د ښې وینا کولو شپږ کلۍ!

 
لیکواله: مژګان مېرپوریان
ژباړن: حمیدالله حمیدي
ایا تاسو یو بریالی ویناوال یئ؟ ایا کولای شئ په وقفه یي ډول خبرې وکړئ؟
معلومه خبره ده، چې ښه وینا کول یو هنر دی او په اصل کې ښې خبرې کول په ژوند کې د کامیابۍ له رازونو هم شمېرل کېږي. دلته درته د هغو شپږو ټکو یادونه کوو، چې په عملي کولو سره یې کولای شئ یو بریالی وینا وال و اوسئ او په اسانۍ سره له خلکو سره د خبرو کولو له لارې اړیکه ټینګه کړی.
۱- هغه چاته، چې خبرې کوئ د اعتماد او اطمینان حس پکې پیدا کړئ.
کله، چې تاسو په ارامه او خلاصه ټنډه غونډې یا د خبرو کولو تالار او یا هم د دریز سرته را ځی په ناخوداګاه ډول د ارامۍ او اطمینان حس خپلو مخاطبینو ته ور انتقالوی. که مو په خپلو خبرو کې له رویا او فریب څخه کار واخیست بې له شکه مخاطبین مو هغه څه حس کوي او تاسو ته انتقالېږي. ځان ډاډه کړئ په هغه څه، چې غواړئ خبرې وکړئ پوره تسلت ولرئ او په موضوع حاکم وی.
۲- په زړه پورې او زړه راښکوني مطلبونه وړاندې کړئ.
که غواړی خلکوته مو خبرې جالبې او په زړه پورې نو هڅه وکړئ په مجلو او ورځپاڼو کې  او یا هم له نورو منابعو څخه داسې څه پیدا کړئ، چې نوي وي او خلکو ته په زړه پورې تمام شي. هغه څه چې خلکو ته یې وایئ مخکې له مخکې یې لنډیز در سره ولیکئ او د خبرو کولو په سر کې  پرې یو نظر واچوئ.
 
۳- په یوې په زړه پورې خو اسانه پوښتنې پیل وکړئ.
د خبرو په سر کې د یوې اسانه خو په زړه پورې پوښتنې مطرح کول ستاسو په مخاطېبینو کې یو ډول احساس او انګېزه پیدا کوي او خبرو ته مو زیاته توجه کوي. په پوښتنه کې مو ښکلې او په زړه پورې کلمې و کاروئ او په داسې یوه انداز یې پیل کړئ، چې په عین سادګئ کې جذابیت هم ولري.
۴- له انرژۍ ډګې او انګېزه لرونکې خبرې وکړئ.
ډېر کله هغه کسان چې د خبرو کولو په وخت کې له کومې مخالفې نظریې سره مخ شي نو یې له نورو خبرو کولو زړه سوړ شي او یا هم له هغوی سره ډیالوګ شروع کوي. بریالي کسان تل د خپلو مخاطبانو په وړاندې په پوره انرژۍ او جراات خبرې کوي او د هغه کسانو خبرې نه نفیې کوي، چې د دوی پر وړاندې یې کوي «ریموند مورتمیر» د یوه تکړه ویناوال په اړه وایي « ښه ویناوال هغه نه دی، چې د تېنېس د لوبغاړي په څېر د بل د شوټ په مقابل کې خپله هم شوټ وکړي؛ بلکې د یوه ګلف د لوبغاړي په څېر باید چلند وکړي، چې په یوه شوټ سره توپ هغه ژور غالي ته ورسوي، چې هدف یې وو.»
۵- د خپلو مخاطېبینو سره باید د سترګو رابطه ولرئ.
د ښې وینا کولو یو تر ټولو ښه هنر دا دی، چې د خبرو کولو په وخت کې له خپلو مخاطېبینو سره د سترګو رابطه ولرئ تر څو هغه کسان، چې تاسو ورته وینا کوئ د ځان په خوا جذب کړئ. د سترګو رابطه مو باید له ټولو مخاطېبینو سره یو شان وي. داسې نه، چې خپله رابطه له څو خاصو کسانو سره ولرئ، که داسې وکړئ د پاتې کسانو توجه مو پر وړاندې کمېږي او خبرې مو ورته ستړې کوونکې کېږي.
 
۶- د خبرو ښه خاتمه ولرئ.
کله مو، چې خبرې پای ته رسېږي، له خپلو مخاطېبینو څخه مننه وکړئ؛ ان کېدای شي و وایئ« له تاسو سره مې له خبرو کولو خوند واخیست.» یا دا چې « ستاسو سره مې له ګډون څخه خوند واخیست.» له خپلو مخاطېبینو څخه له اخلاصه ډکه مننه کولای شي له غونډې وروسته  هم ستاسو خبرې پر دوی اغېز وکړي.