چېن فاشو؛  لاری چلوونکی چې میلیاردر شو

 
د ډېری چینايي میلیاردرانو په څېر د « چېن فاشو» د ژوند او بریا کیسه هم په زړه پورې ده، ځکه نوموړي ځان د لارۍ له چلولو تر میلیاردرۍ رسولی.
نوموړی په۱۹۶۱ زېږدیز کال کې د چین د فوجیان ولایت په انشي سیمه کې زېږېدلی. له تنکۍ ځوانۍ یې کار پیل کړی دی.
په ۲۱ کلنۍ یې لارۍ چلوله. یوه ورځ یې د شامین پر لور د لرګیو ډګه لارۍ روانه کړې وه چې فرصت یې تشخیص کړ. احتمال دی چې تر دې وړاندې یې لرګي د کرایې په بدل کې وړل؛ خو د فرصت تر تشخیص وروسته یې د لرګیو سوداګري پیل کړه.
په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کې یې دغه کار پیل کړ او یوازې په دریو کلونو کې د کوانګژو په ښار کې د لرګیو تر ټولو ستر سوداګر شو او په ورڅېرمه ښار شامین کې یې ځان ته یو کور هم واخیست.
د لرګیو له سوداګرۍ په ترلاسه کړو پیسو یې د خوراکي توکو سوداګرۍ ته مخه کړه او یو د خوراکي توکو هټۍ یې جوړې کړې. په راتلونکې لسیزه کې یې خبره له هټیو سوداګریزو مراکزو ته ورسېده. په فوجیان ولایت کې یې ۳۸ سوداګریز مراکز جوړ کړل.
په دې برخه کې تر بریا وروسته یې فعالیتونه د ساختماني چارو، انجنیرۍ او هوټلدارۍ ته وغځول.
په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د« ژيجین» په نوم یوه کمپنۍ چې وروسته د چین د سرو زرو پر تر ټولو ستره کمپنۍ بدله شوه د فنډ په لټه کې وه. هغه کان چې کمپنۍ غوښتل د پانګونې لپاره پیسې ورته پیدا کړي په فوجیان ولایت کې وه، چېرې چې چېن له مشهور سوداګرو ګڼل کېده. سیمه ییزو حکومت له همدې کبله له ده وغوښتل چې په کمپنۍ کې یوه ونډه واخلي او ده هم ومنله. دا د نوموړي لپاره یو غوره فرصت و، له همدې کبله یې ونډې واخیستې او وروسته د دې کمپنۍ تر ټولو ستر ونډه وال شو. کمپنۍ وروسته په ترتیب لومړی د هانګ کانګ او وروسته د شنګهای د ونډو بازارونو ته لاره وموندله.
وروسته یې د « تسېنګتاو» په نوم د مشروباتو په یوه کمپنۍ کې هم اووه سلنه ونډې په ۲۳۵ میلیونه ډالره وپېرلې. ده په تسېنګتاو کمپنۍ کې د یوې جاپاني کمپنۍ له لوري د ۲۷ سلنې ونډې د اخیستو مخه ونیوه او له ستر ګواښ سره یې ځان مخ کړ، چې خلک د نوموړي د ګواښ دغه منل په کوکاکولا کې د برېکشییر هېډوې د ونډو له اخیستو سره پرتله کوي. تر همدې معاملې وروسته چېن د چینايي وارن بافېټ په نوم مشهور شو.
د فوربس مجلې د نوموړي پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په شپږمه نېټه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او د چینايي میلیاردرانو ترمنځ ۴۸ ام ځای لري.
واده یې کړی، څلور اولادونه لري او د چین په فوژو کې ژوند کوي.
سرچينه: هميانۍ