کوي، چې په پایله کې به ستاسو د منفي ځواب په ورکولو سره له تاسو څخه نه خپه کېږي.
وروستۍ خبره:
ستاسو بریا، ستاسو د وخت په مدریت پورې تړلې ده. کله، مو چې کارونه اولیت بندي کړل، د هر یوه د تر سره کولو لپاره مناسب وخت پیداکوئ. په کارونو کې به بريالي وی او له ژور خفګان او عصبي فشار څخه به هم خلاص وئ. څمره مو، چې کارونو ته وخت ورکوئ، همدومره یې پر وړاندې د خنډونو د پیدا کېدو تیاری هم ونیسئ . په دې ډول سره به مو وخت کنټرول کړی وي او ګټه به مو ترې اخیستې وي.