
لیکواله:نینا زیپکین
دا مهمه نه ده چې څه ډول دنده لرې او یا هم په کوم ځای کې کار کوې! که لاندې ۱۲ شیان دې په نظر کې ونیول او ورته ژمن شولې نو په کاروباري ژوند کې مو بدلون راوستلی شې:
روڼوالۍ:
روڼوالۍ مو لویوي! د مامورینو هغه مشران ډیر خوښیږي چې هغوی خپلې غلطۍ مني او ځان مسؤل او پړ ګني!
بهانې نه کوي: وړ او لایق مشران هڅه کوي چې د هر ډول بې خونده کارونو مخ وار له مخه ونیسي؛ وقایع کوي.
کاري موقع برابرول:
ښه مشران هڅه کوي چې په دندو ګومارل شوو مامورینو ته د زده کړو مواقع برابرې کړي. دوی ته داسې فرصتونه برابروي چې هغوی په پخپله کاري ساحه کې وروزل شي او یو نوی شی زده کړي.
مهمه نه ده چې دغه د زده کړو موقع کوم بهرني روزنیز ورکشاپ ته د خلکو لیږل وي! بلکې د کور دننه، د شعبې دننه د زده کړو موقع فراهمول دي!
فیډبک غوښتنه:
موږ تل هڅه کوو چې مامورین و ارزوو؛ کارونه یې وتلو! خو ډیره کمه هڅه کوو چې خپل ځانونه، کاروبار او شرکت و ارزوو! وتلي مشران تل هڅه کوي چې د ارزونې پروسه دو طرفه کړي؛ هم خپل مامورین ارزوي او هم خپلې کړنې او یا هم په کُل کې خپل ټول شرکت!
ناکامۍ یې سوځوي:
ځينو خلکو اوریدلي چې ناکامۍ د ژوند لپاره؛ د تجربو لپاره مهمې دي! خو مهموالۍ یې هغه وخت جوتیږي کله چې له خپلو غلطیو زده کړې پیل شي. که چیرې یو څوک له خپلو غلطیو زده کړې نه کوي، نو ناکامۍ هم مهمې نه دي!
اوږد مهال فکر کول:
وتلي مشران د نن او د سبا کړکیچونو تر اغیز لاندې نه راځي. وتلي مشران تل اوږد مهاله فکر کوي. دوی ته هر کړکیچ یوه کاري موقع ښکاري.
د هغه څه موندنه چې نور یې له موندلو ډډه کوي:
فرصتونه شته او وي! خو زیاتره خلک یې ځکه د لاسته راوړلو هڅه نه کوي چې هغوی نه په خپل ځان کې او نه یې هم په ادارې کې د لاسته راوړلو وړتیا ګوري!
وتلي مشران ددې ډول فرصتونو د لاسته راوړلو هڅه کوي چې پخپل ذات کې ستر کار دی!
تل خپل ځان ته یوه لاره ساتي:
وایي پهلوان تل له ځان سره یو بدیل د ګټلو ساتي. ځینې وخت متشبثین د پانګه اچوونکو تر اغیز لاندې راشي او داسې یو کار ترسره کړي چې هیڅ زمیني حقیقت نه وي—دوی بیا په راتلونکي کې پښیمانه وي چې ولې یې داسې وکړل! هوښیار متشبثین تل هڅه کوي چې په هر ډول وضعیت کې د خپل ځان لپاره د خلاصون یوه لاره له ځان سره ولري.
تدریجي پیلول:
وتلي مشران یو ځلي منډه نه کوي؛ او نه هم د خپل کاروبار د ودې لپاره شرکټ لټوي. دوی د انکشاف او پرمختیا لپاره هڅه کوي چې تدریجي ګامونه پورته کړي او سوکه مخ په وړاندې لاړ شي!
رقابت ته ژمن وي:
وتلي مشران هیڅکله له رقابته نه ډاریږي:
وتلي مشران رقابت ته د زده کړو په توګه ګوري. هڅه یې دا وي چې له رقابت څخه کوم نوی شی زده کړي؛ دوی هيڅکله نه رقیب تهدیدوي او نه یې هم تر سیوري لاندې راځي. تل هڅه کوي چې له خپل رقیب څخه یو څه پورته ګام پورته کړي؛ له رقیب څخه ښه محصول وړاندې کړي.
خپلو مامورینو ته په اهمییت قایل وي:
وتلي مشران خپلو مامورینو ته په درناوي قایل وي ځکه دوی پوهیږي چې مامورین یې د مشتریانو ساتونکي دي.