دغه لارې چارې مو عمر اوږدوي!

 
په ژوند کې څو کوچني بدلونونه کولای شي ستاسو د عمر د زیاتوالي لامل شي. وروستیو څېړنو ښودلې ده، چې ځینې بد عادتونه لکه: سګرت څکول، ورزش نه کول او په کافي ډول د مېوو او سبزیو نه کارول د دې لامل ګرځي، چې مرګ مو زر مېلمه شي اویا هم په کم عمر کې د زړو کسانو څېره خپله کړئ. خو له نیکه مرغه ځینې واړه کارونه دي، چې په تر سره کولو سره یې کولای شي هم ښکلې څېره ولرئ او هم ځوان ښکاره شئ. معلومه خبره ده، چې مرګ او ژوند یوازې د خدای پاک په لاس کې دی، او په دې هم پوره عقیده لرو مخکې له د، چې انسان نړۍ ته راشي د مرګ ورځ، خوراک او څښاک هر څه یې معلوم شوي وي. هغه عمر، چې د خدای پاک له لوري ورته ټاکل شوی یوه ثانیه هم کم او زیات نه کېږي. په دې لیکنه کې پر دې خبرې شوې دي، چې څنګه کولای شو له وخته مخکې د زړښت مخه ونیولای شو او ځوان پاتې شو.
۱- په خوراک کې افراط مه کوئ:
که غواړئ سل کلنۍ ته ورسېږئ، نو د بشقاب حجم مو کم کړئ (دن بیوتنر) هغه کس دی، چې په نړۍ کې د عمر د اوږد والي په اړه څېړنه کوي دی وایي: « چې په جاپان کې تر ټولو بوډا کس، مخکې له دې، چې د مړښت احساس وکړي د غذا خوړل بندوي.» د ( اس ټي لوئیس) پوهنتون څېړونکو په هغه څېړنه کې، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې تر سره کړې وه په ډاګه کړې، چې کم خوراک ستاسو د زړښت سرعت کموي، ځکه بدن د کمې کالورۍ د پیدا کېدو په صورت کې د تایروئید هورمون 3T کم تولیدوي او په پایله کې یې متابولیزم کمېږي او په دې ډوله ور سره د زړښت سرعت هم کمېږي.



۲- تلوېزیون ته ډېر مه ګورئ:
د ډېر وخت لپاره د تلوېزیون کتل له ځانه سره ډیر خطرناک جانبي عوارض لري. هغه څېړنې، چې په ۲۰۱۰ کال کې تر سره شوې په ګوته کړې یې ده، کوم کسان، چې د ورځې په اوږدو کې څلور ساعته او یا هم تر دې ډیر تلوېزیون ګوري د هغه خلکو په نسبت، چې تر دې کم تلوېزیون ته ګوري ۴۶ سلنه مرګ ته نېږدې کیږي. هر ساعت تلوېزیون کتل لس سلنه د مرګ خطر زیاتوي او ۱۸ په سلو کې نورې ناروغۍ لکه د زړه ناروغي او یا داسې نورې زیاتوي او پیدا کوي. نو د کم وخت لپاره د تلوېزیون کتل ستاسو د مرګ چانس کموي او کولای شئ د ډېر وخت لپاره ژوندي او ځوان پاتې شئ.
۳- د ډېر وخت لپاره لمر ته له مخامخ کېدو ډه ډه وکړئ:
د ډیره وخت لپاره لمرته کېناستل، ګرځېدل او یا هم په لمر کې کار کول کولای شي تاسو د پوستکي له سرطان سره مخ کړي او په څنګ کې ور سره د پوست د ګونځو او لکې سبب هم ګرځي. که  مو دنده په داسې یوه ځای کې وي، چې سر کار مو له لمره سره زیات وي نو کولای شئ د لمر ضد کرېمو څخه ګټه واخلئ نه یوازې د مخ لپاره بلکې د لاسو، سینې او یا هم د بدن د هغو  برخو لپاره، چې له لمر سره مستقیمه اړیکه لري.
۴- له یوازېتوبه ځان وژغورئ:
څېړنو ثابته کړې، هغه کسان، چې له خپلۍ کورنۍ، دوستانو او ملګرو لرې وي ډیر یې د زړه پر ناروغیو اخته کېږي، یوزاېتوب د انسان زړه وژني، چې دغه چاره د سګرټو په څېر د انسان د عمر د کمښت سبب ګرځي، څېړنو دغه راز په ډاګه کړې، یوازیتوب په هغه کسانو ، چې عمریې خوړلی وي ډیر اغېز کوي او د دې لامل ګرځي، چې شخص په ژور خفګان اخته او خپل ژوند په تدریجي ډول له لاسه ورکړي.
 
۵- مېوه او سبزي وخورئ:
په یوه ورځ کې له درېیو ځلو څخه د مېوې او سبزي څخه ګټه نه اخیستل، انسان له روغتیایي ستونزو سره مخ کوي. مېوې او سبزې له دې کبله، چې د ویټامینونو او فیبر سرچینه ګڼل کېږي، په انسانانو کې د زړه د ناروغیو احتمال ۷۶ سلنه کموي، دغه راز سبزۍ او مېوې کولای شي په ښځو کې  د سینې د سرطان مخنیوی وکړي. په سبزيو او مېوو کې د انتي اکسیدان موجودیت د دې لامل ګرځي، چې په رګونو کې د وینې جریان ګړندی شي او د پوستکي د ګونځې کېدو مخنیوی کوي.
۶- ورزش وکړئ:
هغه څه، چې د ځوان پاتې کېدو لپاره ډیر اړین دي هغه ورزش دی، د ورځې په اوږدو کې هرو مرو باید ورزش وکړئ. هغه څېړنې، چې په ۲۰۰۸ کال کې تر سره شوې دي ښودلې یې ده، چې په دایمي ډول دروند ورزش لکه منډې وهل او یا داسې نور تر سره کوي لږ تر لږه ستاسو په عمر څلور کاله ور زیاتوي؛ دا په داسې حال کې ده، چې دغه ډول ورزش د زړه او مغز په روغ ساتلو کې بې ساري مرسته کوي. څېړنو ثابته کړې ده، چې له دې اسانه ورزش لکه: د ورځې پلي ګرځېدل هم کولای شي انسان د زړه له ناروغیو په امن وساتي.
۷- سګرټ مه څکوئ:
د اوږد ژوند او ښې روغتیا لپاره تر ټولو اړینه دا ده، چې سګرټ ونه څکوئ. څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان، چې په ۳۵ کلنۍ کې یې هم د سګرټو څکول پرې ایښي دي لږ تر لږه د دې چانس پیدا کوي، چې اته کاله زیات عمروکړي. د سګرټو نه څوکول نه یوازې دا، چې د انسان عمر اوږدو بلکې د زړه او سرطان له ناروغیو هم خلاصون مومي.