
پنځم ــ د اړ دوړ دوره او د ارګ فتح: د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته په سیمه کې حالات ډېر خراب وو، سیمه د نویو بدلونونو په لور ښکاریده، انګریزان پدې وار خته وو چې امپراطوري یې د زوال په لور وه، په هند کې د انګریزانو پرضد بغاوتونه لا له مخکې پیل شوي وو. د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د هند لنډ مهاله ازاد حکومت تاسیس شو، هغه وخت امیر د انګریزانو تر زیات تاثیر لاندې وو.[1]
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال امیر حبیب الله خان د انګریزانو په پلوۍ بې طرفي غوره کړي وه، خو د جګړې وروسته افغان واکمن بې امتیازه پاتې شو. هغه خوځښتونه چې لا د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال د انګریزانو پرضد د افغانستان په ځوان نسل کې پیل شوي وو، د امان الله خان په واک ته رسیدو سره لا وغوړیدل او تردې چې افغانستان یې خپلواک کړ. په سیمه کې د روسانو پراختیا اود افغان دولت سره د هغې نږدې والي انګریز سخت وارخطاء کړی وو، له همدې ځایه یې په ډېر صبر او خوصله سره د خپلو دسیسو او توطیو منظم پلان ترتیب کړ او ددغه پلان د تطبیق دنده یې دوو خپلو فعالو او خطرناکو مامورینو( سرفرانسیس همفریز په کابل کې د انګریز سفیر او روزکیپل د شمال لویدیځ صوبې اعلی کمشنر) ته وسپارله. امان الله خان په یو شمیر اصلاحاتو لاس پورې کړ، او اروپا ته یې اوږد سفر وکړ، د امان الله خان د سقوط لپاره انګریز خپل ټول امکانات په کار واچول.[2]
حبیب الله کلکانی چې هغه وخت په پاړه چنار کې د انګریزانو تر روزنې لاندې وو، ترڅنګ یې د نظام د سقوط لپاره په خوست کې ګوډ ملا ( ملا عبدالرشید) او د هغوی پلویانو ته د پروپاګند منظم پلان ورکړ، د امان الله خان پرضد یې په ولسونو کې ډېر زیات تخریبات وکړل او د امان الله خان پرضد په هیواد کې ډېر زیات مخالفتونه را اوچت شول، که څه هم هغه اصلاحات او ریفورمونه چې امان الله خان پیل کړي وو په هغه کې یې بیر ته شا تګ وکړ، خود انګریز د هڅو په اساس امان الله خان اړشو چې هیواد پریږدي. د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ په کتاب کې چې جرنیل یار محمد خان وزیري لیکلی، وزیري صیب لیکي چې: زه هغه مهال د وزیرو، مسیدو، تڼیو.... د قومونو د څلور زرو سرتیرو قوماندان وم او د خپلواکۍ په جګړه دغو قومونو لویه ونډه اخیستي او ملي رسالت یې ترسره کړ. [3]
د امان الله خان وروسته سقاوي دور پیل شو، هیواد نهه میاشتې په تورتم کې پاتې شو، خپلسري هره خوا خواره وه. د ۱۹۲۹ کال د فبروري او مارچ میاشتې د سقاوي رژیم پرضد د لویو پاڅونونو میاشتې وې. امان الله خان په کندهار کې تیاری ونیو او په غزني راروان شو، له بلې خوا نادر خان د فرانسې څخه د هند له لارې د افغانستان جنوبي سرحدونو ( خوست ) ته را داخل شو. انګریز نه غوښتل چې امان الله خان بریالی شي، نو نادر خان ته یې اجازه ورکړه چې خپل پروګرام پرمخ یوسي. نادر خان د خوست او په عموم کې د جنوبي سمت د زلمو او مشرانو پرمټ مخ پر کابل راروان شو [4]. کابل ونیول شو، ارګ د جنوبي ولسونو پرمټ فتح شو، حبیب الله کلکانی له تېغه تېر کړای شو او د عمل په سزا ورسول شو، خو وروسته نادرخان او د هغې زوی ظاهرخان د لویې پکتیا ولسونه یوازې پرېښودل او دکتاتورانه سیاستونه یې غوره کړل.
حبیب الله کلکانی یو بې سواده سړی وو، غلاوې به یې کولې او کورونه به یې وهل، خو د اماني دورې په اداره کې د ټوپک څخه غلطه استفاده وکړه، لار یې ووهله او بیا وتښتیده او تر سرحد واوښت. دی تر دېره په پاړه چنار کې اوسیده او د چای دکان یې درلود، خو د انګریز تر څارنې لاندې وو، خو کله چې د امان الله خان پرضد د شینوارو بغاوت پیل شو، نو ده هم خپل کاروبار پرېښود او خوست ته راغی. ده چې کله په جوماتونو کې د پاچا پرضد د جهاد بیانونه واوریدل، نو د امان الله خان د نظام پرضد یې په مخالفت پیل وکړ.
[1] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۱۶۳،۱۹۲مخونه.
[2] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه،۱۹۳مخ.
[3] د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ. د یارمحمد خان وزیري یادښتونه.
[4] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه،۲۱۳مخ