په پېښور کې ټرانسپورټرانو خپلې کرايې پورته کړې

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د پټرولو او ډيزلو د بيعو د پورته کيدو سره سره سم په پېښور کې ټرانسپورټرانو هم خپلې کرايې پورته کړي که څه هم د ټرانسپورټ ايالتي وزير مياافتخار حسين په دې اړه خپل غبرگون نه دى ښودلى، خو يو دوه ورځې وړاندې په ټوليزه توگه د نرخونو د کنټرولو په اړه خبريالانو ته وويل، چې نرخونه کنټرول دي او په پښتونخوا کې په دولتي کچ نرخونه نه دي پورته شوي او د هغو خلکو پرخلاف به قانوني هلې ځلې وشي، چې له ځانه يې نرخونه پورته کړي دي اوس، چې ټرانسپورټرانو د تم ځاى په سر د ټاکلي نرخ څخه يوه يا دوه کلدارې پورته کړي، چې دا په ولس يو دروند بار دى. ټرانسپورټران که څه هم پر حکومت تور پورې کوي، چې د تېلو نرخونه يې پورته کړي او مونږ اړيو، چې خپلې کرايې پورته کړو؛ځکه، چې کومه کرايه، چې اوس اخستل کيږي هغه زمونږ د تيلو نرخ هم نه پوره کوي اړ يو، چې مونږ هم نرخونه پورته کړو او يا دې حکومت د تيلو د نرخ د پورته کيدو پريکړه بېرته واخلي دا هغه خبره ده، چې تر دې دمه حکومت ورته په رسمي توگه څه نه دي ويلي که حکومت د تيلو د نرخ پريکړه بېرته اخلي او که نه خو ټرانسپورټرانو د تم ځاى پر سر خپلې کرايې پورته کړي او د ولس يې خامخا اغيز کړى اوس د ټرانسپورټرانو ټولنې ته په کار دي، چې د حکومت سره خبرې پيل کړي او يوه داسې پريکړه وکړي، چې نه سيخ وسوځي او نه کباب،چې دوى هم گټه ترلاسه کړي  او پر ولس اغېز ونه کړي.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com