څېړنه: چاغښت دښځو روغتیا ته ګواښ دی.

 
په انګلستان کې دروغتیايي خدمتونو مدیره سالي ډیوس وايي: چاغښت هغه ستر ګواښ دی، چې دښځو او راتلونکو نسلونو روغتیايي ګواښي.
نوموړې په خپل کلني راپور کې،چې سږ کال ښځو ته ځانګړی شوی دی لیکي: له چاغښت سره مبارزه باید زموږ لومړیتوب وي، چې مخ پر زیاتیدو روغتیايي ناروغیو ته برید وټاکو، د درمل جوړولو شرکتونه باید له موږ سره مرسته وکړي او دخوږو/ شکر له کارولو سره هم مبارزه وکړي.
ډیوس غواړي،چې دتخمدان له سرطان سره باید داړتیا له مخې وړ مبارزه وشي، پردې سربېره دمیتازو دبهیدو ناروغي باید په خلاص ذهن وڅیړل شي. چاغښت له ګواښه ډکه ناروغي ده، په کار ده، چې مبارزه دټولو هېوادوالو لومړیتوب وي، ښځې باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي ځکه  چاغښت یې عمرونه کموي.
په ۲۰۱۳ ز کې ترسره شوې څیړنه څرګندوي،چې نږدې ۵۶.۴ ٪ انګریزۍ مېرمنې،چې عمرونه یې د۴۴-۳۴ کلونو ترمنځ وو له چاغښت څخه سرټکاوه او هغه، چې عمرونه یې له ۵۰ زیات و۶۲٪ باید له چاغښت څخه ځوریدلې .
چاغښت دیوشمېر ناروغیو لامل ګرځي، چې مشهورې یې دسینو سرطان، شکرې ناروغي او د زړه ناروغۍ دي.
ډیوس BBC ته ویلي دي اوس ددې اړتیا ده، چې شرکتونه باید خپل سیاستونه او تګلارې له سره وارزوي ، دوی باید دهغو خوړولو له جوړولو لاس واخلي، چې روغتیايي معیارونه یې نه وي بشپړ کړي. دې خوړو ته باید بازار موندنه ونه یشي. که داشرکتونه  دا معیارونه پوره نه کړي باید مالیه پرې ډیره شي.
هغه ښځې، چې له چاغښت له ستونزې سره مخ وي او له حمل وړاندې یې غم ونه خوري کېدای شي وروسته یې حمل ضایع  اویا یې ماشوم له وخته وړاندې نړۍ ته راشي.