په کاري محیط کې څنګه خپله غوسه کنټرول کړو؟

 
لیکوال: ډاکټر محمود قرباني
ژباړه: حمیدالله حمیدي
هېڅوک له غوسې ځان نه شي خلاصولای، ځکه تل له داسې پېښو او اشخاصو سره مخ کېږو، چې زموږ د غوسې پارېدو لامل ګرځي. موږ یوازې کولای شو زده کړو، چې څه ډول خپله غوسه کنټرول کړو او له خپل ځانه یو درست عکس العمل وښایو، بې له شکه موږ ټول به داسې کسان لیدلي وي، چې په کاري محیط کې یې پر خپلو احساساتو کنټرول له لاسه ورکړ وي، ور په درز وهي، په همکارانو یا مشتریانو په غوسه کېږي او داسې خبرې کوي، چې ډېر زر بیا ور باندې پېښمانه کېږي. ډېر کسان به مو لیدلي وي، چې د جلسو پر وخت نه شي کولای خپله غوسه کنټرول کړي، ځکه د دوی له نظر سره مخالفت شوی وي او یا یې هم پر ځای بل څوک ګومارل شوي وي.
په دې لیکنه کې هغه ټکو ته اشاره کو، چې په وسیله یې کولای شو، په کاري محیط کې خپله غوسه کنټرول کړو او په بریالیتوب سره خپلې دندې ته ادامه ورکړو.
۱- قدم ووهي تر څو غوسه موسړه شي.
په کاري جلسه کې د ناستې پر وخت، چې کله د مدیر له لوري پر تاسو باندې نیوکه کېږي، په غوسه کېږی مه. کله چې وینئ غوسه مو زیاتېږي زر تر زره هغه ځای پرېږدئ، یوه بهانه ولټوئ تر څو مجلس ترک کړی او و کولای شی خپله غوسه تر خپل کنټرول لاندې راولئ. که د خپلې غوسې د کنټرولولو لپاره ځان ته وخت ورکړی بې له شکه به په دې چاره بریالي شئ، چې غوسه مو سړه شي.



۲- د هر ډول عکس العمل څخه مخکې واضحت وغواړئ.
بېلا بېلې پوښتنې جوړې کړئ، کولای شئ د نورو کسانو له خبرو هم ګټه واخلئ او له هغوی څخه پوښتنه وکړئ. په دې کار سره کولای شئ مقابل کس ته وخت ورکړئ تر څو په خپله کړنه پېښماني وښایي.
۳- د لسو ثانیو له قانون څخه ګټه واخلئ.
هېڅ عکس العمل مه ښکاره کوئ. د یوې کاري جلسې او یا هم په تلفون کې د خبرو کلو پروخت، چې کله پوهېږئ غوسه مو نه شئ کنټرول کولای تر شنډو لاندې تر لسو پورې حساب وکړئ. په دې ډول کولای شئ ځان ته وخت ورکړئ، چې غوسه مو ښکته کش کړئ او مخکې له هر عکس العمل څخه په واقعیت ځان پوه کړئ.
۴- وګورئ څه او کوم څېزونه مو د غوسه کېدو لامل ګرځي؟
فکر وکړئ په کوم وخت کې مو خپل کنټرول له لاسه ورکوئ او په غوسه کېږئ؟
کله، چې پوه شوې، دغه څه مو د غوسه کېدو لامل ګرځي ځان ترې لرې وساتئ او کوښښ وکړئ له هغه څه سره ځان ډېر مه ټچ کوئ. او یا دا چې زده کړئ، څه ډول کولای شئ له هغه سره جوړ جاړی وکړئ.
۵- همکاران مو وپېژنئ.
وګورئ، همکاران مو څه ډول خوی لري او له تاسو سره څه ډول چلند کوئ. کېدای شي د همکارانو ډېرې هغه خبرې چې تاسو ته د انتقاد په ډول برېښي په اصل کې د ټوکې او شوخۍ بڼه ولري. د همکارانو په پېژندلو سره مو کولای شئ په اسانۍ سره د هغو له انتقادونو سره جوړ راشئ او خپله غوسه مو کنټرول کړئ.



۶- د نور خلکو د عکس العمل وړاندوېینه مخکې له مخې وکړئ.
کله چې غواړئ په یوه اداره کې دنده پیل کړئ، د همکارنو د عکس العمل وړاندوېینه مو مخکې له مخکې وکړئ. په دې ډول سره کولای شئ له کار کولو وروسته د هغوی له انتقادونوسره جوړ جاړی وکړئ.
۷- ځان مو د غوسې او حساساتو د کنټرول کولو لپاره تیارکړئ.
کله چې غواړئ خبرې وکړئ، ځان مو د هر ډول پوښتنې او نیوکې لپاره تیار کړئ. په دې ډول سره کله، چې د نورو له انتقاد سره مخ کېږئ خپله ارامي به مو ستاتلې وي او په ډېره اسانۍ سره به مو د منتقد کس ځواب وېیلی وي.
۸-  خپل احترام مو وساتئ.
هېڅ کله هم نور ته بې احترامي مه کوئ؛ ان که تاسو په حقه هم وئ. حق نوم د خدای دی، حق تل حقدار ته رسېږي او لمر هېڅ کله هم پر دوو ګوتو نه پټېږي.
۹- د هرې ورځې په پای کې مو غوسه لرې وغورځوئ.
دا زده کړئ، کله چې د ورځې په پای کې له دفتره وزی نو خپل غوسه مو د دفتر له دروازې بېرون د دروازې له ساتونکو سره د خدای پامانۍ وروسته لرې وغورځوئ. له هغه وروسته کوم وخت، چې لری په پر داسې څه یې تېر کړئ، چې د خوښې وړ مو وي. له دوستانو سره مه وګورئ، د تلوېزیون په زړه پورې خپرونې وګورئ تر څو مو خفګان له منځه ولاړ شي.
۱۰- د خپلو تېر وتنو له کبله مو بښنه وغواړئ.
له دې سره سره، چې بد نیت مو نه درلود، خو د غوسې له کبله د یوې کاري جلسې پرېښودل یوه ناوړه کړنه ده او کېدای شي د جلسې پرېښودل مو د دې لامل شوي و، چې یو چاته مو بې احترامي کړې وي له هغوی څخه بښنه وغواړئ.
لازمه نه ده، چې د خپلې غوسې په اړه توضېحات ورکړئ یوازې دومره و وایئ « زما کړنه د منلو وړ نه وه زه بښنه غواړم» دا تر ټولو ښه او لویه خبره ده، چې ستاسو دغه کړنه څوک معاف کړي. په یاد وساتئ، چې د خپلو تېروتنو په اړه بښنه وغواړئ او د نورو بښنه هم په سترګو ومنئ تر څو د زړه سکون تر لاسه کړئ.