
امریکایۍ « جودي فالکنر» په نړیواله کچه له اوو هغو میلیاردرو ښځو ګڼل کېږي چې د تکنالوژۍ په نړۍ کې یې د خپلو هڅو پر مټ ځانونه تر میلیاردرۍ رسولي دي.
جودي په ۱۹۴۳ زېږدیز کال په امریکا کې زېږېدلې ده. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د ریاضي په برخه کې په « ډیکنسون» کالج کې زده کړې دي.
وروسته د ماسترۍ لپاره د واسکانسین ایالت پوهنتون ته ولاړه. په دغه پوهنتون کې د زده کړو په وروستیو وختونو کې یوه پروفیسور له یوه داسې کس سره مخ کړه چې د ناروغونو د معلوماتو د مرکزي کولو او همغږۍ لپاره د یوه پروګرام د جوړولو په لټه کې و. جودي دغه پروګرام ورته ولیکه. په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې یوې کمپنۍ له دغه پروګرام څخه د ماس جنرال په روغتون کې کار واخیست.
تر دې وروسته هم ګڼو بنسټونو او اشاخصو د دغه پروګرام د اخیستلو غوښتنه کوله له همدې کبله نوموړې په ۱۹۷۹ کال کې د « هیومن سروویسس کمپیوټېنګ» په نوم بنسټ رامنځته کړ.
د دغه بنسټ کار یوازې له شپږو زرو ډالرو چې ډېره برخه یې د جودي د والدینو وه، پیل شو. په لومړنیو وختونو کې د بنسټ مرکز د یوه اپارتمان په تلخونه « زېرزمینۍ» کې و او یوازې دریو کسانو نیم ورځ کار ورسره کاوه.
فوربس مجلې وايي جودي هېڅکله د خپل کار د پراختیا لپاره له کوم تامیناتي بنسټ او پانګوالو څخه پیسې نه دي اخیستې.
د جودي د هڅو پر مټ له تلخونې پیل شوی کار اوس د روغتیايي سافټوییرو پر یوه ستره کمپنۍ بدل شوی. په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې په امریکا کې ۵۴ سلنه ناروغان خپل روغتیايي شالید د « اېپېک سیستمز» په نوم د جودي په سافټویرو کې خوندي کوي. دغه راز په نړیواله کچه د ۲ سلنه ناروغانو شالید هم همدغه سافټوویر خوندي کړی دی.
د روان کال په مې میاشت کې نوموړې په اېپیک سیستمز کې خپله برخه یوه خیریه بنسټ ته ورکړه چې تمرکز یې پر روغتیا پالنې او زده کړو دی. نوموړې د خپلې برخې د ورکړې په اړه په یوه لیک کې ویلي:« هېڅ کله مې د میلیاردر کېدو لپاره شخصي لېوالتیا نه درلوده.»
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په اتمه نېټه د جودي فالکنر پانګه دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۳۶ ام ځای لري.
مېړه یې کړی، دری اولادونه لري او په ویسکانسین ایالت کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ