د مینې له لاسه ورکولو وېره


د دې وېرې لومړنۍ سرچینه د نارینه په هغه عادت پورې تړاو لري، چې نورو ښځو ته سترګې پټوي او هر کله چې فرصت په لاس ورځي، له هغوی سره نږدیوالی غوره کوي.
حسادت او ورته نورې ذهني نا ارامتیاوې د نورو د مینې او محبت له لاسه ورکولو له میراثي وېرې څخه سرچینه اخلي. دا وېره له نورو شپږو اساسي وېرو څخه ډېره دردوونکې ده. دا د نورو وېرو په پرتله ډېر د انسان ذهني او جسمي جوړښت له تباهۍ سره مخ کوي.
د مینې له لاسه ورکولو وېره د تېږو عصر یا ابتدايي انسانانو پېر ته ورګرځي. هغه مهال چې نارینه وو به په وچ زور ښځې تښتولې. دوی اوس هم ښځې تښتوي، خو تخنیکونه یې بدل شوي دي. دوی اوس د زور پر ځای د ښکلو جامو، موټرو او نورو اغېزناکو وسیلو په وعده ورکولو سره هغوی ته قناعت ورکوي. د نارینه عادتونه اوس هماغه ډول دي لکه له مدنیت مخکې چې وو، خو اوس یې یوازې د اجرا کولو لارې چارې بدلې شوې دي.
هېره دې نه وي، چې د دغې وېرې په برخه کې ښځې له نارینه وو ډېرې حساسې دي. دغه واقعیت په اسانۍ سره بیانېدلی شي. ښځو له تجربو زده کړې چې د نورو ښځو خوښول د نارینه فطرت دی او باید پدې چاره کې پرې باور ونشي.
د مینې له لاسه ورکولو وېرې نښې نښانې
د دې وېرې ځانګړې نښې نښانې په لاندې ډول دي:
حسادت: له کوم منطقي دلیل پرته په ملګرو او عزیزانو د بدګمانۍ عادت. (حسادت د ذهني نا ارامۍ هغه شکل دی، چې له یوه کوچني دلیل پرته ځینې وخت تاوتریخجن وضعیت غوره کوي). د ښځې او یا خاوند لخوا بې موجبه پر خیانت د یو او بل تورنول. په هر چا بد ګماني او شک.
د عیبونو لټول: بې موجبه په ملګرو، خپلوانو، همکارانو او عزیزانو کې د عیبونو لټول.
قیمار یا جوارګري: د قیمار، غلا، فریب او له نورو غیر مشروع لارو څخه د پیسو پیدا کول او پدې ګمان چې مینه د پیسو په وسیله د اخیستلو وړ ده. د معشوق د راضي کولو د انګیزې له مخې اضافه لګښت او په پورونو کې ډوبېدل، شوګیر، عصبانیت، د پایښت کمښت، د ارادې کمزورتیا، پر ځان د کنټرول او بسیاینې کمښت او بدخلقي.
د عمر د لوړوالي وېره
په عمومي ډول دغه وېره له دوو سرچینو رېښې اخلي. لومړۍ سرچینه، دا انګیزه چې د عمر په لوړېدو سره به د فقر ښکار شي. دویمه او تر ټولو عامه سرچینه هغه انګیزه ده، چې د تېرو وختونو د ناسمو ترخو تجربو په وسیله انسان د وېرې په لومو کې را ایسار وي. د عمر د لوړوالي وېره دوه وړ لاملونه لري، چې یو یې پر نورو کسانو له دې امله بې باوري ده، چې شتمنۍ به یې لوټ کړي او بل یې د راتلونکي په اړه ناسم تعبیر دی.
دغه راز ناوړه روغتیایي وضعیت، چې د عمر په لوړېدو سره یې احتمال زیاتیږي هم د عمر له لوړېدو څخه د وېرې پېژندل شوی لامل دی. عاشقانه احساسات هم د عمر د لوړوالي د وېرې په عواملو کې راځي او سړی داسې فکر کوي، چې ګنې نور به د جنسي لذت څخه بې برخې شي.
د عمر د لوړوالي د وېرې تر ټولو پېژندل شوی لامل له احتمالي بېوزلۍ سره نږدې اړخ لګوي. د عمر خوړو، ساتلو ځای یوه ښه کلمه نده. د دغې کلمې په اورېدو سره د هر هغه سړي په ذهن کې ډار پیدا کېږي، چې اټکل کوي د ژوند وروستي کلونه به په داسې یوه ځای کې تېروي.
د اقتصادي او جمسي ازادۍ له لاسه ورکولو احتمال د عمر د لوړوالي بل عمده لامل شمېرل کېږي.
 
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.