څېړنه :دخوب په خونه کې دکیلې ګټه او اغیز ....

 
که چیرې دخوب ستونزه لرې، په اسانه خوب نه درځي او دخوب دګولیو په لټه کې یاست، سر له همدا نن شپې یوه کیله  تجربه کړې، کیله وخورئ لس دقیقې له کوم حرکت پرته ارام کینې، سمدلاسه به خوب درشي.
طبي څیړنې ثابته کړې ده، چې  له خوب وړاندې دکیلې خوړل ډېره ګټه لري، سمدلاسه به خوب درشي لامل یې دادی، چې ستاسې بدن به د (سیروتونین) په نوم ماده تولیدوي،چې دبېهوښې تاثیر لري.
دیادونې ده، چې کیله نورې غذايي ګټې لري، په معده کې چینچي له منځه وړي، داسهال مخنیوې کوي ، درګونو دسختیدو مخه نیسي او په ورته وخت کې دلوړې کچې فوسفور لري، چې دحافظې لپاره ډېر ګټور دي.