
د امریکايي میلیاردر « جان پاول ديجوریا» د ژوند کیسه ډېره هڅوونکې ده. نوموړی د ۱۹۴۴ زېږدیز کال د اپرېل پر ۱۳ مه نېټه په کلفورنیا کې زېږېدلی دی. پلار یې اېټالوی او مور یې یونانۍ کډواله وه. جان لا د دوو کلونو و چې مور او پلار یې سره جلا شول.
د طلاق وروسته جان او مشر ورور یې مور ته پاتې شول. له دې کبله چې نارینه سرپرست یې نه درلود له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شول. د اقتصادي ستونزو له کبله لا د ۹ کلونو و چې کار پیل کړ. په دغه وخت کې یې له خپل مشر ورور سره په ګډه د کرېسمېس کارتونه او ورځپاڼې پلورلې.
د « اټواټر» په نوم ښوونځي کې یې لومړنۍ زده کړې وکړې او د منځنیو زده کړو لپاره د جان مارشال ښوونځي ته ولاړ؛ خو له دې کبله چې مور یې د ده او ورور لګښت نه شو پوره کولی، دوی دواړه یې روزنتون ته ولېږل.
د ځوانۍ پر مهال جان زموږ او ستاسې په وینا کوڅه ډب و؛ خو د ریاضي د ښوونکي یوې خبرې یې ژوند بدل کړ. ښوونکي یوه ورځ ورته وویل چې دی به هېڅکله په هېڅ برخه کې هم بریالی نه شي. د ښوونکي له خبرې وروسته جان د خپل ژوند د بدلون پرېکړه وکړه او هڅې یې پیل کړې. ښوونځی یې چې خلاص کړ، دوه کاله یې د امریکا په پوځ کې عسکري وکړه.
د عسکر تر بشپړولو وروسته یې له سرایدارۍ تر پلورنې ډېر کارونه وکړل چې بلاخره یې له « رېډکېن » سره چې د وېښتانو د ساتونکو توکو کمپنۍ کار پیل کړ. له دې کار څخه د سوداګرۍ پر ستراتیژۍ د اختلاف له کبله اخراج کړل شو.
یو وخت یې په کوڅو کې کور پر کور شامپو پلورله.
په ۱۹۸۰ کال کې یې ۷۰۰ ډالره پور کړل او له یوه سلمان سره په ګډه یې د « John Paul Mitchell Systems» رامنځته کړ.
نوموړی اوس د عطرو په یوه مشهور کمپنۍ کې ۷۰ سلنه ونډې لري. د « پاټرون سپرایټ» په نوم د دې کمپنۍ تر ټولو مشهور برنډ «tequila» دی.
په ویکي پيډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دغه برنډ نږدې دوه نیم میلیونه بوتله عطر په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې پلورل شوي وو.
نوموړي اوس د موبایل د خدمتونو برخې ته هم مخه کړې ده او تېر کال یې د «راک موبایل» په نوم کمپنۍ جوړه کړې ده.
فوربس مجلې د نومبر په اوومه نېټه د جان پاول پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۳۶ ام ځای لري.
واده یې کړی، څلور اولادونه لري او په تکزاس کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ