شیو شیانګډونګ؛ د پور پر پیسو له پیل کړي کاره میلیاردر شوی


د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ډېری هغه کسان چې پر خپلو هڅو شتمن شوي چینایان دي. یعنې د چینايي میلیاردرانو ترمنځ د هغو کسانو شمېر کم دی چې شتمنۍ له مشرانو ورته پاتې دي. د دوی ډېری یې داسې کسان دي چې له نشت یا خورا لږ پانګې یې کار پیل کړی او ځانونه یې تر میلیاردرۍ رسولي دي. د دغه ډول چینايي ترمنځ یو هم « شیو شیانګډونګ» دی.
د نوموړي د زېږېدو کره نېټه څرګنده نه ده؛ خو ویل کېږي چې په ۱۹۵۸ یا ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې به زېږېدلی وي.
شیو تر لومړنیو زده کړو وروسته د هونان پوهنتون لوستی دی. دا په چین کې له مشهورو پوهنتون څخه شمېرل کېږي. د پوهنتون تر بشپړولو وروسته یې له یوې دولتي کمپنۍ سره کار پیل کړ.
شیو د دولتي کمپنۍ پر لږو امکاناتو بسنه ونه کړه، له همدې کبله یې له دولتي کمپنۍ سره کار پرېښود.
په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې یې د سافټ وییرو له یوې کاناډايۍ کمپنۍ سره په چین کې د استازي په توګه دنده پیل کړه.
په همدې کمپنۍ کې د تجربې له ترلاسه کولو وروسته د خپل کاروبار د رامنځته کولو په فکر شو، خو د ده هم د نړۍ د ډېرو کسانو په څېر تش لاس دښمن و. د کاروبار د پیل لپاره یې پیسې نه درلودې. مجبور شو چې پیسې پور کړي او په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د سافټوییرو کمپنۍ ورباندې جوړه کړه.
په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې یې د « ډي اېچ سي» په نوم بله کمپنۍ په شراکت جوړه کړه.
دا کمپنۍ اوسمهال په چین کې د سافټ وییرو د پراختیا، د صنعتي حللارو او معلوماتي ټکنالوژۍ له مخکښو کمپنیو شمېرل کېږي چې په بيجېنګ کې ۳۰ فرعي څانګې لري او ۶۰۰۰ کسان ورسره کار کوي.
کمپنۍ تېر کال خپل فعالیتونه د روغتیا برخې ته هم وغځول. له هواوې او جاینټون سره د یوه تړون له لارې اوس د روغتیا په برخه کې د سترو ډېتاوو د کارونې او د درملو په برېښنايي سوداګرۍ کې فعالیتونه لري.
دغه راز یې له علي بابا او شيان انټرنېشنل میډیکل اېنوېسټمېنټ سره هم ورته تړون کړی دی.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د شیو شیانګډونګ او کورنۍ پانګه یې دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په خپل هېواد چین کې بیا ۴۰ ام ځای لري.
واده یې کړی او د چین په پلازمېنه بيجېنګ کې ژوند کوي.
 
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.