
په لوګرولایت کې دکلیواوپراختیا وزارت دملي پیوستون ۹۴ پراختیايي پروژې دلیندي په ۱۷ مه بشپرې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ددغوپروژو دپرانیستوپه موخه دولایت په مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې لوګر والي محمد حلیم فدایي، دکلیواو پراختیا وزیر انجینر نصیراحمد دراني، د چاپیریال ساتني دملي ادراي مرستیال انجینر واصل بازغ، د مشرانو جرګي دوهم مرستیال ډاکټر محمد آصف صدیقي، د ولایتي شورا رئیس او غړو يې؛ سربیره دولایت د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی ؤ.
دکلیو، بیارغونې اوپراختیا وزارت دملی پیوستون پروګرام دمعلوماتوله مخې:
په لوګرکې ۹۴ بیلابیلې پروژې د ۱۳۶ میلیونو او ۹۶۱ زره افغانیو په لګښت د برکي برک، څرخ، خروار، خوښۍ، محمد آغې او ازرې په ولسوالیو کې د روان کال دوږي د میاشتې دلومړۍ نيټې څخه تر اوسه بشپړې شوې او د خلکو د استفادې وړ و ګرځېدې.
په دې پروژو کې؛ ۲۶۷۷مټره دځمکوخړوبولوکانالونه،۲۲۳۳ مټره محافظتي دیوالونه،۱۰۶ پلچکونه، ۵۰۱۰ مټره استنادي دیوالونه،۱۶۸۴۶ مټره دپلې لارو پخول، ۷.۱ کیلومټره سړک ، پنځه دځمکوخړوبولو حوضونه، ۱۶بابه ټولنيزمرکزونه، ۲۳۵ مټره د ټولنیزو مرکزونو داحاطې دېوالونه،۱۰ دڅښاک داوبو حوضونو جوړول،۴۹.۹۴ کیلو واټه دبرښنا توليد،۶۶.۵ کیلومټره دڅښلوداوبو پایپ لین غځول،۷۶۱ مټره کارېزکيندل او ۱۷۶ حلقې دڅښلو داوبوڅاګانو کیندنه اودلاسي بمبو نصبول شامل دی. چې له دغو یادوو شو پروژو څخه ۱۳۶۹۵ کورنۍ ګټه اخلي.
ددغوپروژو دپرانستلوپرمهال لوګروالي محمدحلیم فدايي خوښي څرګنده کړه. والي؛ لوګرولایت ته د ۰،۳۸ سلنه په ملي بودجه کې برخه ورکول دارزونې پراساس خورا کمه اودلوګرولایت داړتیاوو په پوره کولواواوسني وضعیت ته په کتو؛په اقلیت کې يې وشمیرل. دکلیواوپراخیتا وزیر څخه يې غوښتنه وکړه چې لوګر ولایت ته باید زیاته پاملرنه وکړي.
د کلیو او پراختیا وزیر وویل: زمونږ موخه له دي پروژو څخه دادي ترڅوولسونه او دولت سره یوځای اونږدې کړو، مونږ په ټولیزډول د خلکو د باور لپاره ۳۵ زره شوراګاني جوړي کړي دي. نوموړي وویل: لوګر د کابل دروازه ده اولازمه وه، چې دلته باید ډیرپراخیتايي کارونه شوی وای. دراني ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې د ۳،۲ میلونه ډالرو په ارزښت دلوګرپه ولایت کې پروژې پلې کړي، چې زیاتره به یې استنادي دیوالونه، څاه ګاني او پلونه وي.همدارنګه د مشرانو جرګې دوهم مرستیال او د ولایتي شورا رئیس هم د دغه پروژو په پرانستو خوښي څرګنده کړه، د کلیو او پراختیا وزیر او د لوګر له والي څخه یې مننه وکړه چې د ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره لېوال اونه ستړي کیدونکي هلې ځلې ترسره کړي دي.
دیوبل خبرله مخې:
دکلیواوپراختیا وزیرانجنیرنصیراحمد دراني اودلوګروالي محمدحلیم فدايي له لورې؛ دمحمدآغې ولسوالۍ دکتب خیلوپه سیمه کې د۱۶۲۲ مټروپه اوږدوالې دمحافظوي دیوال دبنسټ ډبره او دمرکزپل علم اړونددکلنګاردمټانیو دسیمې د(پل )دبنسټ ډبره هم کیښودل شوه، چې اوږدوالې يي ۴۰ مټره دی،په پاخه اواساسي ډول دکلیواوپراختیا وزارت د NRAP) ) پروګرام لخوا د ۱۲۶۶۶۳۸۰ افغانیو په لګښت جوړشي. همدارنګه دمرکزاړوند دپاخواب شانې په سیمه کې د WATSAN)) پروګرام د۳۰ حلقودڅښلو اوبودڅاګانوپرانیسته هم ترسره شوه.
شیرمحمد امیني ((ستانکزی))