رېښتینی ملګری وپېژنئ!

 
لیکواله: فېروزه کاتب
ژباړن: حمیدالله حمیدي
ژوند کټ مټ یوې مېلمستیا ته ورته دی، د مېلمستیا لپاره کېدای شي تاسو ډېر کسان دعوت کړئ. کېدای شي ډېر مېلمانه مو زر راشي او په بېړه بېرته ولاړ شي! برعکس داسې کسان هم شته، چې ډېر وروسته راځي او زر ځي، خو کله کله داسې مېلمانه پیدا کېږي، چې ډېر مخکې راشي او تر ډیره در سره پاتې شي ان بې له دې، چې تاسو ترې وغواړئ د ظرفونو په پرېمینځلو کې در سره مرسته وکړي. دغه کسان هماغه ستاسو ريښتیني ملګري او دوستان دي، خو په بدل کې یې تاسو هم باید داسې څه تر سره کړئ، چې د ژوند تر اخره در سره ملګری پاتې شي.
د رېښتینو دوستانو ځانګړنې
۱- رېښتینی ملکری د ستونزو په حل کې در سره مرسته کوي.
رېښتینی دوست یا ملګری هغه څوک دی، چې غم او درد مو په سترګو کې له ورایه ویني، خو نور کسان مو یوازې پر شونډو موسکا لیدلی شي. په داسې ملګرو پسې مه ګرزئ، چې یوازې ستونزې مو حل کړي بلکې داسې ملګری ولټوئ، چې د غمونو، دردونو او ستونزو تر اخره در سره مل اوسي او په ګډه ترې را ووزئ!
۲- رېښتینی دوست ستاسو ملاتړی او ساتونکی دی.
په ملګرتیا کې زموږ ستونزه له دې ځایه پیلېږي، چې موږ د داسې یوه کس په لټه کې و، چې وکولای شي زموږ لپاره یو کار وکړي او تر ډیره ترې د «راکړې» تمه ولرو نه د « ورکړې» او یا دې، چې د داسې یوه ملګري د پیدا کېدو په تمه و، چې موږ له اوسنئ بد وضعیت څخه را وباسي او تل زموږ په خدمت کې وي. که دا کارونه ونه کړي هغه ته ښه ملګری یا دوست نه وایو او خپلې اړیکې ور سره پرې کوو! دا خبره تر ډیره بریده سمه ده، خو مناسبه او پر ځای دوستي هغه ده، چې دواړه اړخه باید یو ډول وي څمره، چې له خپل دوست څخه تمه لرئ هومره څه باید له خپله اړخه هم تر سره کړئ.
۳- رېښتنی دوست تاسو ته وخت درکوي.
بې له شکه رېښتیني دوستان باید یو بل ته وخت ورکړي او یو بل سره له خبرو کولو خوند واخلي. هېڅکله هم څوک مه مجبوروئ، چې خپل وخت ستاسو په واک کې درکړي. په دې باید پوه شئ، چې ښه دوست هغه دی، چې په خپل مهال وېش کې یې ستاسو لپاره د ناستې او خبرو کولو وخت ټاکلی وي.
۴- رېښتینی دوست ستاسو خپلواکۍ ته احترام کوي.
«سالم او رېښتینی دوست» د یوه کور په څېر فرض کړئ او تصور وکړئ، چې د کور ټول ورونه او کړکۍ خلاصې دي او په ډېره اسانۍ سره پکې تازه هوا چلېږي او څوک پکې د خفګان احساس نه کوي. که تاسو رېښتینی دوست ولرئ هېڅکله مو د ژوند پر مخ د خوښۍ ورونه او کړکۍ نه بندوي، تر څو ستاسو د خفګان لامل شي.
۵- رېښتینی دوست له تاسو سره صمیي اړیکه لري.
د بېلګې په ډول که کله هم تاسو په غوسه وئ، رېښتینی دوست مو اجازه درکوي، تر څو خپله غوسه سړه کړئ، او ستاسو په ارامولو کې د زړه له خلاصه پوره ونډه اخلي؛ باید پوه شئ، چې نه یوازې دوی بلکې تاسو هم مسولیت لرئ، چې د وست پر وړاندې دغه ډول څه تر سره کړئ، ځکه دوستي یوه دوه اړخیزه رابطه ده.
 
۶- رېښتینی دوست مو څه ډول چې یئ مني مو.
ښه ده، چې پوه شي هېڅکله هم څوک نه شي کولای تاسو بدل کړي. ستاسو رېښتینی دوست هغه دی څه ډول، چې تاسو یئ په هماغه ډول مو ومني او مینه در سره ولري. داسې بدلون مه کوئ تر څو په دې کړنه مو څوک ومني او احترام درته وکړ؛ بلکې هغه وخت په خپل ځان کې بدلون را ولئ، چې پوهېږئ بدلون مو د بریا او پرمختګ سبب ګرځي. څه ډول، چې یئ هماغسې اوسئ او مقابل کس ته اجازه ورکړئ، تر څو په همدې دول مو قبول کړي، نه په هغه ډول، چې تاسو یې د نمایش په ډول اجرا کوئ.
۷- رېښتینی دوست تل رېښتینی وي.
هېڅکله هم دا تمه مه کوئ، چې پر نورو خپلې غوښتنې تحمیل کړئ، ځکه دا د منلو وړ نه ده، چې ټول کسان باید ستاسو د خوښې وړ کړه وړه وکړي. له حده زیاته مو خپله ملګرتیا مه تجزیه کوئ، ځګه دوستي خو کومه بازي نه ده پرېږدئ، چې د دوستۍ رابطه مو وده وکړي. د خلکو له روان او احساساتو سره لوبې مه کوئ، ځکه کېدای شي داسې یو څوک پیدا شي، چې له تاسو سره هم دغه ډول چلند وکړي. یوه خبره مو په ذهن کې وساتئ، چې په رېښتینې ملګرتیا کې د تقلب او دروغو خبرې نه وي.
۸- ښه دوست له تاسو سره سوله ییز چلند کوي.
رېښتینی دوست، چې کله له تاسو سره د نظر اختلاف پیدا کړي، هڅه کوي د خبرو له لارې له تاسو سره پایلې ته ورسېږي او داسې یوه لار پیدا کوي، چې د دواړو اړخونو په ګټه وي. رېښتینی دوست بې له کوې کومې شخړې او جنجال څخه ستاسو سره جوړ جاړی کوي.



۹- رېښتینی دوست ستاسو د شخصیت د بدلون ملاتړ کوي.
زموږ غوښتې د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي. کله، چې څوک درته وایي « بدلون دې کړی!» کېدای شي موخه یې بده نه وي او له دې خبرې څخه یې هدف په ژوند کې ستاسو پرمختګ وي. ښه ملګری هغه د، چې ستاسو د پرمختګ پلوی وي او خوند ترې واخلي. په حقیقت کې دا ډول کس په خپل وجود کې کینه نه لري په اصل کې ستاسو پر بریا د خوښۍ احساس کوي.
۱۰- رېښتینی دوست مو په هر حالت کې ملګرتیا کوي.
معلومه خبره ده، چې ژوند د خوښیو او خفګانونو ټولګه ده، او یو یې هم تل پاتې نه وي. کېدای شي یوه ورځ په خوښیو کې ډوب وی او بله ورځ هم په ناخوالو او ستونزو کې راګېر وی. رېښتینی دوست هغه دی، چې له تاسو سره په حر حالت کې ستاسو سره په څنګ کې وي، که هغه د غوسې حالت وي او یا هم د خوښۍ شېبې. ښه دوست هغه ده، چې ستاسو خفګان خپل خفګان او ستاسو خوښي خپله خوښي وبولي.